• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په سیمنټو کې د ګچ رول او د هغې اغیزې. Role of Gypsum in Cement and its Effects

Home انجنیريپه سیمنټو کې د ګچ رول او د هغې اغیزې. Role of Gypsum in Cement and its Effects

په سیمنټو کې د ګچ رول او د هغې اغیزې. Role of Gypsum in Cement and its Effects

ګچ یو منرال دی او په کیمیاوي شکل کې هایدرایت شوې کلسیم سلفایټ دی .ګچ د سمنټو د سختیدو په کنترول کې مهم رول لري،او په عمومي ډول وروسته کوونکي عامل بلل کیږي .په عامه توګه دا د سیمنټو د ځان نیونې یا جوش وخت د تنظیم لپاره کاریږي او یو مهم عنصر دی یعنې د کانکریټو د کانکریټو د جوش وخت غزوي .
ګچ څه شی دی ؟What is Gypsum ?
ګچ یو طبیعي منرال دی چې د سیندونو به بسترونو کې له رسوب شوو موادو څخه د خامو موادو په توګه لاس ته راځي .له کلسیم سلفایټ او اوبو څخه مرکب ،په بیلابیلو تولیدي ،صنعتي او کرنیزو محصولاتو کې کاریږي .د دې رنګ سپین ،خاکستري ،سور او نصواري وي .د ګچ مهم خاصیت دا دی چې په طبیعي ډول د اور ضد دی .
په سیمنټو کې ګچ کله ورزیاتیږي ؟ When is Gypsum added in the cement ?
د سیمنټو د تولیدولو پرمهال ،یو اندازه ایره (clinker)هم پاتې کیږي .د سیمنټو دا پاتې شونې ایره یخیږي او دګچو له یو کم مقدار سره ورعلاوه کیږي .او بیا مخلوط د وروستي میده کولو پروسو ته لیږدول کیږي .د عادي پورتلنډ سیمنټ لپاره دا مقدار له 3 تر 4% پورې وي او چټک سختیدونکو لپاره کیدای شي دا تر 2.5% پورې وي .
په سیمنټو کې د ګچو رول .Role of Gypsum in Cement
په سیمنټو کې د ګچو ورعلاوه کولو لویه موخه داده چې له هغې سره د اوبو له مخلوط کولو وروسته د سیمنټو د هایدریشن پروسې ورو او بطي کړي.د سیمنټو هایدریشن پروسې دادې چې ،کله اوبه سیمنټو ته ورعلاوه شي ،نو هغه له C3A سره تعامل کوي او په سختیدو پیل کوي .دغه وخت چې په دې پروسو کې په کاریږي ډیر کم دی ،کوم چې د لیږد ،مخلوطولو او ځای په ځای کولو لپاره وخت نه ورکوي.کله چې اوبه له سیمنټو سره ورعلاوه شي ،له C3A سره د هغې تعامل صورت نیسي څو ettringite تشکیل کړي.دا ettringite په ابتدايي ډول د ډیر میده دانه کرستالونو په شکل تشکیل کیږي،کوم د C3A ذراتو پرمخ یو قشر منځ ته راوړي.دا کرستالونه ډیر واړه وي څو وکولی شي د سیمنټو د ذراتو ترمنځ خالیګا سره وتړي.نو ځکه د سیمنټو مخلوط پلاستیکي حالت غوره کوي او دکار کولو وړ وي .د کانکریټو د لیږد ،مخلوطولو او ځای په ځای کولو وخت د کانکریټو په مقاومت ،ترکیبې جوړښت او کار وړتیا کې ډیر مهم رول لري.څرنګه چې ګچ د هایډریشن پروسې وروسته کوي نو ځکه دا د سیمنټو وروسته کوونکی عامل بلل کیږي.

پرسیمنټو باندې د ګچو اغیز.Effects of Gypsum on Cement
1. ګچ د تولیدولو پرمهال د سیمنټو زر ناڅاپه جوش یاځان نیونی مخنیوی کوي.
2. د سیمنټو د جوش وخت وروسته کوي.
3. اجازه ورکوي کانکریټو مخلوطولو ،لیږدولو او ځای په ځای کولو وخت وغزیږي .
4. کله چې اوبه د سیمنټو له المونیمایټو او سلفایټو سره مخلوط شي او تعامل وکړي په دې وخت یوه اندازه تودوخه له ځانه پریدي مګر ګچ په دې وخت کې کانکریټو دهایدریشن تودوخې درجه راټيټوي او یخوي یې.
5. هغه سیمنټ چې ګچ لري د هغو سیمنټو په پرتله زیات مقاومت او سختوالی لري چې ګچ نه لري.
6. ګچو لرونکي سیمنټ د هایډریشن پروسو له لږې اوبه غواړي.

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

Noor Ahmad Emal پوهنيار نور احمد اېمل

د هلمند فرهنګي وضعيت (څلورمه برخه)

Oct 2, 2015

څېړونکی: پوهنيار نور احمد اېمل د روغتیا پلوشې مجله د[...]

د ګازرې روغتیايي ګټې
????????????????????????????????????

د ګازرې روغتیايي ګټې

Jul 30, 2016

ژباړه: حمیدالله حمیدي د هوا خرابوالي په لویو ښارونو کې[...]

مجیب الرحمن اېمان

مجیب الرحمن اېمان

Oct 24, 2016

لیکوال او ژباړن مجیب الرحمن اېمان د استاد علم ګل[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022