لیکنه: پوهیالی عبدالرحمن درد
مدیریت دیوې سالمې ادارې د رامنځته کېدو او بریالیتوب یوازینۍ زینه ده، که چیرې د مدیریت په ارزښت پوی شو نو بې له شکه به ورسره د سالمې ادارې د رامنځته کېدو زیری تړلی وي مدیریت باید په مدیریتي ارزښتونو سمبال او متکي وي هغه څه چې موږ یې په مدیریتي ارزښتونو کې شامل بولو په لاندې برخو راڅرخي:
- په سمه توګه د موخو لاسته راوړل : البته په دې برخه کې د اداري پرسونل او اداري افرادو هڅې دیادونې وړ دي کله چې هغوی په ګډه دموخو دتعقیب په پار یو دبل لاسنیوی وکړي نو هڅې به یې خامخا رنګ راوړي او په ښه توګه به موخې لاسته راځي.
- د لګښتونو کمښت : باید یوه اداره خپل فعالیتونه په اقتصاديت سره تر سره کړي په دې مانا چې دبې ځایه لګښتونو مخه ونیسي او اړونده چارې په په کمو لګښتونو او امکاناتو لاسته راوړي چې دا د یو مدیر دنده ده.
- د وخت او لګښتونو د محدودیت په نظر کې نیولو سره د کارونو سرته رسول : په دې مانا چې پلان شوې موخې په کم وخت او کم لګښت سره لاسته راوړل، داچې پر لګښت پورته بحث وشو په اړه یې له څه ویلو تېرېږو، دلته دا یادونه اړینه ده چې د اوس وخت لویه پدیده دکافي وخت نشتون دی کله چې وخت کم وي او کارونه ډېر وي نو دلته مدیریت خپل شاهکار ښکاره کوي او په سمه توګه ټولې پلان شوې موخې په کم وخت سره لاسته راوړي چې په دې حالت کې ویلی شو چې کړنې مو په موثره او مثمره توګه لاسته راغلي دي.
- د ښکیلو خواوو قناعت او رضایت : داچې اداره دوه ډوله خلکو سره رابطه لري لومړی هغه چې عملاً پکې په فعالیتونو بوخت دي چې اداري پرسونل او کارکوونکي یې بولي او دوهم ډول یې مشتریان یا مراجعین دي چې ددغه دواړو ډلو سمبالول او دواړو ډلو ته دکړنو د ترسره کېدو په رابطه قناعت ورکول دمدیریت په ارزښتونو کې شامل دي.
- کله چې یوه اداره داداري اصولو سره موازي حرکت وکړي او خپلو کړنو ته دهراصل سره سم مطابقت ورکړي نو لرې نه ده چې اداره به مو غښتلې، پوره او له نېمګړتیاوو پاکه وي ددې اصولو د پلي کولو پرمهال دادارې دغښتلتوب په اړه دعوه کولای شو، دمدیریت په دنیا کې ستر عالم (Henry Fayol) هنري فایول وايي که غواړئ په یوه اداره کې مو ټاکلې موخې په ښه شکل لاسته راوړئ نو دغه اصول چې د (Fayol’s Principle) په نوم یاد شوي دي په پام کې ولرئ او اداره مو دبریالیتوب مقام ته ورسوئ:
- دکار د وېش اصل : ددغه هدف دلاسته راوړلو لپاره بايد سټاف (اداري پرسونل) دفتري کارونه په موثر ډول سره تر سره کړي نو ددې په خاطر بايد هر تن ته دهغه دپوهې او مسلک پربنسټ دنده وسپارل شي. دندې بايد په مختلفو کټګوريو او څانګو ووېشل شي لکه ددفتر رياست،مديريت،ماموريت اونور او کله کله لوی فعاليتونه دچارو دسمون او پرځای ترسره کېدو لپاره بايد په کوچنيو برخو ووېشل شي څو دکوچنيو مامورينو لخوا په همغږۍ سره مخ پروړاندې لاړشي.
- د واک،صلاحیت او مسوولیت اصل : داچې واک او مسوولیت یو کارمند ته په قانوني او مشروع ډول سپارل کېږي او د منابعو څخه په استفاده ترې په سمه توګه ګټه پورته کوي، ددغه اصل له مخې په يوه اداره کې بايد هر کارمند ته دهغې دندې دترسره کولو واک او صلاحیت هم ورکړل شي دکومې چې مسووليت په غاړه لري دمثال په ډول که يو مامور ته داسنادو دساتلو مسووليت وسپارل شي نوهغه ته بايد دا واک هم ورکړل شي چې دضرورت په وخت کې دوسيو ته لاس رسی ولري.
- د سمون او ډسپلین اصل : یوه سالمه اداره ځانګړي نظم او سمون ته اړتیا لري چې په دې برخه کې د همکارانو ګډې هڅې، مکافات او مجازات دپام وړ دي.
- داوامرو دوحدت اصل : په یوه اداره کې باید یو مشر او مدیر موجود وي او همدا یو مشر او مدیر اوامر جاري کړي.
- د لارښوونې دوحدت اصل : په یوه اداره او سازمان کې ټول په ګډه سره د یوه ټاکلي هدف د ترلاسه کولو په موخه کړنې سره همغږي کړي او د ادارې د مشر لخوا جاري شوي اوامر په یو ډول پرته له کوم تبعیض څخه تعقیب او په اړه یې جدي ګامونه واخلي.
- د عمومي ګټو په وړاندي د فردي ګټو دقربانولو اصل : په دې مانا چې په یوه اداره کې دې دیو شخص او فرد ګټو ته دټولې ادارې په عمومي ګټو برتري نه ورکول کېږي، داچې جز دکل تابع دی نو دلته دې هم دجز لپاره دکل اهداف او ګټې نه تر پښو لاندې کېږي هو دا ممکنه ده چې عمومي ګټې داسې تنظیم شي څو فردي ګټې هم په نظر کې نیول شوي وي.
- دکارکوونکو دحق الزحمې اصل : یوه اداره هغه وخت دپرمختګ په لور رهي کېږي چې پکې دکارکوونکو دکار دجبران په موخه دهغوی حق الزحمه څنګه چې لازمه او اړینه ده ورکړل شي چې په دې سره دکارکوونکو حق هم اداء کېږي او په اداره یې اعتماد لاپسې ډېرېږي. دغه حق الزحمه په حقیقت کې دکارمندانو دمالي او غیر مالي ستونزو په وړاندې یو ښه اقدام دی.
- د مرکزیت (تمرکز) اصل : دیوې ادارې دفعالیتونو دښه تر سره کېدو لپاره دتمرکز او مرکزیت درلودل اړین دي ځکه چې ددې په وسیله دافرادو هڅې او کوښښونه له نږدې څارل کېږي چې دستونزو پر مهال ورته ښه توجه او لاسرسي کیدای شي، که چېرته دیوې ادارې ټول اړونده فعاليتونه يوازې او يوازې په يوه ځای کې ترسره شي نو ددې امکان شته چې دډيرو مامورينو دندې ديو با صلاحيته مدیر په موجوديت کې په ګډه سره ترسره شي چې دابه دستونزو په مخنیوي کې ډېره مرسته وکړي.
- دمراتبو دسلسلې اصل : دیوې ادارې دلوړ رتبه افرادو لخوا د فرمانونو او اوامرو صادرول دي ټیټ رتبه افرادو ته او دټیټې کچې لخوا د اجرااتو تر سره کول دي دمراتبو دسلسلې ګټه داده چې په دې سره په یوه اداره کې موجودې ټولې بې نظمۍ په ښه ډول مهار کېدای شي، همدارنګه دټیټې کچې لخوا وړاندیزونه او غوښتنې پورته افرادو ته رسول کېږي چې دکارونو په بهبود کافي تاثیر لري.
- د امر او حکم اصل : ددغه اصل په بنیاد بايد یوه اداره ددې قابليت ولري چې د ادارې دبېلابېلو څانګو ترمنځ دفعاليتونو په ترسره کولو کې همغږي رامنځته کړي چې دغه همغږي داهدافو په لور لارښوونه کوي.
- دعدالت اصل : په یوه اداره کې د کارکوونکو سره ښه او عادلانه چلند کولای شي ښه پایله له ځانه سره ولري کله چې د کارکوونکو تر منځ دعدالت فضاء قایمه شي بې له شکه چې هر کارمند به د ادارې دپرمختګ او موخو په لاسته راوړلو کې خپله وفاداري ثابته کړي او د زړه په میلان به خپلې دندې ته ادامه ورکړي.
- داداري پرسونل د ثبات اصل : په اداره کې دکارکوونکو دوامداره کار او پخپله برخه کې ډيره تجربه دادارې دپرمختګ سبب ګرځي،وخت په وخت په اداري پرسونل کې بدلون راوستل ستونزې را ولاړوي،په یوه اداره کې دپرسونل ثبات د ادارې دموخو په ښه ترلاسه کولو کې مرسته کوي، اداره چي دې کوښښ وکړي چې دهغوی دژوند حالت او وضعیت په نظر کې ونیسي او هماغه ډول حق الزحمه او امکانات ورته مهیا کړي څو وکولای شي چې کارکوونکې داوږدې مودې لپاره وساتي،که چیرې اداره په دې اړه ګړندي ګامونه وانخلي نو کارمندان به دیو لنډ او کمې مودې په فکر په اداره کې فعالیتونه تر سره کوي چې دلته به دفردي ګټو مسئله مطرح شي او په دې سره به اداره خپلو سترو اهدافو ته په رسېدو کې پاتې راشي.
- دنوښت اصل : په اداره کې داسې فضاء رامنځته کول چې په هغې سره کارکوونکي وهڅول شي او دنوښت فکر ورسره پیدا شي په حقیقت کې په یوه اداره کې مکافات دهمدې موخې د اثبات په خاطر ورکول کېږي چې دکارکوونکو ترمنځ د نوښت اصل ژوندی وساتي، ښه او منظم پلان دیوې ښې کاري لارښوونې سره کولای شي چې دکارکوونکو په هڅو او علمیت کې دپام وړ بدلون راولي او دیوې ادارې دجوړښت له مخې چې هرکارمند ته کوم مسووليت سپارل شوی وي نو دغه کارمند بايد يوازې دڅارونکي دحکم په اساس فعاليتونه ترسره نه کړي بلکې ددې ترڅنګ هغه ته داصلاحيت هم ورکړل شي چې پخپل فکر سره ځيني کارونه ترسره کړي څو دکارکوونکو ترمنځ دابتکار او نوښت مفکورې ته پرمختګ ورکړل شي او همدارنګه د اداري کړنو دښه والي په نيت هر نوښت ته درنښت وشي.
- د دوستۍ او رفاقت اصل : یوه اداره باید دګروپیک کار او کاري ټیم په وسیله دکارونو په ترسره کولو سره د کارکوونکو تر منځ دهمغږۍ او يو والي مفکوره عامه کړي په دې مانا چې کارکوونکو ته داسې احساس ورکړل شي چې په یوه اداره کې ټول افراد دیو کور دافرادو په څېر یو له بل سره تړلي او دوستان دي او د ادارې موخې ددوی په وحدت او رفاقت سره په ښه توګه لاسته راتلی شي. دهنري فایول دلارښوونو سره سم یوه اداره خپل ټول پروسیجرونه او کړنلارې تنظیمولی شي او چې کله دغه ډول عمل صورت ونیوه نو بیا دیوې سالمې ادارې درامنځته کېدو ډاډ لاسته راوړلی شو. دفایول پر لارښوونو سربېره څو نورې اړینې لارښوونې او اصول هم دسالمې ادارې په ایجاد کې دپام وړ مرسته کولای شي:
- دهدف اصل : دتنظيم (سازماندهۍ) لپاره بايد د ادارې اهداف په واضح ډول سره څرګندشي کله چې اهداف څرګند او روښانه وي نو په اداره کې به يوکارکوونکي ته هم دهغې په ترلاسه کولو کې کومه ستونزه موجوده نه وي اوهغوی به دکوم تشويش سره مخامخ نه شي د ادارې اصلي هدف بايد داوي چې په کم لګښت، ټاکلي وخت او مناسبه طريقه باندې مالومات مربوطه شخص ته تهيه شي، ددفتر تنظيم بايد په داسې طريقه سره وشي چې دهر تن لپاره پکې هدف څرګند او روښانه وي.
- په ګډه سره ددندو ترسره کولو اصل : کله چې دندې په مختلفو کټګوريو ووېشل شوې نوبايد ددغه ټولو څانګو کارکوونکي په کډه سره فعاليتونه ترسره کړي څو د ادارې اصلي هدف ترلاسه شي.ددفتر عمده دندې دمالوماتو دثبت، ساتل، يو بل ته دمالوماتو انتقالول اوپه راتلونکې کې دهغې څخه ګټه پورته کول دي، ددغه فعاليتونو څخه پرته چې نورکوم فعاليتونه ترسره کېږي هغه هم بايد په ګډه سره تر سره شي.
- داسانتيا ( ساده توب ) اصل : د ادارې جوړښت بايد ډېر ساده او اسانه وي څو هرکارمند پرې په اسانۍ سره پوه شي چې داهم يو ډول کاميابي بلل کېږي.
- دکنټرول اصل : ددې لپاره چې څارونکي (مفتشين) دخپلو مادونانوفعاليتونه په موثرډول سره وڅاري، ددغه مادونانو شمېر بايد محدود وي ددغه شمېردمالومولو لپاره بايد ددفتر حالت اودفعاليت نوعيت په ښه توګه ارزيابي شي مانا داچې که چيرې فعاليت لوی اوپراخه اوسي نوبيا زياتو مادونانو ته اړتيا ده او که چيرې په ټيټه سطحه سره وي نو دکمو مادونانو څخه ګټه اخستل کېږي په ځينو وختونو کې دغه شمېر دڅارونکو د وړتيا پورې هم اړه لري.
- دارتجاعيت اصل : د ادارې جوړښت بايد داسي وي چې دکاروبار او هم دکارونو دنوعيت په تغير سره پکې بدلونو رامنځته شي چې په ځينو وختونو کې ديوې ادارې ضروري کارونه له خنډ سره مخ نه شي.
- داقتصاديت اصل : ددفتر اداري تشکيل (جوړښت) بايد پداسې ډول وشي چې په کم لګښت سره يې اهداف ترلاسه شي اوهمدغه دموثريت مهم لامل دی ددفتر جوړښت بايد داسې ډيزاين شوی وي چې ټول افراد پکې په موثر ډول او ټاکلي وخت سره فعاليتونه تر سره کړي.
- دهمغږۍ اصل : ددغه اصل په اساس بايد داداري مديريت ددې قابليت ولري چې د ادارې دمختلفو څانګو ترمنځ دفعاليتونو په ترسره کولو کې همغږي رامنځته کړي چې دغه همغږي داهدافو په لور لارښوونه کوي.
وړاندې برخه – پسې برخه