• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په خشتکارۍ جوړولو کې اهنګاف. Pointing in Brick Masonry Construction

Home انجنیريپه خشتکارۍ جوړولو کې اهنګاف. Pointing in Brick Masonry Construction

په خشتکارۍ جوړولو کې اهنګاف. Pointing in Brick Masonry Construction

په معماري ساختماني کارونو کې اهنګاف د خشتکارۍ او سنګکارۍ لپاره د مسالې جینټونو وروستي زینتي کار دی.اهنګاف د ساختماني کارونو هغه وروستی زینتي کار دی د خشتککارۍ په جینټونو کې له 10 تر 20mm ژوروالي پورې د ښه کیفیت مسالې په ورکولو سره بیاځلې ډکیږي څو ښکلی ښکاره شي.په لوڅو معمارۍ کارونو کې ،جیټونه ترټولو کمزورې برخه وي چې د باران له اوبو او لمدبل څخه زیات اغیزمن کیدونکې وي.

د اهنګاف کارۍ لپاره مساله . Mortar for Pointing Work
1. د چونې مساله 1:2 ( 1 چونه : 2 شګه )
2. سیمنټ مساله 1:3 ( 1 سیمنټ :3 شګه)
د اهنګاف لپآره د سطحې چمتو کول .Preparation of Surface for Pointing
د معمارۍ ټول جینټونه تر 20mm ژوروالي پورې رالوڅيږي په داسې حال کې چې په کې کارول شوې مساله لا نرمه وي.ورپسې جینټونه او سطحه پاکیږي او لمدیږي .
د اهنګاف میتود .Methods of Pointing
لکه مخکې چې وویل شو د سطحې له چمتو کولو وروسته ، د وړې ګلمالې په واسطه مساله په احتیاط سره په جینټونو کې ځای په ځای کیږي .ځای په ځای شوې مساله باید په هغه شکل وي څرنګه چې غوښتل شوی وي .کله چې تازه مساله په جینټونو کې ځای په ځای کیږي هغه باید په زور سره ټیل وهل شي څو له زړې مسالې سره ونښلي.اهنګاف شوې سطحه باید تر یوې اونې پورې لمده وساتل شي.
د اهنګاف ډولونه .Types of Pointing
1. فلش اهنګاف .. Flush Pointing
په دې ډول کې ،په لوڅ شوې جینټ کې مساله په زور سره ورننویستل کیږي او د مسالې اندازه د معماري واحدونو چې کیدای شي خښته ،تیږه او یابلاک وي له څنډو سره فلش وي .د ګلمالې په واسطه څنډې سیده کیږي . فلش اهنګاف ډیر مداومت لري ځکه دا ډول اهنګاف دګرد ،اوبو او نورو چاپیریالي عواملو پر وړاندې ښه مقاومت لري .

2. ټیټ اهنګاف . Recessed Pointing
په دې حالت کې ،مساله دننه خواته 5mm ټیل وهل کیږي .د مسالې ځای په ځای کولو پرمهال د یوې مناسبې وسیلې په واسطه عمودي ساتل کیږي ،دا ډول اهنګاف ډیره ښکلا لري.

3. ښکلی شوی اهنګاف . Beaded Pointing
دا ډول اهنګاف د اوسپنیز سیخ په واسطه د مقعرې څنډې سره جوړیږي .دا ډیر ښکلی ښکاري خو د اهنګاف نورو ډولونو په پرتله نازک وي او زر ماتیږي .

4. سټروک اهنګاف . Struck Pointing
دا د فلش اهنګاف یوه تعدیل شوې بڼه ده په کوم کې چې د اهنګاف مخ مایل ساتل کیږي ،پورته څنډه یې ددنه خواته 10mm ټیټ وي کوم چې په اسانه اوبه ایستلی شي.

5. جر اهنګاف . . Grooved Pointing
دا هم د فلش اهنګاف یوه تعدیل شوې بڼه ده چې په وسط لوړالي کې د اهنګاف یوې وسیلې په واسطه یو جر ویستل کیږي.دا هم ښکلی ښکاري.

6. ټک انهګاف . Tuck Pointing
په دې ډول اهنګاف کې لومړی په لوڅ شوي جینټ کې مساله ورټیل وهل کیږي او مخ یی فلش پریښودل کیږي .کله چې لامساله تازه وي ، په مرکز کې د 5mm پلنوالی او 3mm ژوروالي سره یو جر ویستل کیږي.بیا وروسته دا جر د سپینو سیمنټو په واسطه ډکیږي او دا داسې ډکیږي چې د جینټ له مخ څخه د 3mm په اندازه راوتلی وي .

7. د V اهنګاف . V- Pointing
دا ډول اهنګاف په فلش مخ کې د V شکل لرونکي جر په ورکولو منځ ته راځي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

په ورځنیو خبرو اترو کې لس عمومي تېروتنې

په ورځنیو خبرو اترو کې لس عمومي تېروتنې

Oct 10, 2015

ژباړه او راټولونه: مصطفی نور کیدای شي، د خپلو خبرو[...]

سردار محمد نعیم خان

سردار محمد نعیم خان

Jul 21, 2016

لیکنه: ګل آغا احمدي وردګ سردار محمد نعیم خان د[...]

Gul Rahman Rahmani ګل رحمن رحماني
ګل رحمن رحماني

د اوسني شعر بازار

Feb 24, 2016

لیکنه: ګل رحمن رحماني دا خبره له ډېر پخوا نه[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022