لیکنه: عبدالولي
د دنيا د نورو معتبرو او ژونديو ژبو په شان پښتو ژبې له هم دا سعادت حاصل دی چې د قرآن مجيد سلګونه ترجمې په كې شته او هره يوه ترجمه، يا ژباړه د ځينو اعلٰى خصوصياتو او محاسنو حامله ده، په دغه لړۍ كې مونږ هم د خپلې كم علمۍ او كمزورۍ باوجود يواځې د الله تعالٰى په فضل او توفيق سره د دې ترجمې اضافه كړې ده ، دلته مونږ د دې ترجمې يو څه خصوصيات، يا ځانګړتياوې ليكو. پاتې دې نه وي چې زما دا ترجمه په ۲۰۱۴م کې د دارالسلام نړۍ والې خپرندویه ادارې له اړخه د شیخ القرآن علامه عبدالسلام رستمي رحمه الله له تفسیر احسن الکلام سره يو ځای چاپ شوې وه او په وروستیو کې د جون په ۲۷ مې نېټې د قرآني تراجمو نړۍ وال وېب سايټ تنزیل نه هم نشر شوه، والحمد لله علی ذلک حمدا کثیرا، دا د پېژندګلوۍ څو کرښې د همدغې ترجمې په هکله لیکل شوې وې، ستاسو په خدمت کې يې يو ځل بیا وړاندې کوو،
خصوصيات
1 مونږ په دې ترجمه كې كوشش كړی دی چې د قرآن مجيد د هر لفظ ترجمه وشي او هېڅ يو لفظ بې ترجمې پاتې نشي. كه هغه حرف وي، كه فعل او كه اسم.
2 په دې ترجمه كې د مبالغې او صفت مشبه د صيغو په ترجمه كې له دقت نه كار اخيستل شوی دی، يعنې د قَادر او قَدِير ، عَالِم او عَلِيم او داسې نورو الفاظ تر مينځ چې كوم معنوي فرق دی؛ په ترجمه كې يې لحاظ ساتل شوی دی.
3 په عربۍ ژبه كې د تاكيد لپاره ګڼ الفاظ استعمالېږي، لكه: حروفِ قسم، إِنَّ، أَنَّ، لَامِ تاكيد ، نون تاكيد او داسې نور. د دغه كلماتو ترجمه به هم تاسو له نورو تراجمو نه په فرق سره ووينئ.
د تاكيد لپاره عمومًا مونږ دا الفاظ استعمال كړي دي: خامخا، بېشكه ، يقينًا، ضرور، واقعي، هرو مرو، يا ارو مرو ، لازمًا ، په رښتيا او داسې نور الفاظ استعمال كړي دي او كله مو د نورو الفاظو ‘‘بس’’ وغيره سره د ‘‘خو’’ لفظ هم د تاكيد لپاره کارولی دی.
4 په عربۍ ژبه كې تنوين د ډېرو معناګانو لپاره راځي، لكه: تنكير، تعظيم، تحقير، تقليل وغيره، په هر ځاى كې يې خپله مناسبه معنٰى شوې ده.
5 مفعول مطلق: په عربۍ ژبه كې مفعول مطلق عمومًا د تاكيد لپاره استعمالېږي ، مونږ په هر ځاى كې د دې لفظ مناسبه ترجمه كړې ده او د ځينو مترجمينو په څېر مو بې ترجمې نهٔ دی پريښی.
6 مِنْ: د مِنْ لفظ هم د ډېرو معناګانو: بيان، تبعيض، تاكيد او تعليل وغيره لپاره راځي. مونږ كوشش كړی دی چې د مِنْ په هر ځاى كې خپله مناسبه
معنٰى وكړو.۔
7 همدارنګه هغه حروف او كلمات چې زايده ورته ويلی شي، عمومًا دغه كلمات د تاكيد او په كلام كې د زور پيدا كولو لپاره کارول شي، مونږ كوشش كړی دی چې د دغو كلماتو هم معنٰى وكړو او د بعضو، يا اكثرو مترجمينو په شان يې بې ترجمې پرېنږدو، زمونږ دغه كوښښ به تاسو له نورو تراجمو سره د مقايسې، يا موازنې په صورت كې ووينئ، لكه د أَنْ زايده، باء زايده وغيره كلماتو معناګانې او په دغه ضمن كې د إِنْ او إِمَّا (چې په اصل كې له إِنْ شرطيه او مَا زايده نه جوړ دی) تر مينځ فرق او هم دارنګه د إِذَا او إِذَاما (دلته ما زايده ده) تر مينځ معنوي فرق خيال هم ساتل شوی دی.
8 د حصر مفهوم:په خبر باندې د أَلْ په راتلو سره په خبره كې حصر پيدا كېږي، لكه د ﴿وَ هُوَ الْعَزِيْزُ الْغَفُوْرُ﴾ ‘‘او هم دی ښه غالب ، ډېر بخښونکی دی.’’ (الملك 2:67) مونږ د دغه معنا ډېر خيال ساتلی دی. په نورو اكثرو ترجمو كې د دغې خبرې خيال ډېر كم ساتل شوی دی.
9 تخصيص:د تَقْدِيمُ مَا حَقُّهُ التَّأْخِيرُ په وجه په كلام كې تخصيص پيدا كېږي، لكه ﴿قُلِ اللّٰهَ اَعْبُدُ ﴾ ‘‘تهٔ (دوی ته) ووایه: زهٔ خاص د الله عبادت کوم .’’ (الزمر14:39) ﴿تَبٰرَكَ الَّذِيْ بِيَدِهِ الْمُلْكُ﴾ ‘‘ډېر برکت والا دی هغه ذات چې خاص د هغهٔ په لاس كې بادشاهي ده.’’ (الملك1:67) مونږ د دغې قاعدې ډېر خيال ساتلی دی.
0 همدارنګه د لَوْ شرطيه امتناعيه او لَوْ شرطيه غير امتناعيه ترجمه هم په ډېر احتياط او باريك بينۍ سره حل كړی شوې ده، او په لَوْلَا تحضيضيه او لَوْلَا توبيخيه كې چې كوم معنوي فرق دی، هغه په نظر كې ساتل شوی دی؛ كوم ته چې اكثرو مترجمينو هېڅ توجه نهٔ ده كړې۔.
! حال: د حال د ترجمې لپاره عموماً لاندې الفاظ استعمال شوي دي:
په داسې حال كې چې ، په دې حال كې چې، حال دا چې، په دې حالت كې، همدارنګه ‘‘چې’’ لفظ هم د حال د معنٰى ادا كولو لپاره استعمال شوی دی، لكه: ﴿وَ اِذَا تُتْلٰى عَلَيْهِمْ اٰيَاتُنَا بَيِّنٰتٍ﴾ ‘‘او کله چې په دوى باندې زمونږ ایتونه ، چې ډېر واضح دي ، ولوستل شي.’’ (يونس 15:10) همدارنګه دغه د ‘‘چې’’ لفظ د صفتي معنٰى د ادا كولو لپاره هم استعمال شوی دی، لكه: ﴿بِسْمِ اللّٰهِ الرَّحْمٰنِ الرَّحِيْمِ﴾’‘د الله په نامهٔ سره (شروع کوم) ، چې ډېر زیات مهربان ، بې حده رحم کوونکی دی۔.’’ په دې دواړو صورتونو كې له ‘‘چې’’ نه مخكې كامه خامخا استعمال شوې ده.
@ د صيغې مطابق ترجمه:مونږ كوشش كړی دی چې د عربي ژبې د قواعدو صرف او نحو پوره پابندي وشي او څومره چې ممكن وي د صيغې مطابق ترجمه وشي ، لكه د فعلِ ماضي، فعلِ مضارع، اسم فاعل، اسم مفعول وغيره او په كوم ځاى كې چې فعل ماضي د فعل مضارع په معنٰى ده ، يا فعل مضارع د ماضي په معنٰى دی ، نو د دغو ځايونو هم خيال ساتل شوی دی.
د لامِ امر ترجمه:مونږ په دې ترجمه كې د لامِ امر ترجمه په ډېر دقت سره كړې ده او د امر د معنٰى ، چې لزوم او وجوب افاده كوي؛ لحاظ په كې ساتل شوی دی، تاسو ته به د ترجمې له مطالعې نه پته ولګي.
$ د كَانَ ترجمه:اكثرو مترجمينو د ﴿وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِيْمٌ﴾ ‘‘او الله ډېر بخښونکی، بې حده رحم کوونکی دی.’’ (اٰل عمران 31:3) او د ﴿وَكَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِيْمًا﴾ ‘‘او اﷲ لهٔ ازله ډېر بخښونکی ، بې حده رحم کوونکی دی.’’ (الفرقان70:25) ترجمه يو شان كړې ده. همدارنګه د ﴿وَاللّٰهُ عَزِيْزٌ حَكِيْمٌ﴾ ‘‘او اﷲ ښه غالب ، ښه حکمت والا دی.’’ (التوبه 40:9) او ﴿كَانَ اللّٰهُ عَزِيْزًا حَكِيْمًا﴾ ‘‘او الله لهٔ ازله ښه غالب ، ښه حکمت والا دی.’’(الفتح 7:48) يعنې د كَانَ ترجمه یې نهٔ ده كړې ، حال دا چې كله لفظِ كَانَ د الله تعالٰى لپاره استعمال شي، نو عمومًا د دوام او استمرار معنٰى افاده كوي، لكه د ابن عباس رضي الله عنهما نه نقل دي (صحيح البخاري، التفسير، سورة حم السجده) ، نو د ﴿وَاللّٰهُ غَفُوْرٌ رَّحِيْمٌ﴾ ترجمه ده: ‘‘او الله ډېر بخښونكی، بې حده رحم كوونكی دی.’’ او د ﴿وَ كَانَ اللّٰهُ غَفُوْرًا رَّحِيْمًا﴾ معنٰى ده: ‘‘او الله لهٔ همېشه (لهٔ ازله) ډېر بخښونكی، بې حده رحم كوونكی دی.’’ مونږ په دې ترجمه كې تقريبًا په هر ځاى كې دغه د استمرار او دوام د معنٰى ډېر خيال ساتلی دی.۔ همدارنګه په ځينو نورو ځايونو كې هم كَانَ د دوام او استمرار معنٰى وركوي ، لكه: ﴿وَ لَا تَقْرَبُوا الزِّنٰۤى اِنَّهٗ كَانَ فَاحِشَةً﴾ ‘‘او تاسو زنا ته مهٔ نژدې کېږئ ، بېشکه دا لهٔ شروع نه غټه بې حیايي ده.’’ (بني اسرائيل 32:17) همدارنګه له نفي سره د كان معنٰى هم په ډېر دقت سره شوې ده.
قاعده ده چې زِيَادَةُ الْمَبَانِي تَدُلُّ عَلٰى زِيَادَةِ الْمَعَانِي، الحمد لله مونږ په ترجمه كې د دې قاعدې لحاظ ساتلی دی، لكه ﴿يَسْخَرُوْنَ﴾ معنٰى ده ‘‘مسخرې كوي.’’ (البقرة 212:2) او ﴿ يَّسْتَسْخِرُوْنَ﴾ ‘‘ډېرې مسخرې کوي.’’ (الصافات14:37) د دواړو په معنٰى كې فرق دی.
دغه يو څو شيان د مثال په ډول ذكر شول. او د دې مطلب دا هيڅكله نهٔ دی چې مخكيني علماء له دغو خبرو نه ناخبره وو، يقينًا هغوى له مونږ نه زيات عالمان وو او مونږ د هغوى له علم او تراجمو نه استفاده كړې ده، فَجَزَانَا وَ جَزَاهُمُ اللهُ خَيْرًا فِي الدُّنْيَا وَالْآخِرَةِ.
د ترجمې په وخت كې ما ته د هندوستان د يو عالم عبد الماجد دريا آبادي دا خبره ډېره صحيح او عملي ثابته شوه چې ويلي وو: تر ټولو مشكله ترجمه د قرآن مجيد ده.
د ترجمې په وخت كې مونږ د خپل وس مطابق د قرآن مجيد د پښتو، فارسۍ او اردو ژبې له ترجمو نه هم فایده اخيستې ده او د عربي ژبې د ګڼو كتابونو، لكه عربي تفسيرونه ، د حديثو، لغت، ادب او بلاغت كتابونه مو د يو لفظ د مفهوم معلومولو لپاره څو څو ځلې كتلي او مطالعه كړي دي.
په اخر كې زه له خوږو لوستونكو نه هيله كوم چې په دې ترجمه كې چې كومې نيمګړتياوې او غلطيانې درمعلومې شي، نو مونږ پرې خامخا خبر كړئ، د دې لپاره چې اصلاح يې وشي.