ليکنه: امين پاچا
د ۱۳۹۳ کال کرکېچنو ټاکنو دې ته لاره هواره کړه چې په افغانستان کې هر څوک خپل ځان مطرح کړي، یعنې هر څوک ووایي چې زه یم او د زه یم لړۍ ورځ تر بلې زور اخلي. تاسو شاهد یاست چې د ټاکنو پر مهال د عطا محمد نور په مشرۍ د شورای نظار ټولو غړو مستقیما د یو ځانګړې نوماند، چې هغه هم عبدالله و، طرفداري کوله او ځان یې د یوه بد معاش په څېر د خلکو په منځ کې مطرح کړی و. کله چې د مقابل لوري ( ټیم) د بریالیتوب اوازه خپره شوه، نو سمدستي یې مخالفت څرګند کړ او په پښتنو یې ډول ډول ټاپې ولګوې، یوه به ویل چې ګوسفندان را ټول شوي او رایه یې کارولې ده، بل به ویل چې غوایان را ټول شوي او رایه یې کارولې ده.
د پښتنو په راس کې یو داسې کس ولاړ و، چې نه یې پښتانه د خپل ځان دفاع ته پرښودل او نه یې هم له ځانه دفاع کولای شوای. پښتانه چوپ ناست وو، هر څه به چې ویل کېدل د ځواب ویلو څوک یې نه درلودل.
خو دې چوپتیا پښتنو ته زیاتې ستونزې وزېږوې، مقابل لوري ته یې د هر ډول ګام اخیستلو زمینه برابره کړه. په دې وروستیو کې دې لړۍ بیخکي کش پیدا کړی دی، عطا محمد نور وایي چې زه په شمال کې څه باندې ۳۰ زره مسلح کسان لرم، که دولت مخالفین نه شي ځپلی نو زه چمتو یم چې د طالبانو په ځپلو کې له خپلو کسان کار واخلم.
جنرال دوستم چې د ولسمشر لومړی مرستیال دی، تېره اونۍ د رسنیو په مخکې وویل، چې زه نه ډاکټر یم، نه انجینر یم، نه سیاست پوه یم، خلاصه هېڅ نه یم، خو د طالبانو په وژلو کې دوکترا لرم. زما په اند دا خبرې داسې مانا لري چې دلته نه حکومت شته، نه ولسمشر شته، نه پوځ شته او نه هم کوم بل څه او د دوی دا خبرې افغان حکومت په ځانګړې توګه ولسمشر او پښتنو ته زور مالومول دي.
له بلې خوا تېره ورځ په پروان ولایت کې د مهماتو لویه زېرمه د بهرنیو ځواکونو تر برید لاندې شوه. امریکایان هم ځای ګوري بیا ګوزار کوي، له دې برید څخه د دوی موخه بل څه ده، دوی غواړي د خپل ځان د پاتې کېدو په خاطر د افغانانو تر منځ یو ډول هرج و مرج رامنځته کړي.
خو په هر صورت افغان حکومت د دې پر ځای چې د نومړي برید ستاینه کړې وای، بلکې د اجرائیه رئیس له لوري تند غبرګون وښودل شو، اجرائیه رئیس ځکه غبرګون څرګند کړ چې دی خپله او د ده یو شمېر ټلوالان لکه: جان احمد حقجو، امان الله ګذر او عطا محمد نور له دې مهماتو خبر درلود، دوی غواړي خپل ځانونه په هر ډول مهماتو تجهیز کړي، ځکه دوی پنځه کال وروسته د یوه لوی انقلاب را منځته کول غواړي، چې هغه ارګ ته د دوی ننوتل دي. خو متاسفانه چې پښتانه له دې هر څه ناخبره دي، دوی نه پوهېږي چې د دوی پر وړاندې په راتلوونکې کې څه ډول پلانونه طرحه کیږي.
ولسمشر چې د پښتنو په راس کې دی، تر ډېره حده له ننۍ اوضاع ناخبره دی، کرایي لیکوالان یې له ځان سره نیولي دي هغوی د دې پرځان چې له خپل ځان او خپلو مشرانو دفاع وکړي بلکې خپل ځانونه او خپل په خپله ځپي. تېره اونۍ یې په کرزي سات تېر و، دا اونۍ ښه وه فاروق وردګ ورته پیدا شو. دوی د دې پر ځای چې د مارشال، رباني، امرالله صالح او عطا محمد نور چې د نړۍ ۷۹ میلیونر دی، غلاوې برملا کړي بلکې په خپلو مشرانو که یې غلا کړې وي کنه د غلا تور پورې کوي او ورځ په ورځ یې ځپي.
زه وایم چې دا عطا محمد نور دیارلس کاله وړاندې د شپږم ټولګي یو عادي معلم و، ده دا پیسې له کومه کړې چې اوس د نړۍ ۷۹ میلیونر دی؟ مارشال چې د مرګ په ورځ یې خلکو ته سل، سل ډالره وېشل، دا پیسې یې له څه نه کړې؟
خدای ته وګورئ پښتنو نور را ویښ شي تر څو به د شاد نام دېو په شان ویده یاست، تاسو له خپله ځانه خبر نه لرئ له څټه ډول، ډول پلانونه درته جوړیږي. دا په یاد ولرئ چې که همدا ستاسو حال و، قسم په خدای که خو پنځه کاله وروسته تاسو ارګ ته ترې د ننه شئ.
له یوې خوا هم تاسو په جنګ کې سوزول کیږئ له بلې خوا هم تاسو. حتا داسې پلانونه درته طرحه کیږي چې دوی غواړي ستاسو نوم له دې هېواده ورک کړي، تاسو خپله شاهد یاست چې په شمالي ولایاتو کې پښتنو خپل کورنه پرې اېښې دي، له یوې خوا معلم عطا لښکر را روان کړی تر څو دوی وځپي له بلې خوا جنرال صېب دوستم.
بله خبره د ملي یووالي حکومت دی. زه د دې حکومت رهبرانو ته حیران پاتې یم، دومره نا توانه حکومت دی چې د دوی له نا توانۍ هر څوک تر خپله وسه سؤ استفاده کوي، نه قانون شته، نه د قانون حاکمیت شته، نه د قانون پلي کول شته، خلاصه هېڅ نشته. تاسو دا د پروان مسئله وګورئ، ولسمشر د دې پر ځای چې په اړه یې هر اړخیزه څېړنه وکړي، د اجرائیه ریاست ځواب نه شي ویلای، اجرائیه رئیس په افغانستان کې د ناټو ځواکونو قومندان جان کمپل را غواړي او د پروان د مسئلې وضاحت ترې غواړي، په داسې حال کې چې وضاخت غوښتلو ته هېڅ اړتیا نه شته، دا خپله یو جرم دی، د جرم په هکله وضاحت غوښتل بیا په خپله بل جرم دی.
ملګرو له دې مالومېږي چې اجرائیه رئیس، شورای نظار او نور ټلوالان ډېر لوی پلان لري، نو بنا له تاسو مې دا هیله ده چې را ویښ شئ، پرېږدی دا خوبونه، دا دومره وخت مو چې خوب وکړ څه مو په لاس راوړل، قسم په خدای نور تباه کیږو، پرېږدی خپل مشران خپلو موخو ته، مه وهئ د خپلو مشرانو پښې، په خپلو مشرانو پسې ودرېږئ، ملاتړ یې وکړئ، کنه قسم په خدای چې ارمان یې وکړئ.
هیله ده چې په پورته متن ښه غور وکړئ!
په درناوي