ژباړه: حمیدالله حمیدي
کلونه وړاندې یو ځوان، چې یوازنۍ هیله یې، خپلو خلکو ته د ډاکټرۍ له لارې خدمت کول و، خو بې وزلي یې د دې لامل شوې وه، چې یوازې تر لسم ټولګي پورې زده کړې وکړي. هغه په یوه روغتون کې د مزدور په توګه دنده تر سره کوله، د روغتون غولی، شیشې او د ډاکټرانو مېزونه یې صفا کول، ده عادت درلود، کله به، چې د شپې لخوا د خپل خوب کوټې ته تلو نو، په خپل ذهن کې به یې داسې تصویر جوړ کړ، چې ګواکي لوی ډاکټر دی او له نورو ډاکټرانو سره څنګ په څنګ په سپینه چپنه کې، چې سټېټس کوپ یې پر دواړو اوږو را پروت وي په روغتون کې په هره کوټه ګرزي او د ناروغانو پوښتنه او درملنه کوي، له روغتون نه یې هغه بنر، چې د ډاکټرانو نومونه د رتبې له مخې په کې لیکل شوي و هم د خپل خوب کوټې ته له ځانه سره راوړی و او د خپل کټ مخامخ یې پر دیوال ځوړند کړی و، دا چې ده په خپل ځان باور درلود او تل یې مثبت فکر کولو، نو خپل نوم یې د روغتون د ډاکټرانو په سر کې درشت (لوی) لیک لیکلی و او تر هغه، چې خوب به نه و وړی دې مخامخ بنر ته به یې کتل او په خپلو هیلو کې به غرق تللی و، نه پوهېږم څمره وخت به ده دا ډول خوبونه لیدل او دې کار ته به یې ادامه ورکړې وي، بې لکه شکه، چې دغه څه به یې د ډېر وخت لپاره تکارار کړې وي، بلاخره د ده دې مثبت فکر دا پایله ورکړه، چې د روغتون یوه ځوان ډاکټر له دې کبله، چې دغه مزدو خپل کارونه په سم ډول تر سره کول، له خلکو سره یې ښه چلند درلود، په وزګار وخت کې یې ده ته دا کار هم وسپارلو، چې د جراحۍ سامانونه ضد عفوني یعنې په جوشو ابو باندې ومینځي. څه موده وروسته یې د پیچکارۍ لګول او له ناروغانو سره یې لومړنۍ مرسته هم د ډاکټر په خوښه پیل کړه او همداسې په ترتیب سره له ساده مزدور څخه د ډاکټر نرس او دست یار جوړ شو. له څه مودې وروسته ډاکټر ورته مشوره ورکړه او ویې هڅاوه، چې ولاړ شي او خپلو زده کړوته دوام ورکړي او پوهنتون ته لاره پیدا کړي. اوس مهال دغه ځوان، لکه څنګه یې، چې په ذهن کې تصویرونه جوړول یو لوی او مشهور ډاکټر دی!. ده په د خپل مثبت فکر سره، د هغه څه په اړه یې، چې فکر کولو او خوبونه یې لیدلي و ټول څه په حقیقت بدل کړل.
رېښتنې شتمنې د مثبت فکر، مینې، شوق او علاقې زېږنده ده.
دغه ځوان بې له دې، چې پوه شي، یو ستر فکري ځواک یې په کار اچولی وو.
مشهور اروا پوه وایي (( د هغه څه د وروستۍ برخې لیدل، چې په اړه یې فکر کوئ په دې مانا دي، چې دغه کار مو تر سره کړی دی!)) دغه ځوان غوښتل، چې ډاکټر شي، هغه په خپل ذهن کې تصویر جوړ کړی و او احساس یې کولو، چې ډاکټر دی، و یې کولای شول، چې خپله دغه هیله په حقیقت بدله کړي. ده په همدې هیله ژوند کولو او همدا هیله یې ژوندۍ ساتلې وه، خپلې دې هیلې ته یې وزرونه ورکړل او مینه یې ور سره وکړه، هغه کارونه یې وکړل، چې د دې هیلې په پوره کېدو کې یې ور سره مرسته کولای شول، په پوره ایمان او عقېدې سره یې دغه هیلې ته لاره هواره کړه.
دغه ځوان کولای شوای، چې ځان یې تېر ایستلی وای، (( زه خو زده کړې نه لرم))، (( هېڅوک نه پېژنم، چې مرسته را سره وکړي))، (( نور ښوونځي ته زما د تللو وخت تېر شوی))، (( زه هېڅ پیسې نه لرم، د طب علم کلونه وخت او پیسې غواړي)) او یا (( زه کله دومره وړتیا لرم))!، خو دی وتوانېد مخکې له مخکې، چې له دې ډول فکرونو سره مخ شي، ځان ځان ته لاره هواره کړي.
دغه ځوان لویه شتمني، چې مثبت فکر کول و درلوده.
ډیره کله، خپلو هیلو ته د رسېدو لپاره، ځینې لارې له موږ نه ورکې وي، په داسې حال کې، چې په ډېره اسانۍ سره لیدل کېږي، پښتو متل دی(( چې تر چراغ لاندې تیاره وي)) یو څه، چې د انسان لپاره لازم دي هغه دا دي، څه، چې غواړي باید په خپل ذهن کې یې مجسم کړي او داسې فکر وکړي، چې ګني دغه کار تر سره شوی دی او یا هم سل په سلو کې کېدونکی دی.
که مو فکر وکړ، هغه څه، چې غواړئ تر لاسه کړي مو دي، بې له شکه، چې ورته وبه رسېږئ.
که پوه شئ، چې ذهن څه ډول کار کوي، نجات به پیدا کړئ او له بنده به خلاص شئ، تاسو به د هغه څه څښتن شئ، چې ذهن مو یې غوښتنه لري. سالم ذهن سلامتي منځته راوړي او سالم ذهن به تاسو ته سالمه شتمني در په برخه کړي.
لوستونکیه! تاسو حق لرئ، چې شتمن اوسئ! تاسو د دې لیاقت لرئ، چې له شتمنیو یوه ډکه نړۍ له سره تېره کړئ. نړۍ موله خوښیو ډکه شه او تل د مثبت فکر خاوندان اوسئ.