ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
په خښتو کې عیبونه او په ساختماني ساحه کې د هغوپه ګوته کول . Types of Defects in Bricks and their Identification at Construction Site
خښتو کې عیبونه او په ساختماني ساحه کې د هغوپه ګوته کول . Types of Defects in Bricks and their Identification at Construction Site
خښته داسې ساختماني ماده ده چې په معمپه اري ساختمانونو کې په پراخه پیمانه کاریږي،هره خښته د کارولو وړ نه وي ځکه کیدای شي په خښتو کې ډیرعیبونه وي .د وزن برادره معماري دیوال او ساختمان د ثبات او مداومت لپاره د عیب لرونکو خښتو په ګوته کول مهم دي .په کې کیدای شي ډیرعیبونه وي .د وزن برادره معماري دیوال او ساختمان د ثبات او مداومت لپاره د عیب لرونکو خښتو په ګوته کول مهم دي .
په خښتو کې عیبونه او د هغوپه ګوته کول. Types of Defects in Bricks and their Identification
معمولا په خښتو کې لاندې عیبونه پیداکیږي .
1. د خښتو زیات سوزیدل . Over burning of bricks
کله چې خښته زیاته وسوزیږي ،نرم ویلي شوې کتله تولیدیږي او د نورو خاصیتونو په ګډون خپل شکل له لاسه ورکوي .معمولا خښته 700-1100°C تودوخه کې پخیږي .
2. د خښتو کم سوزیدل . Under burning of bricks
کله چې خښته مکمله ونه سوزیږي ،کلی خاوره مکمله نه نرمیږي او دخاورې په منځ کې سوري پاتې کیږي .په نتیجه کې داسې خښته لاس ته راځي چې مقاومت به یی کم وي او اوبو جذب یې زیات وي .داسې خښته چې یوله بله سره ووهل شي د زنګ په شان دروند اواز ورکوي .داسې خښته باید په ساختماني کارونو کې ونه کارول شي.
3. د خښتو پړسوب . Bloating of bricks
د خښتو پړسوب د خښتو اسفنجي پړسوب دی چې د پخو خښتو په مخ راښکاره کیږي .معمولا دا په خښتو کې د کاربوني مادي او سلفر له امله وي .
4. توره هسته . Black core
د خښتې په منځ او هسته کې توروالی د نامناسب سوزیدو له امله وي .کومو خښتو کې چې قیر او کاربن موجود وي او د اکسایډیشن په واسطه مکمل ونه ویستل شي داسې ستونزه پیداکولی شي.
5. ښوره کیدل . Efflorescence
د خښتې پرمخ د خړ یا سپین رنګه پوډرو موجودیت د ښورې ښودنه کوي .دا په خښته کې د الکلیو د موجودیت له امله وي .کله چې داسې خښتې له لمدبل سره په تماس کې راشي اوبه جذبوي او الکلي د کرستالي موادو په شکل دباندې راوځي .
د خښتو لپاره د مناسبو کلی(clay) موادو غوره کولو ،د لمدبل د تماس مخنیوی او د اوبو ضد موادو په کارولو سره د ښوره کیدو مخنیوی کیږي .
6. د خښتو درزکیدل . Brick cracking
سیده درزونه .
سیده درزونه په نوي درجو زاوېې سره د خښتې له یوې سطحې پیلیږي .د خښتې چټک وچیدل ددې لوی لامل دی .
7. ځای ځای درزونه . Random cracks
د خښتې په بیلابیلو سطحو کې داسې درزونه پیداکیږي .د خښتو غیرمنظم وچیدل انقباض پیداکوي نو بیلابیلې برخې به بیلابیل اندازه انقباض وکړي او درزونه به پیداکړي.د خښتو په خاوره کې د میده دانه جغل شتون کیدای شي دداسې درزونو لامل شي.
8. د خښتو ورقه ورقه ماتیدل . Brick spalling
د خښتو غیرمنظمې برخې ماتیږي او رالویږي .ددې لوي لامل د خښتو په دننه کې دشته اوبو ګرمیدل دي .
Fig.8:Spalling of bricks
9. چاف . Chuffs
په په ګرمو خښتو باراني اوبه راولیږي د هغې شکل تغیر کوي چې دیته چاف وايي.
10. د چونې راپړسیدل . Lime blowing
د چونې تجزیه کیدل ددې عیب لویه نښه ده .که خښته د چونې لوټې لرې نو چونه راپړسیږي .چونه اوبه جذبوي او انبساط کوي .او خښته ماتیږي .هغه خښتې چې د چونې له امله پړسیږي د مالومولو لپاره یې په اوبو کې ډوبې شي .که چونه ولري نو خښته به ماته شي او عیب به یې راښکاره شي.
11. داغونه . Spots
د خښتو پرسطحه تور داغونه راڅرګندیږي .د خښتې په کلی خاوره کې د اوسپنې سلفایدو موجودیت ددې عیب لامل دی .داسې خښتې باید په هغو معماري کارونو کې ونه کارول شي چې مخ یې ښکاره وي.
Fig.10:spots in bricks
12. تورق درزونه . Lamination bricks
د خښتو په مخ د پرچه پرچه درزونو تولیدیدل په خښتو کې د هوا پآتې کیدو له امله وي .داسې درزونه ساختمان کمزوری کوي .
Fig.11:Brick lamination
13. د خښتې په سایز کې عیب. Defects in brick size
له ټاکلی سایز غټې خښتې .
هغه خښتې چې پلنوالی ،اوږودوالی او پیړوالی یې زیات وي .
o په ټولو طرفونو کې د سایز زیاتوالی کیدای شي د کم سوزیدو ،د موادو ناسم اتنخاب ،او کمزورې چمتوکولو له امله وي .
o د خښتې د اندازو زیاتیدل کیدای شي لوندوالی په حالت کې د هغې د تخته کیدو او فشارلاندې راتلو له امله وي.دا کیدای شي په قالب د خټې اچولو وروسته منځ ته راشي ؟
14. کم سایز خښتې . Under-size bricks
د خښتو کم سایز ستونزه په قالب کې نواقصو ،په پیمانه کې د زیاتې خټې اچولو ،په مخلوطولو کې د زیاتو اوبو ورګډولو او زیات سوزولو له امله وي.
15. د خښتو په شکل کې عیب .. Defects in brick shape
16. سلمپ شکل خښته .Slump brick shape
دا ستونزه هغه وخت پیښیږي کله چې د خښتې د خټې مخلوط زیات وي نو د خپل وزن له امله سلمپ کوي .
17. ګردو کنجونو لرونکې خښته . Rounded corner brick
د خښتې کنجونو ماتیدل د وچیدو او اور ورکولو ترمنځ موده کې پیښیږي .یو بل لامل یی دادی چې دخښتو جوړونکي په قالب کې خټه سمه کنجونو ته نه رسوي .
18. د خښتو شونډه . Lip on bed face
کله چې جوړولو په وخت د خښتو له مخ څخه اضافي خټه لرې نه شي نو د هغې پرمخ پاتې کیږي او شوڼدې ورکوي .
19. د کیلې شکل خښته . Banana brick shape
کله چې خښته د ابتدآيي وچیدو په وخت خښته په اړه وا نه ړول شي نو داسې ځوړند او کیلې شکل غوره کوي .