په جرمني کې د افغان ژورنالیستانو لپاره پناه دغوښتنه
هغه ژورناليستان چې افغانستان کې یې ژوند په خطر کې دی کولای شي چې د بې پولې ژورناليستانو ټولنې ته چې جرمني کې ده په لاندې برېښليک ایمېل واستوي او له هغوی څخه د مرستې غوښتنه وکړي.
دا برېښليک ادرس داسې دی
nothilfe@reporter-ohne-grenzen.de
په امریکا کې د ژورنالیستانو د خونديتوب ټولنه
همدا شان تاسې کولای شئ چې په امریکا کې د ژورنالیستانو د خونديتوب ټولنې ته په لاندې برېښلیک او تلیفون په اړيکه کې شئ.
دا ټولنه په نړیواله کچه د ژورنالیستانو د خونديتوب لپاره کار کوي، که چېرې تاسې دوی په دې پوه کړئ چې تاسې له کوم ګواښ سره مخ یاست، دوی به ضرور تاسې سره مرسته وکړي.
کېدای شي ستاسې برېښلیک بېرته ځواب نه کړي، ولې که چېرې مو د برېښلیک د نه رسېدو ځواب ترلاسه نه کړ ډاډه اوسئ چې ستاسې برېښلیک رسېدلی دی او دوی به یې ضرور په خپل وخت ځواب کړي.
ددې ټولنې ویب سایټ CPJ.ORG دی چې نور مالومات یې په لاندې ډول دي. تاسې کولای شئ چې د امریکا وخت په نظر کې نیولو سره په لاندې شمېره ورته زنګ هم ووهئ او د مرستې غوښتنه ترې وکړئ.
emergencies@cpj.org
info@cpj.org
+12124651004
ښځې په ژورنالېزم کې
دا هم د ښځينه ژورنالستانو یوه نړيواله ايتلافي ټولنه ده چې د نړۍ له ګوټ ګوټ څخه ښځينه ژورنالستانې ورسره همکاري کوي، دوی هم اړيکې لري، که چېرې تاسې وکولای شئ خپله ستونزه او متوجه ګواښ ورته سم روښانه کړئ، کېدای شي درسره مرسته وکړي. ځکه دوی په افغانستان کې د بدلون وروسته د اګېست له 15 تر همدا نن د سپټمبر د میاشتې تر پایه 161 هغه ژورنالیستان ژغورلي چې ثابته کړې یې ده چې دوی ته ګواښ متوجه دی.
د تېرو ګواښونو د ارزونې له مخې دوی پوهېږي چې په نړۍ کې تر ټولو ډېر خطر په افغانستان کې ښځينه ژورنالیستانو ته متوجه دی.
برېښليک او نور معلومات یې په لاندې ډول دي
saftey@womeninjournalism.org
د همدې ټولنې د اړيکو عمومي معلومات په لاندې ډول دي
womeninjournalism.org
info@womeninjournalism.org
=======
دا معلومات او دې ته ورته نور معلومات موږ په یوټیوب چينل هم خپاره کړ. کېدای شي د افغان ټپس یوټیوب چينل هم وګورئ.
https://www.youtube.com/c/AfghanTipsBE/videos
کېدای شي د افغان ټپس پاڼه د ځينو معلوماتو لپاره وګورئ.
https://www.facebook.com/afghan.Tips/
======
====