ژباړه: قاسم امیري
مستنده کېسه
د ایټالیا د Venice ښار کې چې د (رڼاګانو او اوبو د ښار) په نوم شهرت لري له خپل ملګري سره د کافي څښلو په موخه یو کافي شاپ ته ور د ننه شوم.
مونږ د کافي څښلو تر څنګ له یو بل سره په روغبړ لګیا وو چې یو بل کس کافی شاپ ته را د ننه شو او زمونږ تر څنګ په یوه خالي څوکۍ کیناست. سمد لاسه یې د کافي شاپ خدمتګار (ګارسون) ته ور غږ کړ: “ګرانه! مهربانی وکړئ دوې پیالې کافي راوړئ یوه یې زما لپاره او بله یې د دیوال لپاره!”
د کافی شاپ خدمتګار هم سمدستي ورته یوه پیاله کافي د نوموړي د میز په سر کېښوده او نوموړي هم په پوره خوند نوش جان کړه. کله یې چې لګښت پرې کاوه؛ ومې لیدل چې د دوه پیالو کافي (قهوه) لګښت یې ورکړ او له کافي شاپ څخه بهر شو.
د نوموړي له بهر کېدو سره سم د کافی شاپ خدمتګار (ګارسون) یوه پاڼه کاغذ په دیوال سرېښ کړ چې پرې لیکلي وو: (مهرباني وکړئ یوه پیاله کافي راوړئ!)
زمونږ خپله کافي لا په پیالو کې پاتي وه چې دوه نور کسان را د ننه شول او د کافي شاپ خدمتګار ته یې د ۳ پیالو کافي فرمایش ورکړ: “مهرباني وکړئ ۳ پیالې کافي راوړئ! ۲ یې زمونږ میز ته او یوه یې دیوال ته”. د کافي شاپ خدمتګار همداسې وکړل، دوی هم تر کافي څښلو وروسته د ۳ پیالو کافي لګښت پرې کړ.
د دوی له بهر کېدو سره سم د کافي شاپ خدمتګار یوه بله پاڼه هم په مخامخ دیوال ونښلوله چې عیناً د مخکینۍ پاڼې پشان لیکنه پرې لیکل شوې وه.
مونږ هم د کافي څښلو وروسته لدې کافي شاپ څخه پداسې حالت کې را بهر شوو چې دا هر څه راته نا حل شوې پوښتنې په ذهن کې پاتې شوې.
څو ورځې وروسته مې بیا هم همدې کافي شاپ ته د کافي څښلو په موخه سر ور ښکاره کړ، ومې لیدل چې یو فقیر او ښلیدلو جامو لرونکی کس کافی شاپ ته را د ننه شو او زما تر شا په څوکۍ کیناست. د ناستې سره سم یې مخامخ دیوال ته سترګې کړې او د کافي شاپ خدمتګار ته یې ور غږ وکړ: ” ځوانه! مهرباني وکړه ماته یوه پیاله کافي د دیوال څخه راوړه!”
د کافي شاپ خدمتګار هم سمدلاسه ورته یوه پیاله کافي راوړه او د میز په سر یې ورته کېښوده او دې بیوزله کس هم په پوره خوند نوش جان کړه.
چی کله نوموړی کس له کافي شاپ څخه بهر کیده؛ سترګې می ورپسې کړې خو نوموړی هیڅ کوم لګښت د کاپي شاپ کاونټر (محاسب) ته تحویل نکړ.
د کافي شاپ خدمتګار هم راغی، له هغو سرېښ شوو پاڼه یې یوه پاڼه را بیله کړه او د باطله کاغذو په سطل کې یې واچوله.
اوس نو دا کیسه ماته ګونګۍ نه وه، بلکه واضیح پیغام یې درلود.
(زما لپاره هغه دیوال تر ټولو ښه د مینی مجسمه ده.)
یادداښت: دا کیسه مې پخوا را ژباړلې وه خو نن سبا د مهربانۍ دیوال په نوم ځینې مدني خوځښتونو د کیسې بیا خپرولو ته اړ کړم. مینه په همدردۍ او خواخوږۍ کې ده.