ليکنه: احمد طارق منهاج
په بلاربښت يا حاملګي کې د دواګانو استعمال په پنځه ګروپونو ويشو چي په لاندي ډول تري يادونه کوو :
ګروپ A : په دې ګروپ کي هغه دواګانې شاملي دي چي په حاملګي کي يې د استعمال مسؤنيت يا بي ضررتوب قبول شوی دی يعني دا ګروپ درمل په ډاډه زړه کولی شو د باردارې يا حاملګي په دوران کې استعمال کړو. مثالونه يي levothyroxin , folic acid …
ګروپ B : ددي ګروپ درمل هغه درمل دي چي ممکن مسؤن يا بي ضرره وي يعني په حيواناتو کي چي دا درمل استعمال شوي دي کومي بدې اغيزې يې نه دې تر سترګو شوي.مثالونه metformin, hydrochlorothiazide, cyclobenzaprine, amoxicillin.
ګروپ C : ددي ګروپ درمل بايد په احتياط استعمال شي په حیواناتو کي څيړنو ښودلي چي C ګروپ درمل ځيني ناوړه اغيزي لري او ممکن په جنين او يا مور باندي هم بد تاثيرات ولري نو دا درمل که ورته اړتيا ونه ليدل شي او يا يې په B ګروپ کې بديل موجود وې نو نه دي کارول کيږي ، يعني داسي سمه شديده اړتيا. مثالونه : tramadol, gabapentin, ciprofloxacin , amlodipin.
ګروپ D : په دي ګروپ کي هغه درمل شامل دي چي په جنين باندې يې بدې اغېزې ليدل شوي او منل شوي دې نو په همدي لحاظ ددي ګروپ له درملو څخه د بلاربښت يا حاملګي په دوران کي بايد استفاده ونه شې ، مګر په هغه حالت کي چې د مور ژوند ته ګواښ کونکي حالتونه موجود وي يعني په life thearating حالت کې دا درمل هم استعمالوالی شو ځکه چې مور ته يې د ژوند خطر وې نو ماشوم دې خداي په … مثالونه يې lisinopril, alprazolam, losartan, , lorazepam ، clonazepam.
ګروپ x : په دي ګروپ کي هغه درمل شامل دي چې په ښکاره ډول يې بدي اغيزي په جنين او حامله ميندو باندي ليدل شوي دي دا په دي مانا چي د دي درملو له کبله چي کومي بدي اغيزي رامنځ ته کيږي نږدې د هري دوا بدي اغيزي هم معلومي دې . يعني ښه په خرپ ضررناکي دي چې دا ضرر مور او ماشوم دواړه ته متوجه کيدلی شي ..
مثالونه يې : atorvastatin, simvastatin, warfarin, methotrexate, finasteride
يادونه : يو بل ګروپ درمل هم د NA ګروپ په نوم ځينې ويب سايټونه او کتابونه اضافه کوې چي په کي هغه درمل شامل دي په کوم چي مطالعات او څيړنې نه دي شوې .
هيڅ وخت بايد بغير د داکتر د مشوري څخه درمل په خپل ونه خوړل شي ، خو په حاملګي کي د درملو استعمال ډيرخطرناک دی ځکه په حاملګي کې د دواګانو استعمال ډيرې زياتې ناوړې اغيزي لري لکه ،
• د ماشوم د ضايع کولو خطر
• د زړه ولادي ناروغيو CHDته زمينه برابرول( عام خلګ يي د زړه د سوري ناروغی بولي)
•د ماشوم د عصبي سيستم نقيصي چي د دماغې تاخر يا په ساده ژبه بي عقل او ساده والی…
•د مکمل سر يا بلي عضوي نه جوړيدل …
•له خپل وخت مخکې يا ورسته د ماشوم د زيږون سبب کيدل
•او په لس هاو نور …
نو هر کله که ضرورت پيښ شي او داکتر موجود نه وي نو بايد په لاندي ډول د درملو د حاملګي ګروپ معلوم شي او له هغه نه ورسته بيا که د A او B ګروپ درمل استعمال هم شي ډير به خطرناک نه وي
۱_ بايد د دواخاني فارميسست ته وويل شي چي دا درمل د حاملګي له نظره په کوم ګروپ پوري اړه لري ، که هغه نه پوهيده نو
۲_ هر درمل يه د معلوماتو پاڼه لري چي ممکن د هماغي پاڼي له رويه د دواخاني فارميسست يا تاسي خپله د هماغه درمل د حاملګي ګروپ پيدا کړئ.که دا پاڼه هم نه وه نو
۳_ که انټرنيټ مو درلو نو په ګوګل کي د دوا نوم په انګليسي وليکئ او ورسره وليکئ pregnancy category نو حتماً به تاسو ته دهماغه درمل د حاملګي ګروپ په لاس درشي خو که اينټر نيټ هم نه وه نو
۴ _ د فارمکولوژي کتابونه پسي وگورئ او که په موبايل کي د دوا ډکشنري لرئ له هغه نه استفاده وکړئ
۵_ که کوم ملګری مو داکتر يا فارمسيست وي نو ورته زنګ ووهئ او ځان اطمیناني کړئ چي دا درمل د حاملګي په کوم ګروپ پوري اړه لري او بيا يي وکاروئ.