په ساختمان جوړونه کې د مهندس رول او مسولیتونه . Roles and Responsibilities of Architect in Construction
مهندس په ساختمان جوړونه کې مهم رول ادا کوي او دا له وروستي ډیزاین وړاندې د ودانیو او ساختمانونو ظاهري ښکلا پوره مسولیت په غاړه لري.مهندس هغه څوک دی د مشتري لخوا ګمارل کیږي ،او د ډیزاین له نظرېې او مشتري له غوښتنو سره سم په ودانۍ کې ټولې اسانتیاوې او اړتیاوې په پام کې نیسي.
مهندس خپله وړتیا په کار اچوي څو د مشتري قناعت ترلاسه شي.خو د مهندس لخوا طرحه شوې ودانۍ باید د ودانیو د ملي قوانینو او اصولو په چوکاټ برابره وي .
په ساختمان جوړونه کې د مهندس رول . Role of Architect in Construction
یو مهندس د ساختمانونو د طرحې لپاره خپل هنر او تجربه دواړه په کار اچوي .یوځلې چې مهندس د مشتري قناعت ترلاسه کړ،بیا له هغو کسانو سره ناسته کوي څوک چې ودانۍ جوړوي څو د هغو په اړتیاوو اوغوښتنو پوه شي .مهندس وخت په وخت د ساختمان په طرحه کې ترهغې بدلون راولي څو چې هم مشتري او ډیزاینونکی قانع شي.
په ساختمان جوړونه کې د مهندس مسولیتونه .Responsibilities of Architects in Construction
کوم کارونه چې د مهندس لخوا ترسره کیږي هغه باید په ښه ډول ترتیب کړای شي.ددې لپآره دا ضرور ده چې د بیلابیلو قراردادونو ،د پروژې تشریحې ورقو ،لګښت ،د وخت محدودیت او د کارونو ورځني پرمختګ ریکارډ وساتل شي .ډیری وخت اړتیا پیداکیږي چې مهندس ډیزاینونکو انجینرانو او پلي کوونکو انجینرانو سره په اړیکه ووسي او تخنیکي مسلې په وخت سره حل کړي.
په ساختماني پروژو کې د یو مهندس مسولیتونه په لاندې ډول ښودل شوي.
د پروژې په بحثونو کې د مهندس رول . Role of Architect in Project Discussion
د پروژې د وروستې ډيزاین له منظورۍ وړاندې له ټولو ښکیلو غاړو سره په ناستو او بحثونو کې باید یو مهندس فعال ګډون ولري.په دې سره به ټولې تخنیکي ،اقتصادي او تطبیقي ستونزې رابرسیره شي چې پیښیدونکې وي .
هغه تخنیکې بحثونه چې یو مهندس یې ترسره کوي په لاندي ډول وي .
• په لومړی ګام کې د مشتري د غوښتنو د پوهیدو په اړه پوره تشریحي بحث کیږي .د هغې مقصد او توقعاتو په اړه باید یادښتونه واخستل شي.
• د پروژې د بودیجې په بحث کې مقدار او کیفیت شامل وي ،د ساحې مشخصات او پلان نور اصول ددې بحث مهمې برخې وي .
• ورپسې د بیلابیلو فعالیتونو پرله پسې والی ،ګرنټي او مسولیتونه د مهندس لخوا وړاندې کیږي ،چې په کې دا لاندې کارونه شامل وي .
په ساحه کې شته امکانات او محدویتونه .
د پروژې د بودیجې په اړه بحث .
که کارونه ترمیم وي د ممکنه حل لارو وړاندیزونه .
د یوې مطالعې (امکان پذیري)ترسره کول چې د پروژې د تطبیق شونتیا په کې وڅیړل شي.
د غوښتنو یاهم د ودانۍ پراساس د بیلابیلو ساحو غوره کول .
د اداري پروسیجرونو د راکمولو لپاره بیلابیلو نظریو په اړه بحث.
د نقشو په چمتو کولو کې د مهندس رول .Role of Architect in Preparation of Drawings
یوه ساختماني پروژه وړاندې له دې چې په ساحه کې یې ساختماني کارونه اجرا شي باید بیلابیل ډیزاین نقشې ورته چمتو شي .له پلي کولو وړاندې یې هره وړه او غټه تیروتنه چک او اصلاح شي.د نقشو دا ډول پروخت سمونه او سپارل به په ساحه کې د کارونو د ځنډ مخه ونیسي.نقشې د لګښت مالولو او خریدارۍ لپاره اساس تشکیلوي .په لومړني توګه ،د ساحې سکیچ د ودانۍ موقعیت په ډاګه کوي.ددې په مرسته جوړیدونکې ودانۍ او ورڅیرمه ساختمانونه او له بیلابیلو برخو سره د هغې اړیکې روښانه کیږي.د سکیچ نقشې هغه اساس دی چې له مخې یې مشتري یو شمیر اصولو او مقرراتو سره منښته کوي .د سیکچ وروسته به هغه وړاندیز وي چې د پروژې لګښت او وخت په کې روښانه کیږي .هغه بیلابیلې نقشې چې مهندس یې چمتو کوي په کې د فرش پلان ،د ساحې پلان ،مقابله نما ،ایزومتري نماګانې ،3D نماګانې او ساختماني تشریحي نقشې شاملیږي .تشریحي نقشې د مهندس لخوا هغه وخت چمتو کیږي چې ډيزاینونکي او نورې اړونده خواوې خپل مالومات ورکړي.کله کله داسې هم کیږي چې ساختماني تشریحي نقشې د ډیزاینونکي لخوا برابریږي.مونږ اړتیا لرو چې د ورکول شوي پلان لپاره ښه نما ولرو .نو ځکه مهندس باید په دې ځای کې د ساحې حالت او نما ته ډیر پام وکړي.دلته ضرور ده چې ډیزاینونکی او مهندس باید په ګټه کاروکړي او ودانۍ ته یوه ښه نما ورکړي.
د پروژې د جوړونې په لګښت محاسبه کې د مهندس رول .Role of Architect in Cost Estimation of Construction Project
د پروژې د نقشو رسمولو په بیلابیلو پړاونو کې د لګښت محاسبه کول مرسته کوي څوله ټاکلې بودیجې سره څنګ په څنګ لاړ شو او په بودیجه کنترول ولرو .دا به مشتري د پروژې له ممکنه لګښت باخبره وساتي .مهندس دودانۍ د ساختمان له بره څخه ښکته لور ته په تصور ورکولو کې مهم رول لري،کوم چې نوو نظریو او ډیزاینونو ته لار هواروي . دمهندس باید موادو لویه ننګونه او مسولیت دادی چې د موادو لګښت او وخت کم محاسبه نه کړي.دا د اغیزمنې محاسبې لپاره ډیره ګټوره نقطه ده .د مهندس په واسطه د لګښت د محاسبې تشریح او مقدار د ترسره کیدونکې کار سره تړاو لري.که مشتري د پروژې ټول کارونه هغه ته سپاري .چیرته چې انجینران د هغه لاس لاندې وي او یا وروسته راځي ،د ساختماني کار ټوله محاسبه مهندس ترسره کوي.خو که چیرې هغه یواځې د ودانۍ دمخ د ښکلا د طرحې لپاره ګمارل شوی وي نو هغه بیا د همغې لپاره محاسبه کوي.
په ساختماني قراردادونو کې د مهندس رول .Role of Architects in Construction Contracts
که د پروژې ټول مالومات مالوم وي ،دا اسانه ده چې پوه شي د پروژې مختلف سکتورونه کوم چې په قراردادیانو ویشل شي.قراردادي پروژه په قرارداد نیسي په خپلو مزدورانو یې کارونه کوي خو لارښوونې به مهندس او انجینرانو ترلاسه کوي.دواطلبي او قرارداد ترسره کولو په وخت باید مهندس شتون ولري.دا به له مشتري سره مرسته وکړي څو مناسب قراردادي غوره کړي.د قرارداد له لاسلیک وړاندې د قرارداد ټولې مادې د مهندس لخوا تحلیل کیږي .داچې مهندس په کوم ډول کار کې ښکیل وي د قرارداد په تړون لیک پورې اړه لري.په ډيری پروژو کې مهندس له سیول ساختماني انجینر سره یوځای ساختماني کارونه مخ ته وړي.که پروژه غټه وي نو یقیني خبره ده چې داسې یو کس ته به هم ضرورت وي چې د ساختمان په ثبات او محکمیت فکتورونو باندې پوه ووسي.مهندس به ترسره شوي کارونه له سټنډرډ کوډونو او مقرراتو سره پرتله کوي .ډیری وخت مهندس ددې مسولیت لري چې د پیسو د ورکړې بیلونه چک کړي او د کار له پرمختګ سره یې پرتله کړي.
په بازارموندنه کې د مهندس رول .Role of Architect in Marketing
مهندس د خپلو کارونو په ترسره کولو سره په ټولنه کې شهرت ترلاسه کوي .دی د ودانۍ نوي شکلونه وړاندې کوي او د ودانیو په طرحو او ښکلاو کې وخت په وخت بدلون او نوښتونه راوړي.دا به د هغې وظیفوي ژوند کې لا پرمختګ راولي.د ساختمان د ډيزاین په پروسو کې مهندس لاندې مسولیتونه هم لري.
• د ساختماني ټیم سره په ګډه د ډيزاین د تشریحاتو درجه بندي .
• که ضرور وي ډیزاین بیا ځلې ترسره شي.دا به د مرسته وکړي څو مقررات او اصول په سم ډول په پام کې ونیول شي.
• د دې خبرې تایدول چې کارونه له نقشو سره سم ترسره شوي .
• د مهندس وروستی کار به دا وي چې د ساختماني کارونو له بشپړیدو وروسته د هغې د ښې ساتنې لپاره یو لارښود مشتري ته ورکړي .دا ډیر معمول نه دی ،خو په ځینو برخو کې مهندس دا خدمات وړاندې کوي او ددې ګټه داده چې په راتلونکې که د ترمیم کوم کارته اړتیا شي نو ترسره کول به یی اسانه وي .د مهندس انجینر ډیری مسولیتونه د ساختماني ډيزاین انجینر ته ورته دي.فقط توپیر یی دادی چې مهندس هڅه کوي ودانۍ داسې ډيزاین شي چې ښکلې ښکاره شي په داسې حال کې چې ساختمان ډيزاین انجینر هڅه کوي ودانۍ مداومت لرونکې وي ،خو ددواړه موخه داده چې یوه ښه ودانۍ ترلاسه شي.