لیکنه: پوهنمل خوشدل معروف
په نړۍ کې د ماهيانو مختلف ډولونه موجود دي چې په مختلفوځايونو کې لکه بحر، سيندونه،نهرونه اونوروکې ليدل کېږي مونږ يوازې يوڅوډوله چې د ګرانو هيوادوالواوبزګرانو لپاره عايد لاسته راوړای شي اوزيات توليدکوي يادونه کوو:
۱ـ موري ماهي (مريګل ، موراکها )
دا ډول ماهيان د تازه اوبو واښه خوړونکې ماهيان دي چې په ټول جنوبي آسيا هيوادوکې ليدل کېږي د خپلې خوږې غوښې له کبله ډيرد خوښې وړده دغه ماهي په فارمونوکې په زياته اندازه روزل کېداي شي.
پيژندنه يا ظاهري جوړښت :
د دي ماهيانو وروستنۍ برخه لږ څه ژوره او سليټي او ځينې وخت د مسو پشان رنګ لري سرېې وړوکی او په خوله کې جوړه بريتونه لري د لکۍ د پرې والي (غوڅوالي ) له مخې پيژندل کېږي پورتنی شاپردلکۍ په نسبت سرخواته نژدې وي د سر څخه علاوه نورټول بدن يې فلسونه لري يا په فلسونو پوښل شوي دي سترګې يې شنې دي او خوله يې نسبتاّ لاندې طرف ته وي او نرۍ شونډې لري
خصوصيات:
په تازه اوبوکې ښه روزل کېږي د ولاړواوبوپرځای په روانواوبو کې هګۍ اچوي ددوې د روزنې اونسلګيرۍ لپاره 18.3co_37.8co تودوخه مناسبه ده خو په منځنۍ توګه د نسلګيرۍ لپاره 22co_31co تودوخه ترټولو مناسبه ده
خواړه :ـ
د اوبو په لاندنۍ سطحه کې د آبي بوټو ،وراسته شوي عضوي موادوڅخه تغذيه کوي خپلې هګۍ په چکړواو شګو کې اچوي
د نسل روزنه :ـ
نرماهي په يو کلني کې او ښځينه ماهي ديوکال نه وروسته بلوغ ته رسيږي ښځينه جنس يې د 1.5kg وزن په لرلوسره 200000 (دوه سوه زره ) زيړې يا سرې هګۍ اچوي د هګيو اچولو وخت يې د جون څخه تر اګست پورې وي ( د جوزا،سرطان او اسد) د هګيو اوږدوالي1.5mm وي چې په اوبو کې تر3_4mm پورې پړسيږي د تودوخې د درجې په نظرکې نيولوسره د 16_24h پورې د هګۍ څخه بچې راوځي ددې کبانو وزن په 6 مېاشتوکې340gr اواوږدوالي يې24cm وي.
د نسل روزنه :ـ
نوموړی ماهي په ولاړواوبوکې هګۍ نه اچوي په طبعي توګه د سيندونوپه غاړه د جون څخه تر اګست پورې سرې رنګې بې شمېره 1900000 هګۍ اچوي په هغه صورت کې چې د ښځينه ماهي 5kg وزن ولري بچې يې په يو کال کې20inch پورې اوږدوالي اود يو کېلوګرامه څخه زيات وزن اخلي اوکچېري کافي خو راک ورته ورسيږي وزن يې1.5kgپورې رسيږي
۳:ـ تهيلاء ( catla catla ):
دا ډول ماهي د جنوبي اسيا په هيوادونو کې پيدا کېږي
پيژندنه يا ظاهري جوړښت :
د دواړو خواوڅخه نري وي د پورتنۍ حصې څخه منځنۍ حصه تقريباّ لږ څه غټه وي په ټول بدن باندې فلسونه لري بريتونه نلري لاندنۍ ژامه يې تقريباّ افقي او لږ څه غټه وي د ملا شاپر يې نسبتاّ لاندنۍ شاپرته لږ څه سر ته نژدې وي او تقريباّ تور يا سيلټي ته مايل رنګ لري د شاپرونو رنګ يې تور وي اعظمې اوږدوالی تر 6ft پورې رسيږي.
خصوصيات :ـ
درېايې ماهی دی خود همواروځمکوپه اوبو،جهيل او لښتوکې ليدل کېږي او لږ څه تروې اوبه هم تحمل کولای شي په ولاړواوبوکې هګۍ نه اچوي د جون څخه تر اګست پورې هګۍ اچوي بچې يې په اسانۍ سره نورو ډنډونو ته انتقاليدلی شي.
خواړه :ـ
واښه خوړونکی ماهي دی، واړه چنجي او واړه نباتات په ډيره مينه خوري چې د اوبوپه سطحه خواړه ځانته پيداکوي چې ددوې بچې هم د حشراتو اونباتاتو څخه د اوبو په سطحه کې خواړه پيداکوي
د نسل روزنه :
دا ماهي تقريباّ په يو کلنۍ کې هګۍ اچولوعمرته رسيږي چې په يوموسم کې400000 پورې هګۍ اچوي چې16h_24h پورې ترې بچې راوځي او په يوه نيمه مېاشت کې ځوانۍږي د نسلګيرۍ لپاره 80fo_90fo مناسبه درجه ده چې باراني موسم ورته موافق وخت پيژندل شوی دی په کال کې د 10inch_15inch پورې غټيږي چې وزن يې تقريباّ 1.25kg پورې رسيږي که شرايط ورته مساعد شي اوږدوالي يې28inch ته او وزن يې2.5kg ته رسيږي په درې کالوکې وزن 20kg ته رسيږي
۴ـ سلور کارپ ( silver carp):
اصلي هيواد يې د چېن هيواد دی چې جنوبي اسياء روسيه او نورو هيوادو ته صادرېږي ښه روزنکی د خوږواوبو ماهيان د يخو لږ څه ترشې اوبه هم تحمل کولای شي.
ظاهري جوړښت :
مخروطي شکل لري سرېې نری او ګول وي په پاسنۍ ژامه باندې نخښه لري ، سترګې وړې، لاندنۍ ژامه يې لږ څه بهر خواته راوتلي وي بدن يې په سپينو فلسونو پټ وي چې د ليدلوپه وخت د سپينوزرو په څير ځلېږي شاپرونه يې تور رنګ لري
خواړه :
نوي زيږيدلي مايکروسکوپيک نباتات او غټ ماهيان يې تازه او وراسته شوي نباتات خوري په فارمونو کې دوې ته پوستکي د مصنوعي غذا په توګه ورکول کېږي
د نسل روزنه :
نوموړي نسل په ولاړو اوبوکې هګۍ نه اچوي په طبېعي ډول دجون څخه تر اګست پورې ژيړرنګه يا نيلي رنګه اوګول هګۍ اچوي کوم چې دپنځه دقيقوڅخه وروسته غوړېږي د اوبو د جذبولو وروسته قطر 4.76mm ته رسيږي د بچېانو اوږدوالي يې4.9mm وي سلورکارپ نسبت تيلاماهي ته ډيرژرغټيږي په يوکال کې وزن يې2kg_2.5kg ته رسيږي ددوهم کال تراخره پورې وزن تر4kg پورې رسيږي دا نسل د نورو ماهيانو سره يوځای هم ښه روزل کېږي
ګلفام (cyprinus carpio) :
ختيځ اسياء، فلپين ،روسيه او د اروپا په هيوادونو کې پيداکېږي
پيژندنه يا ظاهري جوړښت :
جسم يې اوږد دخولې مخکنۍبرخه يې مخکې خواته وتلي وي چې خوله کې درې کتاره غاښونه اودوه بريتونه لري چې يوه جوړه يې ډير واړه وي د ملا شاپر يې غټ وي چې د لاندنۍ شاپرپه مقابل کې واقع وي.
خصوصيات :ـ
درېايې ماهي دی چې دبحردسطحې څخه 325ft په لوړوالي سره هم روزل کېدای شي مګرد 500ft څخه کم اود 1900ft څخه زياته ارتفاع کې د تودوخې20co_25co ددوې لپاره مناسبه وي بچې يې زيات مقاومت لري يعنې تر لرې فاصلې پورې بې لدي چې هلاک شي د انتقال وړ دي
خواړه :
ددي ډول ماهي د غذا خوړل ډير عجيب او غريب حالت لري او حيرانونکی دی هغه داسې چې ټول نباتات،چنجي ،خوساشوي نباتات ،خوسا سابه ټول يوځل خوله کې اچوي چاڼوي او خوري پاتې مواد يې بېرته په اوبوکې پرېږدي د ضرورت په وخت کې ورته مصنوعي يا کيمياوي خواړه هم تياريږي په جاپان کې دوريښمو چنجي اوپه اروپا کې د جوارو او الوګانو خوراک ورته ورکول کېږي
دنسل روزنه :ـ
په بندو اوبوکې د جنوري څخه تراپرېل پورې او په خلاصواوبوکې د پسرلي په موسم کې 750000 زيړته مايل رنګه هګۍ اچوي کوم چې 1.5mm_2mm پورې اوږدوالي لري، سرېښناکه وي ، په آبي نباتاتو اونورو شيانو پورې نښلي لومړی هګۍ څخه په 18co کې په 6 ورځو کې، په 25co تودوخه کې په 3 ورځو کې او په 30co تودوخه کې په 2 ورځوکې بچې راوځي چې په 10 مېاشتو کې ځوانۍ ته رسيږي په يوکال کې وزن يې1.25kgاو په دوهم کال کې2.5kg ته رسيږي که چېرې په ډنډکې دماهيانو اچولوڅخه مخکې د چاڼولو عمليه سرته رسيږي نو ماهيان به نورهم غوښېن شي
۶:ـ تلاپيه :
نوموړی ماهي په فلسطين،مرکزي اسياء، جنوبي امريکا، جنوبي هندوستان او سري لنکا په سيندونو کې پيداکېږي د جسامت په لحاظ دغه ماهي مستطيل شکله وي د ملا شاپر يې غت وي تقريباّ د ټولې ملا په امتداد خپور شوی وي يا پروت وي د تلاپيه نسل دوه لوي نسلونه موجود دي چې يو ډول يې هګۍ په خوله کې نيسي او بچې راوړې اوبل ډول يې هګۍ د اوبوتل ته پرېوځي اوهلته نښلي او بچې تر راوځي.
تلاپيه د ګرمواوبوماهي دی په 25co_30co پورې تودوخه کې د دوي د ودې مناسبه تودوخه ده مګرتردې په زياته تودوخه کې هم اوسيدلای شي مالګين او پيکه اوبه هم زغملی شي په طبېعي ډول نبات خوړونکې دي مګر خوسا شوي شيان ،ژوندي شيان اود ماشولارواوي هم خوري د تودوخې ددرجې سره سم دکال په اوږدوکې د 4_6 ځلې پورې هګۍ اچوي د عمرد 5_6 مېاشتو پورې د ځوانۍ مرحلې ته رسيږي اوهردوه مېاشتې وروسته دنسلګيرۍ وړ ګرځي نظرنسل ته د هګيوشمېر توپيرکوي ښځينه جنس يې200_800 پورې هګۍ اچوي د بالغ ماهي وزن يې تر 2.5kg پورې رسيږي چې ډيرګټوردي اودروزلولپاره ډيرښه مناست دي يوبل ښه خصوصيت يې دادی چې ډيره تودوخه زغملی شي اوپه مالګينواوبو کې هم ښه وده کوي او همدارنګه په تنګ ځای کې هم ژوند کولی شي لدې کبله په لږه ساحه کې ددوې حاصل زياتوي د اکسيجن کموالی هم زغملی شي اود امراضوپه مقابل کې مقاومت لري په ډنډو اوبوکې هګۍ ږدي نسلګيري يې اسانه وي او ډيره خوږه او خوندوره غوښه لري
ګراس کارپ (Gross carp):
نوموړي کبان واښه خوړونکي دي د خپل وزن څخه زيات خوراک کوي لدي کبله د هغه غير ضروري نباتاتود ختمولولپاره روزل کېږي ،ژر پرې حمله کوي او ختموي خوندوره غوښه لري نوموړي کبان د جنوبي اسياپه ډيرو هيوادونو کې هنګري،رومانيه ،پولېند،امريکا اواستراليا کې پيدا کېږي
پيژندنه يا ظاهري جوړښت :
فلس لرونکی ماهي دی سرېې ګول اوجسم يې اوږد وي پورتنۍ ژامه يې نسبت لاندنۍ ژامې ته غټه وي بريت نلري او شاپرونه يې تور وي لکۍ يې دوه شاخه ګول وي دجسم پورتني برخه يې سليټي رنګه افقي کرښې وي وړه او ګول خوله لري اعظمې اوږدوالي يې1.5m او وزن يې32kg ته رسيږي
خواړه :
د بچېانو ابتدايې غذايي مايکروسکوپيک نباتي اجسام دي خو کله چې جسامت يې3cm ته ورسيږي نونرم او کلک نباتات خوړای شي ډيرفضله مواد توليدوي چې د نورو ماهيانولپاره غذايي مواد برابروي.
د نسل روزنه :ـ
نوموړي کبان په ګرموسيموکې په درې کالوکې او په سړوسيمو کې د 5_7 کالوپورې ځوانيږي، نارينه ماهي يې نسبت ښځينه ماهي ته يوکال مخکې بلوغ ته رسيږي، د اپرېل په مېاشت کې د هګيومرحله يې شروع کېږي د تودوخې ددرجې لوړوالی او ټيټوالی د هګيو ورکولو مرحله موثره کوي چې 18co_25co پورې ورته مناسبه ده په روانواوبوکې هګۍ ږدي چې په اخره کې په شين رنګه هګۍ بدليږي دتودوخې په 28co_31co کې د 19h_23h پورې بچې د هګۍ نه راوځي چې په يوکال کې وزن يو کېلو ګرام اودوهم کال کې 2.5kg ته رسيږي که چېري شرايط ورته مساعد شي وزن يې ددې څخه زياتيږي.
۸ـ مهاشير ماهي :
داماهي په بنګلاديش،پاکستان ،هندوستان کې اوهمدارنګه سرې لنکا کې هم پيدا کېږيچې خلک يې په مېنه ښکار کوي
پيژندنه يا ظاهري جوړښت :
جسم يې اوږد ،د شا رنګ شين لاندنۍ برخه يې زيړه اوسپينه وي بريتونه لري شاپرونه يې سور رنګ لري د يخواوبوماهي دي چې په غرنيوسيمو،درېابونو،ويالو اوداوبوپه ذخايرو کې پيداکېږي
خواړه :ـ
ددي ماهيانو خواړه چېجيان دي
دنسل روزنه :
د اپرېل څخه تر سپتمبر مېاشتو پورې هګۍ ږدي شګلن محيط خوښوي هګۍ پکې اچوي چې د هګيو اوږدوالي يې2mm ته رسيږي هګۍ يې د دروندوالي له کبله د اوبوبېخ ته رسيږي د يو بالغ ماهي اوږدوالي 6ft او وزن يې4.5kg وي البته په هغه صورت کې چې اوږدوالی يې10ft ته ورسيږي