لیکنه: مقتصد ستړی
مونږ لا اوس هم ړانده یو، په رڼو سترګو تګ چا هم کړی نه دی، څوک دې یوه شېبه په رڼو سترګو لاړ شي هر څه به سم وویني، په سمو سترګو کښې بې سترګو او یواځي غوږونه لرل، ددې پرځای چې څه ووینو تل د چا په غږ پسې روان یو.
ترکاڼ (نجار) یو ورځ له خپل زوی څخه وپوښتل : پوهېږې په دې بازار کښې به څو کسان ړانده وي؟
زوی یي له لږ چرت وهلو وروسته وویل پلاره په ټول بازار کښې یواځي یو تن پیژنم چې په یوه سترګه ړوند دی او هغه هم د ساعت جوړولو کار کوي.
ترکاڼ خپل زوی ته د میز جوړلو وویل
په بازار کښې هغه کسان چې ددوئ خواته به نیږدې تېریدل هر یو یي له ترکاڼ څخه د ”هغه د کار په اړه پوښتنه کوله “ آیا څه جوړوئ …؟
له لسګونه کسانو وروسته یواځې یو تن راغی او د سلام په ویلو مخکې لاړ …
ترکاڼ د خپل زوی په مخاطب کولو سره وویل :
ګوره زویه! تا ولیدل هر چا ستا د کار په اړه پوښتنه کوله که څه هم دوئ پوهېدل تاسو د میز په جوړولو بوخت یاست یواځي یو کس و چې بې پوښتنې یي ستا دکار ننداره وکړه او دا همهغه کس و چې سترګې یي درلودې پاتې نور یي ټول ړانده وو.
موخه: مونږ اکثر وخت هر څه ته پټو سترګو ګورو، پایلې یي زمونږ په کړنو منفي اغیز کوي چې وروسته بیا لاس مروړو په لاس څه نه راځي ، مونږ باید هر هغه څه چې زمونږ تر نظر لاندې په رڼو سترګو ننداره کړو تر څو پوه شو د ژوند کولو اصلي هدف او مقصد څه شی