• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په جګو بسترونو (Raised bed) کې کرنه

Home ژباړهپه جګو بسترونو (Raised bed) کې کرنه

په جګو بسترونو (Raised bed) کې کرنه

ژباړه: احسان الله لمر

دريمه برخه
جګ بستر يا raised bed ستاسې د باغ په پورتنۍ پلاټ کې جوړېږي، په دې کې د باغ سطحه د خپلې اصلي سطحې څخه جګېږي.
جګ بسترونه یو شمېر ګټې لري. د جګ بستر په جوړولو سره کولی شو چې خاوره په اسانۍ سره سمه او اصلاح کړو او هم يې د غوره ذهکشۍ لپاره برابره کړو. خاوره په پسرلي کې په چټکۍ سره تودېږي او وروسته بیا په مني کې له سړېدو سره مخ کېږي. په جګ بستر کې ساتنه اسانه وي چې پکې هيڅ يا لږ تایليج ته اړتيا وي او د دې تر څنګ د اصلي باغ په پرتله په دې کې لږ هرزه بوټي موجود وي. د دې له امله چې دا ډول بسترونه د باغ د معياري پلاټونو په پرتله کوچني وي، نو دا به اسانه وي چې د سبزيجاتو حاصلات پکې لاسته راوړو.
په کومو صورتونو کې په جګو بسترونو کې سبزيجات وکرو؟
دا ډول بسترونه په سړو اقليمونو کې او د وختي کرل کيدونکو کرنيزو نباتاتو لکه salad greens، پیاز او نخودو لپاره ګټور دي. ځکه چې دا ډول خاورې د ځمکې د سطحې خاورو په پرتله 8-10 درجو پورې ګرمې وي.
په هغه صورت کې چې د باغ خاوره درنه او يا په کمزوري ډول سره زهکشي ولري، نو دا ډول بسترونه ورته یو ښه انتخاب کيدلی شي؛ ځکه چې جګ بسترونه د دې له امله چې جګوالی لري، د ځمکې د خاورې پلاټونو په پرتله په چټکۍ سره وچېږي او د دې تر څنګ په دې بسترونو کې کرل شويو کرنیزو نباتاتو تر منځ اکسیجن په ازاده توګه دوران کوي.
جګ بسترونه د تودوخې خوښوونکو سبزيجاتو لکه رومي بانجانو او مرچو لپاره غوره دي، دغه سبزيجات په دې ډول بسترونو کې ګرم او وچ پاتې کېږي، ځکه چې دې دا ډول بسترونه له درې خواوو څخه د لمر او هوا پوسيله احاطه شوي وي.
دغه ډول بسترونه د ريښه لرونکو کرنیزو نباتاتو لکه جغندرو، ګازرو، موليو، کچالانو او نورو لپاره یو زبردست انتخاب دی، ځکه چې په دې کې خاوره ازاده وي او سبزيجاتو ته اجازه ورکوي چې په اسانۍ سره په دې خاورو کې پراختيا ومومي.
په جګو بسترونو کې د رومي بانجانو کرنه له اسانه او عملي انتخابونو څخه دی تر څو په کتاري شکل سره وکرل شي.
پای

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

شيندونکې کرنه_ څلورمه برخه د تخم لاسي کرنه

Jan 11, 2018

ژباړه: احسان الله لمر لاسي کرنه په تیاره شوې ځمکه[...]

شيندونکې کرنه

Jan 1, 2018

ژباړه: احسان الله لمر دوهمه برخه د شیندلو په ډول[...]

شيندونکې کرنه –  پنځمه برخه

Jan 17, 2018

ژباړه: احسان الله لمر             [...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022