ژباړه: عطا محمد میاخېل
په کور باندې وارخطایۍ خپل تور څادر غوړولی و، هر چا یوې او بلې خوا منډې وهلې، تر څو ورکه شوې غاړه کۍ او بنګړي پیدا کړي، د پروین زړه ټوپونه وهل، رنګ یې الوتی او حال یې ډېر خراب و، هره شېبه یې خپلې شونډې په غاښونو چیچلې، خاوند به یې ورته ویل : وه ښځې ښه فکر وکړه چېرته به دې ایښي وي، هېر شوي دې دي .
مګر پروین په تته ژبه ویل : نه نه ښه مې یاد دي، کله چې د شکیلا له واده نه بېرته کورته راغلم، غاړه کې مې له غاړې، بنګړي مې له لاسونو وویستل او په بکس کې مې کېښودل، نه پوهېږم، چې ولې مې غاړه کې او بنګړي ورک شوي دي ؟ ستونی یې را ډک شو او ورو یې ژړا پیل کړه .
هغې له خپلو طلاوو سره ډېره زیاته مینه لرله او په ورکېدو یې ډېره غوسه او خواشینې وه، او ځان یې نه شو کنټرولولی .
د کور په بله خونه کې جمیلې د ډېرې وېرې او خپګان له امله یوه او بل لوري ته قدمونه وهل . هغه له خپل کار څخه پېښمانه وه او نه پوهېده، چې ولې یې دا کړنه ترسره کړې ده، اوس به د مور اوپلار پوښتنو ته څه ډول ځواب ورکوي .
هغه ډېره وېرېده، که چېرې مور او پلار یې پوه شي، چې دا کار دې ترسره کړی دی، څه به ورسره وکړي .
د پلار غږ یې اورېده، چې مور ته یې ویل : وه د جمیلې مورې ! له هغې ورځې تر ننه څو ورځې تېرې شوې دي ؟ کوم پردي سړي دې کورته، تګ و راتګ کړی دی ؟ ښه در په یا د کړه، معلومه به شي !
پروین چې رنګ یې الوتی او د هرې شېبې په تېرېدو سره د خپلې غاړه کۍ او بنګړیو له پیدا کېدو څخه ناهیلې کېده، وویل : ژر تر ژره څوک غل ونیسم . د کالي وینځونکې ګلالۍ مور د ډوډۍ پخونکي ( نانوای ) رجب مېرمن، د شبنم مور ؟ څوک ؟ زه په هغوی ټولو باور لرم، چې هېڅکله دا ډول کار نه کوي، یو عمر یې په دې کور کې اوبه او ډوډۍ خوړلې او کار یې کړی دی .
په همدې شېبه د منصور ورور سره له خپلې مېرمنې او اولادونو د دوی کورته راغلل . پروین چې د لېوره ښځه په خپل وړاندې ولیدله په شونډو یې مسکا خپره شوه، تابه ویل، چې هېڅ هم نه دي پېښ شوي او خپلو مېلمنو ته یې ښه راغلاست ووایه .
ملېمانه دوه شپې او دوه ورځې د دوی کره پاتې شول . په دې دوه ورځو او شپو کې پروین خپلې ټولې اندېښنې او غمونه هېر کړل او په خپل ذهن کې یې ځای نه ورکاوه، داسې نه چې کومه ورځ د لېوره ښځې له پیغور سره مخامخ شي . مګر د هغې پر ځای جمیله ډېره خواشینې او نا آرامه وه . له ټولو پټ به یې ژړل او نه پوهېده چې څه وکړي .
لمر لا خپل زرین څادر له سیمې څخه نه و ټول کړی، چې مېلمانه خپل کورته لاړل، یوځل بیا د ورکې شوې غاړه کۍ او بنګړیو په باب د منصور او پروین اندېښنو زور واخیست .
په هغه شپه جمیلې د کور ټول کارونه ترسره کړل، ډېره ستړې شوې وه، غوښتل یې، چې ویده شي، د کوټې په یوه ګوښه کې یې ځانته ځای جوړ کړ او بړستن یې په خپل سر را کش کړه . وروسته یې د بړستنې له څنډې څخه خپل مور و پلار ته وکتل او بیا په ژړا شوه، څو شېبې وروسته هماغسې خوب وېوړه .
پروین او منصور حیران او اندېښمن ناست ول .
منصور پروین ته مخ ور ور وګرځاوه او وې ویل : د جمیلې مورې ! ښه دې وکړل، چې زما د ورور او د هغه د مېرمنې په وړاندې دې څه ونه ویل، کنه نو تر څو چې ژوندۍ وې د هغوی له پېغورونو او ملنډو څخه به نه وې خلاصه شوې . وروسته یې سر د خپلې مېرمنې خواته ورنږدې کړ او وې ویل : اصلي غل باید پیدا شي .
پروین لاس تر زنې ناسته وه، د خپل خاوند خبروته یې غوږ نیولی وؤ او هماغه ډول د اندېښنو توپاني څپو په مخه کړې وه، نه پوهېده، چې څه وکړي ؟
جمیلې عادت درلود، چې په خوب کې به یې خبرې کولې، په همدې وخت کې یې داسې خبرې پیل کړې :
ما … ما څه کړي وای، هغه له ماسره مینه لرله او ما د خپلې مور طلاوې ورکړې .هی هی زه څومره بې عقله وم . په ما یې څه، چې بایسکل یې ورک شوی وؤ ………… قیسه ! زما د مور طلاوې دې څه کړې ؟ هغه بېرته راکه، زه به مې مور ته څه ځواب ورکووم …… هی هی .
د جمیلې د خبرو په اورېدو سره پروین او منصور حیران شول، یو بل ته یې وکتل . هېڅ باور یې نه کاوه، چې جمیلې دې دا کار کړی وي .
جمیلې یو ځل بیا شونډې پرانیستې او خبرې یې پیل کړې، خو دا ځل مور و پلار یې د هغې په خبرو پوه نه شول .
پروین حیرانه وه، غوښتل یې، چې جمیله را ویښه کړي، مګر منصور یې مخه ونیوله، ورته وې ویل چې ویده شي او تر سبا پورې انتظار وباسي، چې جمیله نور څه وایي .
دواړه له زرګونو اندېښنو سره وېده شول .
جمیله د دوی مشره لور، نازدانه او د ښو اخلاقو لرونکې وه . هېڅکله یې باور نه شو کولای، چې دا کار دې هغې کړی وي . پروین نیمه شپه له خوبه را ویښه شوه او تر سهاره یې سترګه پټه نه کړه، د نورو ورځو په پرتله نن له خوبه ژر را پاڅېده او تر پخوا یې زیات د جمیلي حرکتونه څارل .
جمیله په بیړې له خوبه را پاڅېده، په کراره یې خپل مخ و لاسونه پرېمنځل او د چای په پیالې پسې لاړه .
پروین په کراره هغه را وغوښته، خپل څنګ ته یې کېنوله او ورو ـــ ورو یې د خپلې غاړه کې او بنګړیو په اړه له هغې سره خبرې پیل کړې .
جمیله ډېره وارخطا او رنګ یې والوت، کله یې چې خبرې کولې، نو ژبه یې بنده ـــ بنده کېده، پروین چې کله د هغې حالت ولید، نو ور معلومه شوه، چې غاړه کې او بنګړي جمیلې غلا کړي دي .
هغې غوښتل، چې د غلا د څرنګوالي او لاملونو په اړه نوره هم پوه شي، نو له دې امله یې په ډېرې مهربانۍ جمیله په مخ ښکل کړه او ورته وې ویل : لورې ! څه فکر کوې، چې دا کار به چا کړی وي ؟ زه پوهېږم، هغه څوک تا لیدلی کوم، چې زما غاړه کې او بنګړي یې اخیستي دي، ووایه مور دې درنه ځارشه، زه پوهېږم، چې ته خبره یې !
جمیله چې تر سخت روحي فشار لاندې راغلې وه، اوښکو یې له سترګو څخه د ګرېوان په لور لارې جوړې کړې، ټول ځان یې له ډېرې وېرې رپېده، په همدې حال کې یې په دوه خوا او لوړ غږ وویل : مورجانې ! ستا غاړه کې او بنګړي ما اخیستي دي .
پروین په لوړ غږ چیغه کړه : تا ولې ؟ څه دې کړل ؟ څه دې کړل ووایه ؟
جمیلې په ژړا د دروازې لورته اشاره وکړه او وې ویل : ستا طلاوې مې هغه ته ورکړې، قیس ته ….. د دې خبرې په کولو سره ژړا یې لا زور واخیست او زیاته یې کړه مور جانې ! بد مې کړي ….. توبه مې ده .
پروین په غوسه وویل : وه نجلۍ ! قیس څوک دی ؟ د خدای په قهر ککړه شې .
جمیلې خپلې مورته د قیس په اړه ټوله کیسه وکړه او وې ویل : د ښوونځي په لار کې د قیس په نامه له یوه هلک سره مې لیده کاته وشول او دواړه سره دوستان شولو، ورو ـــ ورو مو دوستي په مینه بدله شوه، قیس به هر وخت ماته قېمتي ډالۍ راوړلې او ویل به یې، چې ژوند هغه دی، چې ښه تېر شي؛ ما به هم کله نا کله هغه ته پیسې ورکولې . له ورځو یوه ورځ مې ولیدل، چې هغه ډېر ژاړي، کله چې مې د ژړا د لامل پوښتنه ترې وکړه، هغه را ته داسې وویل : بایسکل مې ورک شوی او د پلار له وېرې نه شم کولای، چې کورته لاړ شم . ما ډاډ ورکړ او ورته ومې ویل : ته نن کورته لاړ شه؛ یو څه بانه کړه تر سبا پورې یې زه چاره کووم .
کله چې په هغه ورځ کورته راغلم، هر څومره چې وګرځېدم پیسې په لاس رانغلې، نو سترګې مې ستا په غاړه کې او بنګړیو پرېوتې، هغه مې غلا او سبا د ښوونځي په لار کې کله چې قیس زما لیدو ته راغی، نو هغه ته مې ورکړل، تر څو یې خرڅ کړي او په پیسو یې ځانته بایسکل واخلي . قیس ډېر خوښ شو . د همغې ورځې په مازدیګر یې نوی بایسکل واخیست، کله چې له ښوونځي څخه رخصته شوم، نو را وېښوده .
مګر له هغې ورځې وروسته، نه پوهېږم، چې قیس ولې زه پرېښودم او لاړه ؟
ما له ځان سره فکر وکړ، کېدای شي له دې وېرې به یې پرېښې یم، داسې نه چې زه پېښمانه شم او یا په دې اړه چاته څه ووایم، نور زما لیدو ته رانغی .
وروسته خبره شوم، چې هغه له بلې نجلۍ سره ملګری شوی دی، مګر باور مې نه شي.
جمیله څو شېبې خاموشه وه، وروسته د پسرلنۍ ورېځو په شان یې ژړا پیل او زیاته یې کړه : ما فکر کاوه، چې د دې غلا پړه به د بل چا په غاړه شي .
وروسته یې په ژړا پروین ته وویل : مور جانې ! ما وبښه !
پروین د خپلې لور له وهلو و ټکولو او ښکنځلو وروسته په ژړا شوه . منصور چې د دروازې له شا د دوی خبرې اورېدلې وې، نو مداخله یې وکړه او خپله مېرمن او لور یې آرامه کړه او جمیلې ته یې په ډېرې حوصلې سره ډاډ ورکړ او وې ویل : لورې ! د قیس کور چېرته دی ؟
جمیلې وویل : زما ټولیګوالې حمیرا لیدلی دی . درې واړه د حمیرا کورته ورغلل، شېبه وروسته له حمیرا سره د قیس کره ورغلل . کله چې د دروازې زنګ یې وواهه، نو قیس له کوره را ووت . کله چې هغه جمیله او نا پېژاندي کسان ولیدل، وارخطا او رنګ یې والوت.
شېبه وروسته یوه ستره دعوه پیل شوه، د قیس مور له خپل زوی او د جمیلې مور له خپلې لور څخه ملاتړ کاوه او قیس د انکار په ژبه ویل، چې جمیله درواغ وایي ماته یې څه نه دي راکړي .
شاوخوا ګاونډیان او لارویان را ټول شول او د دې صحنې ننداره یې کوله .
په همدې وخت کې د قیس پلار له دندې څخه د کور په لور را وګرځېده او د سیمې وکیل هم راغی، لنډه دا چې دواړه کورنۍ د پولیسو یوې نږدې حوزې ته لاړل، په پای کې قیس د پولیسو د مسولانو په وړاندې اقرار وکړ، چې جمیلې ده ته د خپلې مور غاړه کې او بنګړي ورکړي دي؛ ده په هماغه ورځ خرڅ کړي؛ بایسکل یې پرې اخیستی دی او اوس چې له دې مسلې څخه یوه اونۍ تېره شوې، له هغو پیسو څخه ده سره څه نه دي پاتې . د قیس پلار هم د خپل زوی جرم ومانه او وې ویل : کله مې چې پیسې پیدا کړې، نو د دې قېمت به ورکړم .
د قیس موراو پلار، چې یو یې معلم او بل یې د دولت مامور وو، په ډېر عذر او زارۍ سره د جمیلې مور او پلار ته وویل : اوس خو له موږ سره دومره پیسې نه شته چې د یادو طلاو تاوان درکړو او له تاسو سره دا ژمنه کوو، چې په راتلونکې کې به دا پیسې خامخا درکوو .
د پولیسو مسولانو د جمیلې له مور او پلار څخه وغوښتل، چې د قیس مور او پلار ته بښنه وکړي .
د جمیلې پلار، چې ولیدل ملامته یې لور ده، هغوی ته یې بښنه وکړه او ټول په خوشالۍ سره د خپلو کورونو په لور روان شول .
جمیلې خپله ملامتیا ومنله او له خپل مور او پلار سره یې په کلکه ژمنه وکړه، چې په راتلونکې کې به دا ډول کړنې نه ترسره کوي .
You also might be interested in
ژباړه: نورالله غازي يار په بعداد كې د معتصم[...]
ژباړه: شرر ساپی د بني تيم مشر عبدالله بن جدعان د[...]
ژباړن : عطا محمد میاخېل بشپړ نوم یې[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی