په ساختماني صنعت کې د خطر مدیرت د پروژې د پلانولو او مدیریت مهمه برخه ده .د ساختماني پروژو له کارونو سره بیلابیل خطرونه مل وي لکه مالي خطرونه،چاپیریالي خطرونه ،ټولنیز خطرونه .په ساختماني صنعت کې د چاپیریال خطرونه او د هغې نوسانات له هیچا پټ نه دي .د پروژې د خطر مدیریت د یو شمیر داخلي فکتورونو سره (تخنیکي،ډیزاین ،لوجستیکي ،فزیکي ،چاپیریالي ،اجتماعي اونورو) اغیزمن کیږي،کوم چې کولی شي نه یواځي د پروژې وخت ځنډوي بلکي ددایمي عیب او انحراف لامل هم ګرځي .نو ځکه د خطر مدیریت ،یو اساسي وسیله ده چې په مرسته یې بیلابیل خطرونه تحلیل کیږي او د حل لار ورته پیداکیږي .
په ساختماني مدیریت کې د خطرونو ډولونه . Types of Risks in Construction Project Management
هغه مهم خطرونه چې د پروژې جوړولو پرمهال د پروژې منیجر مخ ته راځي عبارت دي له :مالي خطرونه ،اجتماعي خطرونه ،چاپیریالي خطرونه او ساختماني کارونو اړوند خطرونه .
1. مالي خطرونه . Financial risks
د بازار په نرخونو کې نوسان ،د موادو قیمت ،د بازار تقاضا ،نامناسبه محاسبه ،د پیسو انفلانیسون ،د قسطونو د ورکړې ځنډیدل ،د پیسو ویستلو نامناسب مدیریت او په مالي برخه کې د قراردادي بې کفایتې (incompetence) د پروژې لپاره لوی مالي خطرونه دي .
2. اجتماعي –سیاسي خطرونه Socio-Political risks
د حکومت په قوانینو ، مقرراتو او اصولو کې تعدیلات ،اداري فساد (bribery)،د حکومت لخوا د قسطونو په ورکړه کې پآتې راتلل ،د مالې لوړیدل او د حکومت شکل بدلیدل په دا ډول خطرونه کې راځي .
3. چاپیریالي خطرونه Environmental risks
زیات نامناسب اقلیمي شرایط ،طبیعي پیښې ،ساحې ته لاس رسی ، د هوا ککړتیا او د خوندیتوب نورمونه د چاپیریال د خطرونو په ډله کې راځي .
4. د ساختمان جوړونې اړوند خطرونه Construction-related risks
په خپلو کارونو د لوجستیک پاتې راتلل ،د مزدور ترمنځ شخړې ،په ډيزاین کې بدلون ،د مزدور لټي،د نقشو د بیاځلې کتلو د وخت ضایع،د وخت د کموالي له امله په بیړه او بې احتیاطۍ سره کار کول د ساختمان جوړولو اړوند خطرونه دي .
د پروژې د ساختمان جوړولو په ساحه کې د خطرونو د مدیریت پروسې .Risk Management Process in Construction Project
د خطرونو مدیریت نور څه نه دي بس پرخپل وخت لازم ګامونه پورته کول دي څو اړوند خطرونه په ګوته او د حل لار ورته ولټول شي او پروژه په بریالیتوب سره بشپړه شي.که دا کار په سمه توګه ترسره شي نو نه یواځې احتمالي خطرونو پیښیدل به راکم شي بلکې د هغې اغیزې به هم راکمې شي .په ساده ژبه که ووایو ،د خطرونو مدیریت د خطرونو د مخنیوي هغه فعالیتونه دي چې خطرونه پرې راکم یا له منځه یوړل شي.په دې کې لومړی باید خطر په ګوته شي ،وارزول شي ،پروړاندې یې غبرګون وښودل شي او ِ څارنه وشي.
1. د خطر په ګوته کول . Risk Identification
د خطرونو په ګوته کولو لپآره پنځه لارې شتون لري.
لومړی .د نظریو راټولBrainstorming
د پروژې اړوند ټول ښکیل کسان باید راوبلل شي ،د پروژې موخې ورته تشریح شي د پیښیدونکو خطرونو په اړه ددو اندونه او نظرېې واخستل شي.یو کس باید ددو نظرېې او اندونه راغونډ او امرونه اوغیرضروري خبرې ترې چاڼ کړي.
دویم .ډلپي تخنیک . Delphi technique
په دې تخنیک کې د یو مسلکي کس لخوا یو پوښتنلیک چمتو کیږي او د پروژې پرښکیلو کسانو ویشل کیږي څو هغو یی ځواب کړي.وروسته ځوابونه ارزول کیږي .
دریم .مرکه / د تجربه لرونکي کس نظریه .Interview/Expert Opinion
د یو تجربه لرونکې کس سره مرکه کیږي او د هغې نظرونه اخستل کیږي او مشوره یې د خطرونو د کمیدو لپآره کاریږي.
څلورم .تیره تجربه Past Experience
د یوې داسې پروژې اسناد کتل او تجربې کتل کیږي چې له دې پروژې سره ورته وي او د هغې له مخې خطرونه په ګوته کیږي .
پنځم .د چک لست .Checklists
د مشابه شرایطو لرونکې پروژې لپاره خطرونه لا وړاندې په نښه کیږي ،رسم کیږي او له شته پروژې سره پرتله کیږي .
2. د خطرونو ارزونه /تحلیل . Risk Assessment / Analysis
وروسته له هغې چې ټول خطرونه په ګوته شول ،د هغې ارزول د کمیت او کیفیت میتودونو له مخې ترسره کیږي .د خطرونو د ارزونې په میتود کې ،شته مالومات په کار اچول کیږي د پروژې د خطرونو لیول او د پیښیدو شمیر یی ترې تر لاسه شي.
لومړی کیفیتی میتود Qualitative method
معمولا دا میتود د وړو او متوسط سایز پروژو لپآره په کار وړل کیږي او په کې دخطرونو شمیر راټولیږي او لست کیږي او بیا ورته د اړونده خلکو د نظریو سره سم لومړیتوب ټاکل کیږي.همدارنکه خطر ته قیمت ورکول کیږي لکه لوړ خطر ،متوسط خطر او ټیټ خطر .له دې میتود هغه وخت کار اخستل کیږي کله چې پوره مالومات په لاس کې نه وي او یاهم وخت کم وي.
دویم کمیتي میتود .Quantitative method
کمیتي میتود باید د شته مالوماتو او شمیرو له مخې د خطرونو اغیز تحلیل شي او معمولا دا میتود د غټو پروژو لپآره کاریږي .د کمیتي ارزونې یو شمیر میتودونه دادی :د ونې تحلیل پریکړه (Decision tree analysis)، متوقع پولي قیمت (expected monetary value)،د تجربه لرونکي کس قضاوت ، د ونې تحلیل عیب(fault tree analysis) ،احتمالاتو ویش ،حساسیت تحلیل (sensitivity analysis) او نور .کیمتي تحلیل میتود ددقیق تحلیل لپاره ډيره هڅه غواړي او زیاتو مالوماتو ته اړتیالري.
3. د خطر پروړاندې غبرګون . Risk Response
وروسته له دې چې خطر په ګوته او ارزونه یې وشوه ،د خطرونو د مخنیوي انتخابونه په نښه کیږي او د بحث لاندې نیول کیږي .که احیا نا کوم خطر مخ ته راخي له همدې ګټه پورته شي.ددې سره په څنګ کې په ساحه کې شته مثبت فرصتونه هم باید په ګوته شي .سربیره پردې د خطرونو د خاصیت په پام کې نیولو سره د خطرونو غبرګون د خطر په مخنیوی ،د خطر په لیږد(Risk transfer) ،خطر په احتیاطې تدابیر(mitigation) او خطر په منلو(acceptance) سره درجه بندي کیږي .
لومړی .د خطر مخنیوی .Risk avoidance
له هغو کارونو ځان ساتل (Shunning)چې له ځانه سره خطر لري د خطر مخنیوی دی .کیدای شي هروخت دا شوني نه وي چې د خطر مخنیوی وشي ،خو دا یوه اسانه لاره ده چې خطر پرې څارل کیدای شي .
دویم .د خطر لیږد Risk transfer
یو شمیر لارې چارې شته چې په مرسته سره کیدای شي خطر بل چاته ولیږدول شي.د بیلګې په توګه د بیمې پیرل ،یوې مسلکي او تجربه لرونکي ادارې یا کس ته د پیچلي کار سپارل ،د واحد قیمت پرځای د فکس قیمت قرارداد او له قرارداد څخه د ګرنټي او ورنتي اصطلاح ګانو لري کول .
دریم .د خطر کمیدو تدابیر.Risk mitigation
د هغو خطرونو د اغیز راکمول چې نه لیږدول کیږي او نه یې مخنیوی کیږي د خطرکمیدو په نوم یادیږي .بیاځلې د پروژې کتل ، په پروسجروتو کې د پیچلتیاوو اسانه کول او اضافي ازمایښتونو په پام کې نیول هغه لارې دي چې خطرونه ورسره کمیدای شي.
څلورم .د خطر منل .Risk acceptance
هره پروژه په یو شکل نه یو شکل خطر له ځانه سره لري.یوشمیر خطرونه باید دپروژې د ښکیلو غاړو سره په تفاهم او همغږې کې د پروژې دیوې برخې په توګه ومنل شي .د لګښت او قیمت په پام کې نیولو سره ،لوړپوړي چارواکي باید په خپل وخت د خطر پیښیدو سره خبر کړای شي.
4. د خطر څارل او کنترول .. Risk monitoring and control
د خطر په ګوته کولو ،ارزولو او پروړاندې غبرکون وروسته د خطر څارل او کنترول ډير مهم دی.د پروژې د خطر د پلان له اجرا سره سره ،د پروژې د اجراکولو په جریان کې د نوو پیداکیدونکو خطرونو احتمال باید وڅارل شي.د ټول ټیم مشترکه ناسته او په دې اړه د یو چک لست منځ ته راوړل شي او د کوم خطر پیښیدو په صورت کې یې د اصلاح کوولو فعالیت باید په ګونه شي.د پروژې د تطبیق په ټوله موده کې باید خطر کنترول او څارول ونه درول شي.