لیکنه: ریچارد ټمپلر
ژباړه: ذبیح الله رحیمزی
پنځوسم قانون:
((د خلکو ترمنځ له اړيکې پرته ژوند د دوام لپاره هېڅ بله ګټوره لار نشته او خصوصاً د کار په ساحه کې. غوره ده يو امن سيمه د وګړو ترمنځ د اړيکو لپاره برابره کړئ.))
زيکمود فرويد
اصلاً د دفتر د درازې خلاصه پرېښودل د یو ښه، سیاسته ډک چلند د یو مدیر لپاره ښه دی، مګر داسې وخت هم راځي، چې تاسې باید پوه شئ، چې ځینو کارونو ته د لاسه رسي لپاره دروازه بنده وساتئ.
ځينو کارونو ته رسېدګي وکړئ.
یوه ځانګړې لیدنه ولرئ.
کارکوونکي مو باید پوه شي، چې په مهمو وختونو کې ستاسې مزاحم نشي.
کارکوونکي مو باید پوه شي، چې تاسې یو رئيس یاست او د هغوی له ډلې یو هم نه دی.
په غوڅه توګه یو ښه مدیر ستاسې په ډول خوښېږي، چې د دفتر دروازه د کارکوونکو په مخ خلاصه وي د تل لپاره کله یې چې کار پیدا شي او درته مراجعه وکړي. مګر ځینې وختونه راځي، چې اړتیا د دې وي چې له فزیکي او رواني اړخه یوه اصول وټاکئ.
غوښتنه دا ده، که تاسې چېرې یو ښه او بااخلاقه مدیر هم واوسئ، الزامي ده، چې باید ځينې وختونه د یو رئيس په توګه چلند وکړئ.
((ځينې وختونه داسې راځي، چې الزامي د فزيکي او رواني اړخه د خپل او نورو ترمنځ خنډ رامنځه کړئ.))
مردم سالاري یوه ښه چلند دی، ناستې او لیدنې ډېرې ګټورې دي او عمومي بحثونه او خبرې اترې د ستاینې وړ دي؛ مګر ځينې وختونه دا کارونه ټول ستاسې په غاړه دي او باید چې د یو رئيس په توګه یې مخې ته یوسئ او په زرګونو ځلې د دروازې بندول به دا احساس نور هم پیاوړی کړي.
اړتیا نشته، چې قهرجن رفتار وکړئ، یواځې باید یو رئيس واوسئ. که چېرې تاسې د هغو رئيسانو له ډلې یاست، چې دا ډول چلندونه او لږ قاطعیت درته ستونزمن وي، لارښوونه دا ده، چې په زرګونو ځلې دروازه بنده وساتئ. دا یوه ښه تمرین دی او دا به تاسې ته روښانه کړي، چې څوک سیمه د خپل څار لاندې لري. تاسې باید په زرګونو ځلې دا کار وکړئ، ستاسې ټیم به په خپله ستاسې پیغام ترلاسه کړي.
کله مو چې له دې کار سره عادت پیدا کړ، هغه وخت کولی شئ دفتر ته مو د راتلو او تلو کنټرول وکړئ او په خونه کې مو د پاتې کېدو لپاره هر شخص ته معلوم وخت وټاکئ، ځکه لازمه ده کارکوونکي ستاسې شتون جدي ونیسي.
د دفتر د روازې تړل نښه ده، ستاسې د مدیریت او ریاست او کولی شې د دې لپاره وي، چې تاسې پرته له کوم مزاحمت یو کار تنظیم او ترتیب کړئ، البته دا کار د خپل حد نه زیات مه کوئ، ځکه د کارکوونکو لپاره تر ټولو بده او سخته دا ده، چې رئيس یې هر وخت د لاس رسي لپاره نه وي.