ګام په ګام لارښود.
په سبول انجینرۍ کې د خاورې تشریح کولو لپاره لاندې اساسي تعریفونه کاریږی.
1. جغل (د ذرې سایز له 4.75 mm غټ).
2. شګه ( د ذرې سایز د 4.75 mm او 0.075mm ترمنځ )
3. سلټ او کلی ( د ذرې سایز له 0.075mm کم ).
ډیری طبیعي خاورې له دوه یا زیاتو مرکبونو تشکیل شوی وي او کیدای شي عضوي موادو علاوه کوونکی مرکب هم ولري.دې مرکبونو ته ترکیبي مواد (constituent) وايي چې په خواصو زیاته اغیزه لري . د بیلګې په ډول سلت کلی کې د کلی (clay)خواص ترنورو څرګند وي مګر په ورته وخت سلټ هم لري. کله چې په ساحه کې خاوره پیژنو او درجه بندي یی کوو باید لاندې ګامونه په پام کې ونیسو.
1. مالومه شي چې خاوره زیږه دانه خاوره(Coarse Grained Soil) ده یا میده دانه خاوره (Fine Grained Soil)ده .
2. د زیږه دانه خاورې درجه بندي کول .
3. د میده دانه خاورې درجه بندي.
1. لومړی ګام . مالومه شي چې خاوره زیږه دانه خاوره ده یا میده دانه خاوره ده.
په لومړي ګام کې مونږ هڅه کوو مالومه کړو خاوره زیږه دانه (CGS) ده یا هم میده دانه (FGS) ده .زیږه دانه خاوره هغه ده چې جداګانه ذرات یې د خلاصو سترګو په واسطه ولیدل شي .شګلنه خاوره او جغل داره خاوره په دې ډله کې راځي .
میده دانه خاوره هغه خاوره ده د چا چې جداګانه ذرات د خلاصو سترګو په واسطه نه لیدل کیږي.سلټي خاوره کلی خاوره په دې ډله کې راځي .ددې لپاره چې په ساحه کې CGS او FGS وپیژنو لاندې پروسیجر عملي کوو.
i. د خاورې یوه نمونه راواخستل شي او په همواره سطحه یا هم دلاس په ورغوي کې خپره کړاي شي.
ii. ټول هغه ذرات ترې لرې کړۍ چې سایز یې له 75 mm غټ وي .
iii. که په خاوره کې له 50% زیات ذرات په سترګو لیدل کیږي نو دیته زیږه دانه خاوره ویل کیږي.
iv. که په خاوره کې له 50% کم ذرات په سترګو لیدل کیږي نو دیته میده دانه خاوره ویل کیږي.
کله چې مالومه شوه خاوره زیږه دانه او یاهم میده دانه ده نو نور بیا د ذراتو د سایز د فیصدي له مخې ویشل کیږي.زیږه دانه خاوره بیا په جغل او شګلنه خاوره ویشل کیږي .
2. دویم ګام . د زیږه دانه خاورې درجه بندي.
i. که خاوره کې د جغل فیصدي له شګې زیاته وي دیته جغل خاوره ویل کیږي .
ii. که د میده ذراتو (سلټ او کلی) فیصدي په جغل کې له 5% کمه وي دیته پاک جغل ویل کیږي.
iii. پاک جغل کیدای شي ښه درجه بندي شوی(well graded) جغل وي او یا هم کمزوري درجه بندی(poorly graded) شوی جغل وي.
iv. ښه درجه بندی شوی جغل هغه دی چې هرډول سایز ذرات ولري چې په GW سره ښودل کیږي.
v. کمزوری درجه بندی شي جغل هغه دی چې متوسط سایز ذرات په کې نه وي او په GP ښودل کیږي.
vi. که په جغل خاوره کې د میده دانه (سلټ او کلی) ذراتو فیصدي له 12% زیاته وي دیته چټل جغل وایی.
vii. چټل جغل کیدای شي سلټ جغل (GM) وي او یا هم کلی جغل (GC) وي .
viii. GM هغه دی چې لږ یا بیخي پلاستیکیت ونه لري.
ix. GC هغه دی چې ذرات یی متوسط یا هم لوړ پلاستیکیت ولري.
x. هغه جغل چې له 5% تر 12% میده دانه ذرات لري په درجه بندۍ کې سرحد ګڼل کیږي کوم جې په لابراتور کې پیداکیږي .
xi. که په زیږه دانه خاوره کې د جغل په پرتله د شګې فیصدۍ زیاته وي دیته شګلنه خاوره (sandy soil) ویل کیږي.
xii. که په شګلنه خاوره کې د میده دانه ذراتو (سلټ او کلی) اندازه له 5% کمه وي نو دیته پاکه شګه ویل کیږي.
xiii. پاکه شګه کیدای شي ښه درجه بندي شوې(SW) او یاهم کمزورې درجه بندی شوې (SP)وي .
xiv. SW هغه ده چې هرډول سایز ذرات ولري.
xv. SP هغه ده چې متوسط سایز ذرات ونه لري.
xvi. که د میده دانه ذراتو (کلی او سلټ ) اندازه له 12% زیاته وي دیته چټله شګه وايي.
xvii. چټله شګه کیدای شي سلټ SM یا هم کلی شګه SC وي .
xviii. SM هغه ده چې لږ یا بیخې پلاستیکیت ونه لري.
xix. SC هغه ده چې متوسط یا لوړ پلاستیکیت ولري.
xx. هغه شګه چې د 5 او 12% ترمنځ میده ذرات لري د شګې سرحد دی کوم چې په لابراتور کې پیداکیږي .
3. دریم ګام .د میده دانه خاورې درجه بندي.
میده دانه خاوره په ابتدايي ډول په ډوه ډوله ده سلت او کلی .د کلی او سلټ ترمنځ توپیر د ذرې سایز په اساس نه کیږي ځکه ددې دوه موادو مهم فزیکي خواص په غیرمستقیم ډول د ذرې سایز سره تړاو لري.سربیره پردې ،څرنګه چې دا دواړه مواد مایکروسبیک دي ،نو پرته له سایزه نور خواص باید وکارول شي .دلته څلور ازمایښتونه شته د کوم له مخې چې په ساحه کې سلت او کلی بیلولی شي.
لومړی .ډیلټانسی ازمایښت.
دویم .وچ مقاومت ازمایښت.
دریم .زیږوالي ازمایښت .
څلورم .خپریدو ازمایښت .
لومړی :وچ مقاومت ازمایښت .. DRY STRENGTH TEST
د پیژندلو لپاره وچ مقاومت ازمایښت یواځې یوه لاره ده .د خاورې یوه لوټه په قالب کې ایښودل کیږي او پریښودل کیږي په ازاده هوا کې وچه شي.بیا دا لوټه په وړو وړو ټوټو ویشل کیږي چې سایز 1cm وي او دګوتو ترمنځ کیښودل کیږي او فشار پرې راوړل کیږي .دلته که چیرې خاوره کلی وي نو زیات فشار سره دا ټوټه ماتیږي او سلټ وي په اسانه د ګوتو په واسطه ماتیږي .
دویم .د ډیلټانسې یا خوځولو ازیایښت .DILATANCY OR SHAKING TEST
څرنګه چې سلټ د کلی په پرتله زیات قابل نفوذ وي ،د ډیلټانسي یا خوځولو ازمایښت کیدای شي ددې لپاره وکارول شي څو د کلی او سلټ توپیر وشي .په دې ازمایښت کې د خاورې یوه کمه برخه اوبو کې مخلوط کیږی او د لاس په ورغوي کې نري غلظت سره کیښودل کیږي .د لاس ورغوي ته له شا څخه په کراره ټپک ورکول کیږي ،که خاوره سلټ وي نو اوبه په چټکۍ سره پورته راخیژي او روښانه مالومیږي.اوس که چیرې خاورې موټې تغیر شکل وکړي او یا هم زور ورکول شي ،اوبه بیرته ننوځي او سطحه خړه کیږي .څومره چې په نمونه کې د کلی اندازه زیاته وي هومره به د ازمایښت پروړاندې غبرګون سست وي .
دریم . زیږوالی/ پلاستیکیت ازمایښت . TOUGHNESS / PLASTICITY TEST
د پلاستیکیت خاصیت د کلی هغه خاصیت دی جې د ساحې ازمایښت لپاره کاریدای شي.په یو شمیر لمدبل شرایطو کې هغه خاوره چې د پام وړ اندازه کلی لري کیدای شي په لاس کې تغیرشکل وکړي پرته له چې تجزیه شي او ټوټه شي.که دیوې لمدې خاورې نمونه د لاس ورغوي کې ښه وغزول شي او اوږودتار شي نو ښکاره خبره ده چې زیات مقدار کلی لری.څرنګه چې لمدبل تبخیر کیږي نو خاوره غیر پلاستیکي حالت نیسي او ماتیږي .وړاندې له دې چې ماتیدو حالت ته ورسیږي ،لوړ پلاستیکي کلی کیدای شي په اسانه تاوه شي او وغزول شي چې تر 3mm قطر پورې تار ترې جوړیدای شي،کوم چې کولی شي په اسانه خپل وزن واخلي.له بل لوري ،سلټ کیدای شي کله کله تاو شي او تر 3mm قطر خاورین تار ترې جوړ شي پرته له دې چې درز وکړي ،داسې خاوره کې که چیرې کلی نه وي کششي مقاومت نه لري.
څلورم .خپریدو ازمایښت . DISPERSION TEST
څلورم ازمایښت د خپریدو ازمایښت په نوم یادیږي ،دا سلت او کلی د توپیر او د شګې،کلی او سلټ دنسبي مقدار محاسبې لپاره هم کاریږي .یو کم مقدار له اوبو سره په یو سلنډر کې مخلوط کیږي او پریښودل کیږي جې کیني .غټ دانه یا زیږ دانه مواد لومړی کیني او میده دانه ذرات په ځوړند حالت کې پاتې کیږي.عادې ډول شګه په لومړیو 30 یا 60 ثانیو کې کیني ،د سلټ ذرات له 15 تر 30 دقیقو وخت کې کیني په داسې حال کې چې د کلی ذرات د څو ساعتونولپاره په اوبو کې په ځوړند شکل پاتې کیږي .
You also might be interested in
د ستر څښتن په نامه خلکو! نور ژوند غوره کړئ.[...]
Netherlands Fellowship Programme (NFP) for Developing Countries’ Students, 2016 هېواد:[...]
لیکنه: فروتن کمالپوري له پوهنتونه لا فارغ نه وم چې؛[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی