ليکنه: ډاكټر سيد شبيه الحسن
ژباړه: سعيد شينوارى
شاعري يوازې دې ته نه وايي چې ښكلي لفظي او عيني انځورونه دې په كې وكارول شي بلكې ښه شاعري همغه ده چې په دې هر څه سربېره عواطف جذبات او احساسات هم ولېږدوي او له هغه نقال انځور ګر سره توپير ولري چې كټ مټ د خپلو مشاهداتو او نندارو انځورونه د كاغذ مخې ته سپاري.
ښه شاعر هماغه دى چې انځورونه واخلي، خيال زړه او فكر ته يې وسپاري مګر نورې نړۍ ته يې چې وړاندې كوي نو د خپلو جذباتو او احساساتو په معنويت يې هم ښكلي كړي.
يو وخت چې افلاطون شعر و شاعري يو ډول نقالي او د مهذبې ټولنې ابتريت وباله نو په هغه پسې يې مشر شاګر ارسطو راپاڅېد او دا نظريه يې وركړه چې(( شاعر له نقل څخه نقل نه كوي بلكې كه شعر ته رښتيني جذبات او عواطف ورګډ شي نو دې ته نوى تخليق وايي او زه وايم چې د يوې پرمختللې ټولنې لپاره نوى تخليق يا پنځونه كومه د ضرر او تاوان خبره نه ده.))
همدغه خبره كه موږ په خپلو الفاظو وكړو نو داسې وايو چې د پرمختللې ټولنې د خلكو لپاره جذبات او احساسات ډير مهم ځكه دي چې كه يو حساس شاعر يې د قواعدو او ضوابطو له پولو واوړي، د خپل سوچ او فكر غمي د خلكو په لاس كې وركړي، نو له بركته به يې د شعر نوې پړاوونه او نوې زمانې ( عصرونه) رامنځته شي.
له دغو زمانو ډير را وروسته لان ژاينس لومړنى مفكر دى چې په شعر كې د جذباتو په اړه يې د يوناني، رومي كره كتونكو قاعده پرستي رد كړه، لان ژاينس حتى د ارسطو يو څه مثبت منطقي معيارونه هم د بشپړ اعتبار له درجې راښكته وبلل او په مسلكي ډول يې د جذباتو او تخيل سكالو د خپل ستر اهميت له مخې وڅېړله، نوموړي په دې برخه كې دومره كار وكړ چې وروسته بيا سكاټ جيمز دى د لومړني رومانوي( تخيلي او جذباتيت) كره كتونكي په نامه ياد كړ.
ژاينس په خپلو څېړنو كې د ادبي پنځونو د كره كتنې او پلټنې لپاره فطري او طبعي قوانين، د غوره انساني كردار اصول، ژور، فلسفيانه او اروايي حقيقتونه پاڼه په پاڼه چاڼ كړل او دا يې وښوده چې هره له ارفعيت (sublimity) ډكه پنځونه د شعر د خلاقيت معراج ټاكي او عظمت يې راپه ګوته كوي.
د ژاينس له نظره لوړ خيال، لړزوونكي جذبات او خوږه ژبه د ارفعيت د ماڼۍ لومړنۍ خښتې دي او دا رښتيا ده چې كله لوړ تخيل د رښتينو جذباتو په قالب او خوږه ژبه وړاندې شي، نو په داسې وخت كې د شاعر له خولې د شعر ډېرې معتبرې مرغلرې راتوېږي.
تاسې نړيواله شاعري ولولئ، هغه د ډېرو معمولي او ذاتي جذباتو زېږنده وي، خو شاعر په كې همدغه خپل جذبات د لوړ تخيل په مرسته داسې وړاندې كړي وي چې د كره كتنې له مخې ورته كمال فن وايي .
ستر شاعر هماغه دى چې ذاتي جذبات د نړۍ په افاقي غوښتنو او قدرونو نو كې رنګ كړي او په داسې عالي ډول يې وړاندې كړي چې داد يې بې داده پاتې نشي.
او موږ ته هم دا اړينه ده چې له يوې لوري كه له عقلي نظره د جذباتو په اهميت وپوهېږو نو بل خوا بايد ګټه هم ترې پورته كړاى شو او د سطحي جذباتو له راوړنې لاس په سر شو، لكه شاعر چې وايي:
شاعری کیا ہے دلی جذبات کا اظہار ہے
دل اگر بے کار ہے تو شاعری بے کار ہے
((ارشاد احمد صديقي))
شاعري څه ده خو د زړه د جذبو شور دى په كې
نو زړه كه مړ شي، شاعري هم بې معنا پاتې شي
((ژباړن))