لیکنه: عبدالواسع خانزاده
لکه څرنګه چی د ژورنالیزم پوهان وایی ژورنالیزم د څلورمې قوې حیثت لري او مطبوعات د دولت او ولس ترمنځ داړیکو د پول رول ادا کوي. کله چې ولس غواړې خپلې غوښتنې دولت ته و رسوي نو مطبوعاتو ته مراجعه کوي او مطبوعات د هغوی غږ د دولت تر لوړ پوړو چارواکو رسوي، ملت د مطبوعاتو له لارې د دولت په کړنو ځان خبره وي. دا چې مطبوعات په جنګ کې څه ډول استمالیږی د هرهېواد مطبوعات ځان ته قانون لري او د هغه قانون مطابق خپله پالیسي په مخ وړي خوبیا هم مطبوعاتو ښه استعمال په جنګ بوختې ډلې یا خلک سولې او دهېواد پرمختک ته رابولي او ناوړه استعمال یې هېواد یا ټولنه د تباهي کندي ته غورځوي چې پدې اړه په ځينې جنګونو کې د مطبوعاتو په استعمال لیږ رڼا اچوم .
د ریښتینو مطبوعاتو له اړینو دندوڅخه یوه دنده دا دی چې دولت یا بل هیڅ اورګان دې ته نه پریږدې چې ولس وغولوي اویا د هغوی په حق سترګی پټې کړي. موږ د ځینو داسې پیښوشاهدان یو چې په افغانستان کې بېلابیلو نومونو جنګې ډلو زموږ ډیر بی ګناه هېواد وال و وژل او ډیریې بندیان کړل خوپه دې ورستیوکې په افغانستا ن کې د ازادو مطبوعاتو په راتګ سره ډیر په بې رحمانه ډول دا فغانانو وژنې ولیدل شوې چې ځینې پیښې د ازادو مطبوعاتو لخوا بربنډې شوې چې له هغه ورسته د افغانستان په پیښو کې که ډيری یا کموالی نه وي راغلی خوعاملین یی ولس ته رسوا شول په خوله به یی ویل مو ږ حقوق بشرغواړو خو اصلي څیرې یې بل ډول وې. د ټاکنو په ترسره کولو کې هم مطبوعاتو خپل ارزښت ښودلی دی هغه کسانو چې په تقلبی ډول خپل ځانونه جمهوري ریاست او یا وکالت ته روسول خو د مطبوعاتو لخوا څه نا څه افشاشوې دي.
دا چې مطبوعات کومه اجرایه قوه نده. دوی د دولت او ولس ترمنځ د خبرونو د رسولو دنده په غاړه لري او هغه کسان چې ملي ارزښتونه تر پښو لاندې کوي د هغوی اصلي څیره په مختلفو بڼوښیې که څوک جنګ ته لمن وهې هغه ټولنې ته ورپیژنې چې ملت ته رسوا شي او پدې اړه یوغربي پوه وایې : چی زه دیوه زبر ځواک په نسبت د یوې ورځپانی څخه زیات ډاریږم . نو ځکه د مطبوعاتو استعمالول په جنګ ډیر ارزښت لري چې د مثال په تو ګه یی له یو څو جنګونو څخه مثالونه را خلم لکه د طالبانو سره په جنګ کې، دعراق په جنګ کې د ریندان د کمپنې فعالیتونه چې په خلکو با ندې یې دامریکا بیرغونه ویشل او د امریکایي عسکرو د راتلو په وخت کې یې دنده دا وه چې په نهه اویا ۷۹ هېوادونو کې د مطبوعاتو خبرونه ترڅارنې لاندې ونیسې ترڅو په جنګ دامریکا په پلوي خبرونه خپاره کړي. د دې په بدل کې به مطبوعاتو خپل امتیاز ترلاسه کاو چې ښه مثال یې د ریندان ګروپ دی او دا دې ښکارندوي کوي چې ټول ژورنالیستان او رسنۍ خپلواکي نه دي هرې رسنۍ یو طرف ته کارکړی او د هغه په ګټه یې تبلیغاتې جنګ په مخ وړی چې نن یې په خپل هېواد کې ثبوتونه موږ او تاسو په خپلو سترګو وینو.
اوس په ۲۱ پیړۍ کې د نظامې جنګونو ځای سوړ یا تبلیغاتې جنګ نیولی دی او تل د خپل سیال په وړاندې د مطبوعاتو لوبه په مخ وړي او دې ته ورته په نړۍ کې په ډیرو نورو جنګونو کې د مطبوعاتو نقش له ورایه ښکاري خو د ځینو هېوادونه مطبوعاتو چې په جنګ ښه نقش اداکړی له هغه وروسته خلکو له مبطوعاتو سره مینه پیدا کړې چې ښه مثا ل یې د جا پان دوه لوې جګړې دي چی لمړۍ جکړه یې ۱۸۸۵ـ ۱۸۹۴ م کال کې له چین سره کړی وه او دوهمه لویه جګړه یی په ۱۹۰۵ــ ۱۹۰۶ م کال له روس سره وکړه چې له دې جګړو وروسته د جاپان خلکو له مطبوعاتو سره مېنه پیدا شوه. او مطبوعاتو يې دانساني ژوند په ښه کیدو کې خپل رول لا زیات کړ له بلې خوا مطبوعات خلک ملي وحدت او ارضی تمامیت خوندي کولو ته رابولې خو دا دنده یوازې هغه رسنۍ ترسره کوي چې د پردیو لپاره خپل هېوادو نه قربانوي. په روانه پیړۍ کې چې هرڅو ک ځان قدرت ته رسوي نو د مطبوعاتو له لارې د تبلیغ او پروپاګند څخه په پراخ ډول استفاده کوي ترڅو خپلې پالیسي او د تیر وخت د لاسته راوړنو په اړه ځان ولس ته ورنږدې کړي. په مقابل کې له ولس څخه رایه اخلې او دا د مطبوعاتو برکت دی چې سیاسون د زور ایا قدرت په ځای اوس د رسنیو له لارې ځان واک ته رسوي. اوس هرڅو ک غواړې چې د مطبوعاتو له لارې سیالې ترسره کړي که موږ داخلې او خارجې رسنۍ تعقب کړو دوی تل د خپل سیال په وړاندې مطبوعاتې جنګ پرمخ بیا یې هغه که د دلتونو، نړیوالوټولنو او که دسیمیزوهېوادونو ترمنځ وي.
د مطبوعاتو ارزښت ته په کتو مطبوعات باید په جنګ د ولس ګټې په نظر کې ونیسې نه د اشخاصو که داسې استمعال شې مطبوعاتو به خپل رسالت هم اد ا کړی وي او د خلکو زړونه بې هم لاسته راوړې وي لکه څنګه چی خلک په ژورنالیستانو اعتبارکوي نو ژورنالستان باید خپل اعتماد حفظ کړي خو زموږ رسنۍ او اکثره ژورنالیستان له خپلواکۍ لرې ښکاري زه له ژورنالیستانو او رسنيو څخه دا غوښتنه کوم چې د خپل هېواد ملي ګټي، ملي ارزښتونه، ملي یوالی او داسې نور د پردیو لپاره قرباني نکړي بلکه تقویه کړي. د یوسوکاله، اباد او پرمختللې افغانستان په هیله.