لیکنه: سیدحسین الله سادات
لکه څرنګه چي مو مخکينۍ ليکنه کې بې لاينه يا Wireless تيکنالوجي او بعضې مفاهيم ولوستل اوس غواړو د هغو په مرسته ځيني نورې تيکنالوجۍ
هم وپيژنو چه له جملې څخه يې يوه هم په خپل سر پيژندونکي ياهم Automatic identification
تيکنالوجي ده.
په دې کتګوري کې ډير الات راتلای شي، خو له جملېڅخه يې مونږ يوڅو د نمونې په ډول تربحث لاند ې نيسو، اول ډول يې چه شايد ټول ورسره اشنايو هغه
بارکوډ ريډرز(Barcode readers) دی چه په لويو مغازو ياهم سوپرماکيټونوکې دشيانو دپيژندلولپاره استعماليژي. ددې په مټ د مغازې کارکوونکی په ډيري اسانۍ سره کولاي شي دهغه کوډ يا رمز چه په علمي اصطلاح ورته Barcode وايي دهغې په واسطه دشيانو قيمت اوټول مربوط معلومات درک کړي.
خو بارکوډ يواځې هغه څه پيژندلای شي چه له وړانې یې په مربطه ډيټابس کې ذخيره شوي وي او همدارنګه دمعلوماتو د ذخيره کولو وړتياهم نه لري او ديوبلې نيمګړتيا درلودونکی هم ده هغه داچه په کمه اندازه کېکولای شيان وپيژني.
دبارکوډ ريډر (Barcode reader ) دنيمګړتياوو دکابوکولو لپاره نوي اله چه په مخففو انګريزي تورو ښودل کيږي اختراع شوي ده چه نوم يي RFID ده.
اوس (RFID) څه شی ده?
راډيوفريکوينسي ايډينټي فيکيشن يا(RFID ) يوعمومي اصطلاح ده چه دهغه سيستم دتشريح لپاره کاريژي کوم چې د راډيويي څپو په واسطه د يوه شخص يا يوجسم پيژندنه ديوه سريال نمبرپه رقم ليژدوي.ياد سيستم ته ډيری وخت بي اړيکي يا( contact-less ) سيستم هم وايي ځکه چه پکشي دانسانانو رابطه ديره کمه ده.
دغه سيستم لکه چه مو مخکي ورته اشاره وکړه د (پخپل سر پيژندونکي ) يا Automatic -ID له سيستمونو نه ترټولو خاص سيستم ده چه په ليري فاصله کي شيان تشخيص کولاي اوپيژندلاي شي او هم دخپلي ځانګړي حافظي په درلودلوسره معلومات ذخيره کړي .
د يادو سيستمونو نه يواځې مقصد دانساني مشقت او هڅې کمښت و چې په دې سيستم کې حتی ورته د پای ټکی ايښودل شوی او هيڅ ډول منځ ګړي کارکوونکي ته ضرورت نه لري اوټول ممکنه کارونه په خپل سرکوي.
د (RFID) جوړښت:
ياده اله له دريو خاصواو مهمو برخو جوړه ده .
لمړی:- Tag
دوهم:- Reader
دريم:- Host computer
ټيګ (Tag) څه شی ده?
يوه کوچينۍ راډيويي اله ده چې په اتوماتيک شکل سيګنلونه اخلي اوياهم ليږدوي.
ټيګ دسيليکان له کوچيني چيف Chip څخه چې اندازه يې له نيم ملي مترنه هم کمه ده جوړشوی او له يوه مسطح شکله انتن سره نښلول شوی او وروسته ټوله اله ديوه مادي چه معمولا پلاستيک په واسطه پوښل شوي وي او په مطلوب جسم ياشخص پوري نښلول کيژي اوپه واسطه يي دنموړي تول معلومات او ځاي په باره کي معلومات راټولوي او وصل کمپيوټرته ليږدوي.
ريډر (Reader) څه شی ده؟
يوه اله ده چه دټيګ څخه راډيوفريکوينسي اخلي او ياهم ورته ليږدوي چه په مټ يې ټګ اجسام پيژني او ياهم پيژندګلوي لږي .
ريډر هم له يونه زياتوانتنونو سره اړيکه لري ځيني يي دليږد چارو اوځيني نوريي دراليژد چاروکي مرسته کوي.
هوسټ کمپيوټر(Host computer ) څه شی ده?
هغه سيستم ياکمپيوټرکوم چې ترلاسه شوي معلومات دټيګ او ريډرپه واسطه زخيره کوي او ديوه خاص سافت ويرداستعمال په مټ هغه معلومات پوهيدونکي يا Understandable شکل ته اړوي.
د RFID چيف کولای شي چه دبکس دننه يادموټر اوياهم دکوټ دننه څخه شيان تشخيص او وپيژني.
معمولا په بازارکې دوه ډوله RFID چيفونه شتون لري
لمړی ډول يې فعال يا Active چيفونه دي.
داهغه چيفونه دي په خپل ځان کې ليژدوونکی ياهم Transmitter او دانرژي منبع لري چې معمولا بيټرۍ وي اوياهم له لمر څخه خپله انرژي اخلي دا ډول چيفونه ډير وخت دوام لرونکي چيفونه دي چې له لرې واټن تعقيب يا Tracking لپاره استعماليژي لکه په روانو ريل ګاډيو اوياهم لويو لويو کانټينرونو کې.قيمت یې نسبت دوهم ډول ته څوچنده لوړ ده .
دوهم ډول یې Passive چيفونه دي چه دلنډواټن تعقيب لپاره استعماليژي له خپله ځانه دانرژي منبع او ليژدوونکي يا Transmitter نه لري يواځې دراډيو څپو دانعکاس لپاره استعماليژي او پردېسربيره ډیر نظارت او څارني ته اړتياهم نه لري دقيمت له نيګاهم ديرارزان پيداکيدلاي شي.
د دغې الې استعمال ځايونه:
1:په حکومتي سويه داشخاصوتعقيب لپاره.
2:دامنيتي سيستم لپاره هم کاريدونکي دي.
3:دترانزيڼي کاروانونو دنظارت لپاره.
4:د موټرو اونقليه وسايطو دکنټرول اوحفاظت لپاره.
5:په جګړه کې هم دخوځښتونو وکشف لپاره استعماليدلاي شي.