لیکنه: محبوبه خپلواک
IQ(Intelligence quetion)يا د هوښ ضرب
EW(Emotionl intelligence quetion)يا هيجانى هوښ
اکثره خلګ د هوښ دضرب سره بلد دي او په مفهوم يې پوهيږي. خو هغه څه چې ډېر لږ خلګ يې پېژني او په اړه يې اورېدلى دي د خلګو EQ ده يا هيجانى هوښ. هماغه څه چې ارواپوهانو د نظريې پر بنسټ د خلګو د برياليتوب لامل کېدى شې؛هماغه څه چې د خلګو اندېښنې او وېرې په کنټرولولو کې مرسته کولى شي.کلونه کلونه پوهانو داسې انګېرل چې IQد خلګو د برياليتوب يوازني لامل دي؛ خو نن ورځ دا نظريه رد شوې ده او ويل کيږى چې EQ د خلګو دبرياليتوب او ناکامۍ تر ټولو مهم لامل دي؛
د ځېنو څرګندونو پر اساس EQ تر IQ ډېر مهم ګڼل کيږي او ډېر پراخ مغهوم لري چې IQ د هغه يوه برخه تشکيلوى، خلاقيت، د نورو سره ښې اړيکې، د پنځه ګونو حواسو څخه مناسبه استفاده او مناسبه تجربيات لرل دEQ په ټولګه کې شامل دي.خو دا ويلى شو چې هيجانى هوښ د ودې او پراختيا وړتيا لري؛ هر څومره چې خپل او د ماشومانو EQ په ښه توګه مديريت وکړو هغومره مثبت تاثيرات په خپل ژوند او راتلونکى کې وينو.
د بېلګې په توګه: نن ورځ په ټوله نړۍ کې هر چاته کارى امنيت ترهر څه په لومړيتوب کې قرار لري خو دا امنيت به د هغو خلګو سره وي چې د لوړ EQ څښتن واوسئ، وکولى شي د نورو خلګو سره مناسبې اړيکې ونيسي. خو د EQ موضوع په دې ځاى کې نه ختميږي ؛د ګډ ژوند څخه رضايت درلودل، خوندور ټولنيز اړيکې درلودل، مناسبه دنده يا د خوښې دندې درلودل، د والدينو ترمنځ ښې اړيکې د خپلوماشومانو سره، عبارت له هغو مواردو څخه دي چې د سمې کارونې په اساس ښه وده او پراختيا مومي.
You also might be interested in
لیکنه: ګل احمد احسان شاید ځیني کسان دفیسبوک په اړه ډېر[...]
لیکنه : عبدالواسع خانزاده مور د الله ج له ډیرو[...]
۷۵ لنډي ادبي جملې راټولوونکی: نوراحمد فضلي نور مي حالت[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی