ژباړه: حمیدالله حمیدي
که هره ورځ له بلې نه زړه سواندی وې او خلک کم درنه آزار شي پوه شه، چې پر ښه لوري دې قدم اېښی دی.
که نه نو لوری دې بدل کړه.
- تل مسکی اوسه او مسکی!
هره ورځ د خوښ ژوند لپاره یو دلیل ولټوه.
مسکی شه او وخانده، دغه کار دومره تکرار کړه، چې ټول کاینات ستا پر وړاندې تبسم وکړي.
- په غذایي رژیم کې کوچنی بدلون ستا د ښه صحت او سالم ذهن ضمانت کوي.
له همدې نن ورځې هڅه وکړه، چې د ناسالمو غذاګانو له خوړلو ډډه وکړې تر څو په وجود کې د هماهنګۍ احساس وکړې.
پرهیز وکړه، له هغه وروسته به وګورې، چې په بدن کې څومره د ښه توب احساس کوې.
- هغه فکر چې همدا اوسې په خپل ذهن کې لرې ستا راتلونکې تظمینوي.
د نن ورځې فکرونه به دې د سبا، راتلونکې اونۍ، راتلونکې میاشتې او راتلونکی کال تجربې وي.
هر سهار دې د خپلې مینې او محبت سیکه له زړه څخه را وباسه او نورو ته یې ډالۍ کړه، تر څو تاته هم د لمر په شان وړانګې خپرې کړي.
هر یو ملګری، چې ډیره درته ګران دی، نن د زړه له خلاصه ورته و وایه « سلام ملګریه! زړه دې خوشاله او ورځ دې نېکمرغه اوسه»
نن یوه کس ته بښنه وکړه او د زړه بنده دروازه د هغو پر مخ خلاصه کړه، بې ځایه او غیر ضروري اندېښنې پرېږده.
اوس کولای شې د آرامتیا احساس وکړې، له دې امله، چې نن تا یو اسان اوساده کار تر سره کړی او ستا په ژوند کې مثبت بدلون راغلی.
کور دې د مینې له برکته ډک کړه. د کور په هر کونج کې د عشق او مینه وکره، تر څو په ټولو ځایونو کې مینه او محبت را زرغون شي او له خوښیو یو ډک ژوند ولرې.
ژوند درته ښایم! که وغواړې له ژونده خوند واخلې، ټولې برخې یې له خونده ډکې دي. د خوند او رنځ کلیانې ستا په لاس کې دي. یو وخت را سره داسې ذهنیت موجود و، چې فکر مې کولو هر څه زموږ له خوښې پرته تر سره کېږي، خو نن په دې پوه شوی یم، چې هر څه زموږ په خپل لاس کې دي. د ژوند د بېړۍ د چلولو کفتانان موږ یو نه بل څوک!
هرڅه، چې همدا اوس لرې شکر پرې وباسه.
هره خبره، د مثبت حس له مخې وکړه.
هر کار په پوره مینه، شور او ذوق باندې وکړه.
له بریالیو کسانو سره مینه وکړه.
له نورو سره په مرسته کولو کې مخکښ اوسه.
د خلکو احساساتو ته درناوی وکړه.
تل سخي او وفادار اوسه.
په ورز سره دې د وجود عضلې پیاوړې کړه.
مثبتې تاکیدي جملې ډیرې تکراروه.
د اړ سړي زړه خوشاله کړه.
د مثبتو لغتونو دایره دې پراخه کړه.