ژباړه: انجنیر فرید عاطف
کانکریټي میخي تهدابونه په ساحه کې په ډوله ځای په ځای کیږي .لومړی ډول هغه دي چې په فابریکوي شکل د کار له ساحې لرې بل ځای چمتو شي او په ساحه کې ټک وهل شي (driven) او دویم ډول یې هغه دي چې په ساحه کې د بورماشین په واسطه سوری ورته وکیندل شي ،سیخان په کې ځای په ځای شي او کانکریټ ور واچول شي. په ساحه کې کانکریټ ریزي (cast in-situ piles) تهدابونه معمولا په هغو ځایو کې کاریږي چې سخت کلی (stiff clays) طبقه ولري ،په دې حالت کې د سوري وروستۍ برخه لږه پراخه کیندل کیږي څو د میخي تهداب د زغم ظرفیت لوړ کړي.یوځلې چې د میخ چوکاټ برابر شي ،سیخان په کې ځای په ځای کیږي او کانکریټ وراچول کیږي.که په ساحه کې د ځمکې لاندې اوبه شتون ولري او د بورکیندلو په وخت ستونزه پیدا کوي نو لومړی باید په بور سوري کې کیسنګ ورښکته شي ،سوري ته استر (lining) ورکول شي او بیا په کې سیخان ورښکته شي.په دې میتود سره کیدای شي میخي تهدابونه په غټ قطر او ډیر ژوروالي سره جوړ شي .خو معمولا بور کیندل شوي میخي تهدابونه په هغو ځایونو کې کاریږي چې لږ ژوروالی لري .په هغو ځایونو کې چې خاوره یې کمزورې او دانه داره وي د بورکیندلو میخي تهداب کارول اقتصادي نه تمامیږي ځکه ورڅيرمه خاورې رژیږي او د بورکیندلو مخه نیسي .
You also might be interested in
ژباړه: انجنیر فرید عاطف Mortar Mix Ratio Proportioning for Masonry[...]
ژباړه: محمد فريد عاطف اته دیرشمه پوښتنه . DPC څه[...]
ژباړه: انجنیر محمد فرید عاطف د سیمنټو پراساس تشنابونو د[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی