د خښتې په خاوره کې دیو شمیر نامناسب اجزاو شتون زیان اړوي او د خښتي کیفیت خرابوي.
1. چونه . LIME
د خښتې په خاوره کې یوه کمه اندازه چونه ښه وي .مګر که زیاته شي د خښتې د ویلي کیدو لامل ګرځي او په دې ډول خښته خپل شکل له لاسه ورکوي .که چونه د لوټو (LUMPS)په شکل وي ،نو هغه به له سوزیدو وروسته په چټکه چونه بدله شي.دا چټکه چونه د لمدبل په موجودیت کې ماتیږي او انبساط کوي چې له امله خښته ماتیږي .
2. د اوسپنې پایرایټ . IRON PYRITES
دخښتې په خاوره کې اوسپنې پایرایټ شتون ددې لامل ګرځي چې د اوسپنې پایرایټ د اکسایدیزکیدو له امله په کرستالونو بدل شي او دسوزیدو په وخت تجزیه شي.پایرایټ د خښتو رنګ بدلوي.
3. الکلي. ALKALIS
دا دخښتو په خاوره کې د سوډا او پوټاش په شکل موجود وي .دا په بټۍ کې د سوزیدو پروخت د افلکس په شان عمل کوي او د خښتې د ویلي کیدو لامل ګرځي او ماتیږي .ددې له امله خښتې ویلي کیږي او شکل له لاسه ورکوي .کله چې خښتې په معمارۍ کې وکارول شي په خښتو کې پاتې شوي دا الکلي ګان به له اتوموسفیرڅخه لمدبل جذب کړي .د وخت په تیریدو سره ،لمدبل تبخیر کیږي او دیوال پر مخ خړ یا سپین رسوب مواد له ځانه پریدي چې ښوره یا efflorescence بلل کیږي .دا سپین مواد د ودانۍ ظاهري ښکلا بدرنګه کوي.
4. ګیټکۍ . PEBBLES
د خښتې په خاوره کې وړې تیږي یا ګیټکۍ شتون د خاورې مخلوطولو پروخت ستونزه جوړوي.دا کلی خټې مخلوطولو مخنیوی کوي او یوشان والی یی له منځه وړي،کوم چې خښته کمزورې کوي او سوري په کې پیداکوي.کومې خښتې چې ګیټکۍ لري له غوښتلو سره سم به ماتې نه شي.
5. نبات او عضوي مواد.VEGETATION AND ORGANIC MATTER
دخښتو په خاوره کې د نباتاتو او عضوي موادو شتون له سوزیدو سره مرسته کوي .که داسې مواد پوره ونه سوزي نو خښتې به سوري ولري.څرنګه چې دکاربوني موادو دسوزیدو پروخت به ګازونه تولید شي نو دا به په خښتو کې د وړو سوریو د پیداکیدو لامل شي.