ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
په تهداب کې بیرته ډکون :ډولونه او پروسیجر . Back Filling in Foundation: Types and Procedure
بیرته ډکون څه شی دی ؟
په ساختمان جوړونه کې دساختمان د تهداب او نورو برخو استحکام لپاره د ساختماني کارونو پرمهال د ایستل شوې خاورې بیاځلې کارول بیرته ډکون بلل کیږ ي.
هغه فکتورونه چې بیرته ډکون اغیزمنوي.
i. د بیرته ډکون لپاره د سمو موادو غوره کول .
ii. د بیرته ډکون خاورې تخته کول .
iii. د بیرته ډکون موده .
د بیرته ډکون ډولونه .Types of Back Filling:
د بیرته ډکون لپاره کارول شوو موادو په اساس ،بیرته ډکون په لاندې ډولونو ویشل کیږي .
زیږه دانه خاوره .Course Grained Soil:
زیږه دانه خاوره کې جغلداره او شګلنه خاوره راځي او له کلی شګې څخه تر ښه درجه بندي شوي جغل او شګلن جغل پورې تقسیم بندي کیږي .
له ټیټ تر متوسط پلاستیک پورې میده دانه درجه بندي شوې خاوره .Fine-Graded Soils Of Low To Medium Plasticity:
په عضوي کلی کې له ټیټ تر متوسط پلاستیکت پورې (جغلداره ،شګلن او سلټ کلی او کمزورې کلی ) او غیرعضوي سلټ او ډیر میده دانه شګه له ټیټ پلاستیک سره (سلټ او میده دانه شګه او کلی سلټ ) په دې ډله کې راځي .
تجارتي – پأتې شونې تولیدات .Commercial By-Products
د تجارتي پاتې شونو کارول لکه د ډبرو سکرو ایره او د بټیو ایره دبیرته ډکون لپاره کیدای شي هغه ځای کې ګټور وي چیرته چې دا مواد په اسانه پیداکیږي .د ډبرو سکرو ایره کیدای شي د سپک وزن ډکوونکو موادو په توګه تر 25 فوټه لوړ دیوال لپاره وکارول شي.ددې موادو مناسب والی به د ډکون غوښتنې وړ حالت او غوښتونکو خواصو پورې اړه ولري.
کنترول شوې ټیټ مقاومت مواد:CLSM (Controlled low strength material)
کنترول شوي ټیټ مقاومت مواد یا CLSM په خپله تخته کیدونکي ،بهیدو وړ ،ټیټ مقاومت سیمنټي مواد دي چې په ابتدايي شکل په بیرته ډکون کې د تخته شوي ډکون پرځای کاریږي.عام CLSM له اوبو ،پورتلنډ سیمنټ، ،ډبرو سکرو ایرې ،میده دانه شګې او جغل او یادواړوه څخه متشکل وي .د ډبرو سکرو ایره د انرژیو د تولید له بټیو ترلاسه کیږي .
د بیرته ډکون د پروسو پړاونه .
1. وړاندې له دې چې د بیرته ډکون پروسې پیل شي ،باید ډاډ ترلاسه شي چې د تهداب کانکریټو ته لږه ترلږه اوه ورځو پورې اوبه ورکول شوي .ځکه که ډکون ډیر زر وشي هغه درزونه کوي .
2. هغه ځمکه چې دا ډکون پرې ترسره کیږي باید له ډول خځلو ،کمزورو تیږو او ښیښو پاک وي .که په ساحه کې اوبه وي هغه باید لرې کړای شي .
3. هغه مواد باید مالوم کړای شي چې د تهداب د بیرته ډکون لپاره کاریږي .د بیلابیلو موادو مخلوط لکه ډبرې ،خاوره او تیږه سره یوځای کاریږي .هغه خاوره چې ډیر لمدبل ځان کې ساتی د تهداب لپاره ښه نه دی .
4. هڅه وشي چې د بیرته ډکون مواد له کیندل شوې خاورې څخه وي .
5. کیندل شوي مواد باید له هرډول ناپاکه موادو لکه غټې تیږې ،واښه او خځلو پاک وي .
6. له کنجونو څخه ډکون پیل شي او باید ډاډ ترلاسه شي چې په ټولو برخو کې د خاورې پیړوالی یوشان وي .
7. د ساحې د څنګونو د ۱۲ انچه ډکون لپاره اکسکواتور ماشین وکاروۍ .بیا له وروسته خاوره تخته کړۍ او رولر وکاروۍ .همدغه پروسیجر د ټول ډکون لپاره وکارول شي .
8. ډکون باید د طبقو په شکل وشي چې د هرې طبقې پیړوالی له 15cm څخه تر 20cm پورې وي .
9. هرې طبقې ته اوبه ورکول شي او د دروند وزنونو سره تخته شي .
10. په هیڅ شرایطو کې باید توره ایره خاوره د ډکون لپآره ونه کارول شي .