ژباړه: محب ارمل
يادونه: که څه هم د جنسي اړيکو په اړه دينې عالمانو، ډاکټرانو … او نورو ډېر څه ويلي او آن پدې برخه کې يوازې په پښتو هم څو کتابونه چاپ دي خو بيا هم کمی موجود دی، ما چې دا مقاله و لوسته خوښه مې شوه، که څه هم تر ډېره طبي جوړښت لري خو رواني اړخ يې بېل خوند لري ما وې چې لوستونکو ته به خامخا په زړه پورې واقع شي او ډېرې نوې خبرې به پکې ولولي نو ځکه مې پښتوکړه ، او يوه وړه ورته ليکنه مې له محور خبري سايټ هم پکې داخله کړې چې غل مې ونه بولئ.
کله چې د افراط او تفريت په اړه خبرې کيږي زموږ ذهن د خوراکي موادو بې احتياطه او زيات لګښت ته ور اوړي، د افراط او تفريط موضوع يوازې په خوراکي موادو کې مهمه نده، بلکې نور داسې اړخونه هم شته چې تعادل ساتل يې ستاسې روغتيا ته ګټور دي. پدې لړ کې به په جنسي اړيکو کې د افراط او تفريط په زيان پوشئ. په سکس کې افراط او تفريط ستونزې پېښوي او ممکن ستاسې جنسي قوه له جدي ستونزو سره مخ کړي.
پدې اړيکوکې چې کله د افراط او تفريط خبرې کوو شايد، نه همغږي، ناخوښي، تشې منځته راتلل يا زياتې وقفې، د دې کار لپاره د لازمې عاطفې نشتون او دغسې نور فکتورنه په تصور کې را وګرځي خو دا ستونزې په افراط او تفریط پورې زيات تړاو نلري.
د پخوانيو متونونو پر بنسټ او د ابن سينا په قول پدې اړيکو کې افراط او تفريط د روحي ستونزو سربېر د مېرمن او خاوند روغتيا ته هم زيان اړوي، ابن سينا وايي: دې اړيکو ته پام کول او تعادل پکې ساتل د ګډ ژوند د بريا راز او د جوړو (مېرمن او خاوند) د روغتيا تضمين کوونکې چاره ده .
۱ ـ جنسي اړيکې کومې ګټې لري؟
د جنسي اړيکو په اړه شوې څېړنې څرګندوي چې زياتې ګټي لري، د اضافي او معضرو موادو خونسا کېدل، د بدن او دروني اندامونو پاکېدل دي يې يوه ګټه فرض کړئ. ابو علي سينا وايي دغه پاکي د انسان په روح او روغتيا مثبت تاثيرات لري. د چستۍ احساس، د مېرمن او خاوند خوشالي هم ددې عمل ګټې دي. د جنسي اړيکو په واسطه کاذب دردونه کميږي او فاعل ته تسکين ورکو کولی شي.
په ډېری طبي کتابونو کې دې ته اشاره شوې چې منظمې جنسي اړيکې د هورمونونو په تنظيم، د بدني دردونو په کمېدو، د ګنګس حالت يا سر خوږۍ په درملنه، د کليوي ناروغيو په مخنيوي او د رواني مشکلاتو په لمنځه وړلو کې فوق العاده رول لري. دغه راز اشتها زياتوي چې پدې سره هم په بدن کې د ډېری ګډوډيو مخه نيول کيږي.
۲ ـ د جنسي اړيکو وخت ته پام وکړئ
د دغه اړيکو د ټينګولو وخت ته طب کې ډېر پام کړی او پدې برخه کې پوهانو زياتې څېړنې او پلټنې کړې دي، دې موضوع ته پام کول د مېرمن او خاوند په روغتيا کې مهم رول لري. د دې موضوع يو مهم اړخ د جنسي اړيکو آداب پېژندل او وخت ته پام کول دي، پدې برخه کې څېړنې وايي چې د لوږې په وخت او دغه راز له ډوډوۍ خوړلو ورسته سمدستي سکس جدي زيان لري، دې ته ورته فلکوريک طب هم دا وايي چې په لوږه دغه اړيکه نيول په روغتيا منفي تاثيرات غورځوي.
د لوږې په وخت او په ډوډۍ پسې سمدستي جنسي عمل د بدن فاعي قوه زيانمنوي او در ناروغيو د محوه کولو توان ترې اخلی، پدې سربېره د بدن سستي، د پوست بدرنګ کېدل، او آن د ويښتانو تويدل هم ددې اړيکو له زيانونو بلل کيږي. د جنسي اړيکو مديريت نه يوازې د خپلې روغتيا ساتنه ده بلکې پدې سره د ګډ ژوند ډېرې خوشالۍ هم تر لاسه کېدای شي.
که دا اړيکه په مناسب وخت وشي وجود ورسره سپکيږي، د خوښۍ احساس پياوړی کوي او د جنسي ستونزو او کمزوريو په حل کې هم مرسته کولی شي.
۳ ـ د جنسي اړيکې لپاره مناسب وختونه
دا چې په لوږه او برعکس په ډکه خېټه جنسي اړيکې زيان لري نو کوم وخت ددې اړيکې لپاره زيات مناسب دی؟ په طبي متونو کې په ډاګه شوې چې د جنسي اړيکې د ټينګولو ښه وخت له ډوډۍ خوړلو درې ساعت وروسته دی، که چېرې مېرمن او خاوند د دغه اړيکې لپاره اشتها ولري نو لازمه ده په ډکه ګډه دا کار ونکړي.
څېړنې ښيي چې له ډوډۍ ورسته زياته انرژي د بدن بېلابېلو برخو ته د وينې په رسولو مصرفيږي، او بدن په دې هڅه کې وي چې د غذايي موادو د جذب او هضم په عمليه کار وکړي. خو که په همدې حال کې جنسي اړيکه ونيول شي ممکنه ده ناروغيو ته بندې دروازې په خپله پرانيزو او خپل بدني مقامت کمزوری کړو، لدې سره سره مو د مفصلونو دردونه، د ملا دردونه…هم په وجود کې را پيدا کېدای شي. خو د شپې لخوا د جنسي اړيکو لپاره زيات مناسب وخت د شپې دريمه برخه بلل کيږي.
۴ ـ کوم وخت له جنسي اړيکو پرهېز وکړو؟
ډېری جوړې د جنسي اړيکو لپاره اصول، قوانين او معيار نلري. پداسې حال کې چې د جنسي اړيکو لپاره تقسيم اوقات او اصولو ته درناوی اړين دي، د طب پوهان پدې اند دي چې په بعضي وختونو کې بايد له جنسي اړيکو ځانساتنه وشي، چې له ځينو به ېې دلته يادونه وکړو.
که چېرته مېرمن يا خاوند کانګې کړي وي ښه ده چې څو ساعته دا کار ونکړي، هغه کسان چې د معدې تکليف، د ادرار ستونزې، د کلمو مشکل… لري درملنه د وکړي او څو چې تداوي نه وي شوې بهتره ده له جنسي اړيکو ځان وساتي.
دغه راز د روحي او جسمي فشارونو، اضطراب، تشويش، ستړيا… په وخت هم د جنسي اړيکې نيول زيان لري، کله چې دا ستونزې رفع شي او نورمال حالت منځ ته راشي بيانو ښه ده چې دا اړيکه ټينګه شي. ځکه په غير نورمال حالت کې بدن کافي انرژي نلري چې پدې برخه کې مصرف شي. دغه راز د زنانه مياشتنۍ ناروغۍ او نورو ناورغيو په وخت بايد حتمي له جنسي اړيکو پرهېز وشي .
۵ ـ افراط او تفريط چليپا کړئ
تعادل نه يوازې په جنسي اړيکو کې ټاکونکی رول لري بلکې دا د ژوند تر ګردو مهم اصل هم دی، په جنسي اړيکو کې افراط او تفريط نه کول د انسان روحي وضعت نورمال ساتي او د روغتيا تر څنګ د خوښۍ احساس ورکوي.
طب دا کله هم نه مني چې يو جوړ انسان دې د تل لپاره جنسي اړيکه پريږي بلکې دا کار امکان نلري کومه غيريزه چې د جنسي اړيکې په واسطه محوه کيږي د انسان په فطرت کې اغږل شوې او داسې ممکنه نده چې غير له جنسي اړيکې د محوه شي او که هڅه وشي چې له جنسي اړيکې په لوی لاس پرهېز وشي نو په لسګونو ناروغۍ را ولاړولی شي. ځکه چې ددې اړيکې په واسطه د وجود اکثره مکروبونه خونسا او له وجود خارجيږي. کله چې دغه غريزه محوه نشي نو د بدن سستي او دروند والی، د لګن د هډوکو دردنه، سر دردي… او نورې نارغي پيدا کيږي. دلته به هغه کرښې هم ولولئ چې ما له محور سايټ را واخستې . ژباړن
(( د یوې نوې څېړنې پر بنسټ هغه جوړې چې په اوونۍ کې لږ تر لږه یو ځل جنسي اړیکه ټینګوي ورځ تر بلې خوښي محسوسوي. لېکن، په اوونۍ کې د اړیکې ټینګولو ډېر تکرار دا خوښي نه زیاتوي او برعکس د جنسي اړیکې پر کیفیت منفي اغېز شیندي.
دا څېړنه د (تورنټو میسیساګا) پوهنتون په کاناډا کې تر سره کړې. اېمي میوس، د دې څېړنې اصلي محقق وايي که څه هم د جنسي اړیکې ډېر تکرار له ډېرې خوشالۍ سره باید تړاو ولري خو جالبه دا ده چې په اوونۍ کې تر یو ځل ډېره جنسي اړیکه لرل د پام وړ خوښي نه بخښي.
هغه افراد چې په میاشت کې یې یو ځل جنسي اړیکه لرلې، تر هغو خلکو کم خوښ ول چې په اوونۍ کې یو ځل سکس کوي. د دې تحقیق پایلې د ټولنیزې روانپوهنې او شخصیتي علومو په ژورنال کې خپرې شوې دي…))
تاسې د جنسي اړيکو په تفريط خبرې واورېدې خو پدې اړيکو کې افراط او اسراف کومې ستونزې را ولاړولی شي؟ دلته به يې ولولئ .
معمولا په جنسي اړيکو کې افراط د جيګر کمزوري، د معدې ستونزې، د سترګو ضعفي، د غوږنو ضعفي، ستړياوې، عصبي ناروغۍ، د پوست بدرنګي، د رېږد يا لړزې تکاليف منځ ته راوړي، نو اړينه ده چې پدې برخه کې جوړې تعادل مرعات کړي او خپله روغتيا اوږد مهاله کړي.
۶ ـ جنسي ستونزې او د هغو حلارې
طبي څېړونکي د جنسي قوې د تقويي لپاره بېلابېلې لارې په ګوته کوي، دوی سربېره پر روحي، فردي او شخصيتي توپيرونو د يوه انسان د ژوند تېرولو سبک او کار ته هم پام کوي.
د جنسي ستونزو د حل بهترينه او غوره لار د جوړو د ژوند ډول او سبک ته پام کول دي. ارواپوهان او طبي ډاکټران هم د جنسي ستونزو د حل لپاره، د منظم او کاپي خوب، ورزش، له مېرمن سره عاطفي اړيکې لرل، موسقي، مېوه جات، بېلابېلې ګياوې کارول، نظافت ساتل، ښه خوراک کول، عطر کارول… او ورته نور سکون بښونکي عمال، روابط او خوراکي توکي توسيه کوي.
د دې ستونزو يوه حل لاره له خپلې مېرمن يا خاوند سره ژور عاطفي اړيکي لرل هم دي کله چې مينه وي کله چې نفرت، تشدد، بخل، غربت … نه وي نو دا ستونزه نه را منځ ته کيږي . البته ځينې ستونزې جدي وي چې بايد ډاکټر ته مراجعه وشي.
پای ۱۳۹۴/۱۰/۵
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.