ژباړه: لاهورخان منګل
۱: له خلکو سره اړیکې پیدا کړئ:
هڅه وکړئ د ټولنې له هرډول خلکو سره اړیکه ونیسئ، د هغوی سره په ټولنیزه فعالیتونو کې ونډه واخلئ. یوازې په پخوانیو ملګرو اکتفا مه کوئ.
۲: تاید، تحسین، پذیرش:
د خلکو د هرې وړې او لویې لاسته راوړنې باید تحسین کړئ. د هغوی احساست باید تاید کړئ، د هغوی څخه پذیرش وکړئ یانې دریځ مو د دانتقادي څخه په مننونکي واوړي. داسې یو څوک باید واوسئ چې هرڅوک په اسانۍ سره وکولای شي تاسې ته زړه درد ووايي. په شونډو مو موسکا ساتل دا هرڅه ډاډه کوي.
۳: ځانګړی مهارت پیدا کړئ:
په ژوند کې په یوه برخه کې خامخا ځانګړی مهارت لاس ته راوړئ. د بېلګې په توګه که تحصیل کوی، نو یوه ځانګړې رشته خوښه کړئ، په هغه کې تر وروستی کچې علم حاصل کړئ څو په ټولنه کې د یوه ځانګړي مهارت په نوم وپیژندل شئ. یا هم ټولنې ته داسې ځانکړی مهارت وړاندې کړئ چې ستاسې د نوم په اوریدا سره ستاسې د مهارت ذکر هم وشي.
۴: د خلکو اعتبار لاس ته راوړئ:
څنګه کولای شو چې په ځان باندې د خلکو اعتبار زیات کړو او یا نوي پیژنګلوي درباندې اعتبار وکړي؟ دخلکو احساساتو، غوښتنو، ارزښتونو او ستونزو ته پاملرنه او ارزښت ورکړئ. لومړی پر دوی اعتبار وکړئ. هغوی ته باید وښودل شي چې تاسې پرې زړه خوږیږي، د هغوی په خوشالۍ خوشالیږی او د هغوی په خپګان خپه کیږی. د ارواپوهانو له نظره کله چې تاسې د خلکو سره غم شریکي وکړه او هغوی احساس کړه چې تاسې پرې زړه خوږیږي، د هغوی باور په تاسې پیدا کیږي.
۵: وضاحت:
هروخت مو باید ارزښتونو ته پام وي. ځینې خلک د همدې ارزښتونو په رڼا کې یا بریا ته رسیدلي وي او یا هم په ژوند کې ورته ترې درد رسیدلی وي نو په دې اساس هغوی ته ارزښت او اهمیت لري. خپله موخه او لیدلوری مو باید ښکاره او واضح وي. هغوی ته باید خپل دریځ هروخت روښانه کړئ.
۶: غوږ نیول:
تر بل هرڅه په بل چا باندې د نفوذ پیدا کولو لپاره غوږ نیول ډیر اړین دي. غوږ نیول داسې یو مهارت دی چې د اړیکو په پیدا کولو او ساتلو کې بنسټیز رول لوبوي. غوږ نیول باید په داسې توګه وي چې ستاسې ټوله پاملرنه( د بدن حرکات، د سترګو تماس) یوازې خبرې کوونکي ته متوجه وي. که یو څوک غواړي تاسو سره د یو څه په اړه بحث وکړي، که چیرې تاسې کوم بل کار کوئ، هغه باید و ځنډوئ، تلویزیون مو خاموش کړئ، کمپیوټر مو بند کړئ، تلفون مو کیږدئ، داسې باید وښودل شي چې هغوی خبرې تاسې ته تر بل هرڅه ډیرې اړینې دي.
۷ :خلکو ته ارزښت ورکول:
د خلکو څخه باید مننه وکړئ، هغوی باید وپوهول شي چې د هغوی شتون ستاسې په ژوند کې حیاتي رول لوبوي. ستاسې په اړه د هغوی رول او همدارنګه په ټولنه او یا هم د کورنۍ په چاپیریال کې د هغوی رول څخه باید ستاینه وکړئ.
۸: خدمت:
نورو ته باید خدمت وکړئ، داسې خدمت چې په کولو سره یې تاس کوم وظیفوي مسولیت نه لرئ، یانې عامه چوپرتیاوې.
۹: خپلې تېروتنې ومنئ:
هیڅ انسان پوره نه دی، یوازې الله پوره دی نو په دې اساس په ژوند کې داسې وخت راځي چې د یوچا څخه تېروتنه کیږي. کله چې تاسې تېروتنه وکړه نو پایلې یې باید ومنئ، د تېروتنې له امله باید بښنه وغواړئ او دا ومنئ چې تاسې تېروتنه کړې اوپه راتلونکې کې د نه تکرار ډاډ ورکړئ. همدا رانګه کله چې د کوم څه په اړه له تاسې پوښتنه وشي، که نه پوهیدلی نو باید دا حقیقت ومنئ او خلکو ته یې ښکاره کړئ چې تاسې په دې برخه کې مالومات نه لرئ اود مالوماتو او یا هم د ځواب پیدا کولو لپاره به اړینه هڅې وکړئ.
۱۰: ایا غواړئ تر ملیونو خلکو ورسیږئ؟
که غواړئ چې نفوذ مو ترملیونه خلکو ورسیږي نو د خپل ژوند په اړه داسې یوه جالبه کیسۍ ولرئ چې له مخې یې خلک په تاسو باور وکړي. وروستیو څیړنو ښودلې چې کله خلک یوه جالبه( منفي او مثبت) کیسۍ واوري، د هغوی په دماغو کې د اکسیټوسین په نوم ماده افرازیږي. دا ماده د اعتماد، باور، مینې، احساساتو ماده ده چې سمدستې یې له تاسو سره مینه او په تاسې باندې يې باور پیداکیږي. کیسۍ مو باید داسې نه وي چې تاسې پکې هروخت ځان هغه د چاخبره ؛ هیرو؛ وښیی بلکه تاسې د یوه کرکټر په توګه، د یوه خاکساره خو زیارکښ او هوډمن وښودل شئ. راتلونکي سلو کلونو کې به زموږ او تاسې څخه هیڅوک هم شتون ونه لري، راځئ چې د ژوند داسې یوه کیسه ولرو چې پاتې پیړۍ مو په ویاړ سره کیسه خپلو اولادونه ته تکرار کړي.
ستاسې د بریا په هیله!