لیکنه: اسدالله لایق
ټولې نه، خو ډیری علــــمي او د پوهنې اړوند لیکنې چې د ډیرې مودې راهــــیسې دلته او یا هـــــم نورو بریښنــــــاپاڼو (ویب پاڼو) کې خپـــــریږي لویه ستونزه لـــري، هغه دا چې زمونږه ځيـــــنې لیکوالان عملي لیکنې کوي خو دا نه څــــیړي چې کوم مالـــومات دوی لوستونکو ته وړاندې کوي له کــومه ځایه راخـــــیستي او یا يي هم زده کــــــړي. که چــــــیرې یو لیــــکوال او وینــــاوال یو څه علمي لیکي او وايي، نو د دوی د لیکنو او خبرو خوند هغه وخت ډيرې په زړه پورې او پیاوړې تمامیږي چې دوی د نورو خـــــلکو لیکنې او خبــــــرې د خپلو لیکنو او خبرو را بیــــــــلې کړي. په ځانګړي ډول په یوه لیــــکنه کې، که یو لیــــــکوال د بل چا لیکنې، نظریات او اخـــــتراع ګانې (چې مونږ دې دریو توکو ته د “کــــار” ويي هم کارولی شو) را خـــــلي او نوم د ځان ورکوي، دې کـــــــړنې ته “ادبي غــلا” او یا هم “علمي غـــلا” ویل کیږي .
“ادبي غلا په حقیقت کې د بل چا کار او حاصــــــل څخه په خپل نامه ګټه اخــــیستل دي، که چیرته له اصــــــلي سرچینې څخه د ګټې اخــــیستلو وروسته سرچینه یاده نه شي، نو دا یوه ټــــګي ده او نه یوازې د یو چا د زیار او هــــــڅو غلا ده، بلکې د هغه په اړه درواغ ویل هــــــم دی.۱” په ډيرو هـــــــیوادونو کې نوموړې غلا ته خـــــلک د بېدویه (د قانون خلاف) کړنې په ســـــترګه ګوري او داسې شونې ده چې داسې لیـــــــکوالانو ته ســـــزا او یا ناغه (جـــــــــرمانه) هم ورکړل شي (۲)؛ له همدې کبله باید په لیــــــکنو کې د نورو خلـــــــکو لیکنې، نظـــــریات، او اخـــــتراع ګانې (کار) په نښــــــه شي، که څه هم کوښښ دا وي چې د بل لیــــــکوال کار کټ مټ د هغې په ټکو کې او یا هم پخـــــــپلو ټکو کې وړاندي کیږي.
ددې لپاره چې یو لیـــــــکوال د نورو خـــــلکو د “کار” درناوی کړي وي، دلته به د اخــــځلیک (ماخذ) په اړه یو څو لڼډې خبــــــرې راواخلو. په علمي او د پوهې اړوند لیکنو او خبـــــــرو کې اخځلیکونه ډير اړین دي اوپه اړه يي ډير لاملونه شته، چې ځينې یي په لاندې ډول دي:
۱. د اخځلیکونو په لوستولو سره لوستونکي او اوریدونکي کولاي شي د یو لیکوال او ویناوال علمي لیـــکنې، نظـــــریات او اخــــــتراع ګانې (کار) د اصلي ســــــرچنې نه بیلې کړي.
۲. اخځـــــلیکونه د لیکوالانو او ویناوالو لیکنو او خبرو ته ډير اعتــــبار وربخښي، او خـــــلک کولای شي د دوی “کار” د نورو ســـــرچینو له مخې هم تاید کړي او په دې کړنې سره ددوي د کار بنسټ نور هم غښتلی کیږي. لوستــــونکي او اوریدونکي کــــولای شي چې د دوی “کار” د نورو سرچینو سره یو ځای ولولي او په توپیر یی د پرتله کولو وروسته، پوه شي. که اخځلیکونه نه وي کارول شوي، نو ځيرک خلک سمدلاسه دا پوښتنه کوي، چې نوموړي مالــــــومات لیکوال او ویناوال له کومه ځایه او سرچینې راخیستي دي؟
۳. د اخځلیــــــکونو په کارولو سره یو لیکوال او ویناوال کولای شي خـــــــپلو لوستونکو او اوریدونکو ته د خـــــــپلو ژورو زده کــــــــړو او څيړنو په اړه هم مالــــــومات وړکړي او کولای شي ددې کړنې له کبله ددوی لیکنې او ویناوې د خلکو اعتبار تر لاسه کړي.
۴. او بله دا چې، یو لیکوال او وینا وال د اخــــــځيلکونو په وړاندې کولو سره خلکو ته د نورو لیــــکنو، نظریاتو او اختـــــراع ګانو د لوستلو او څيړلو لپـــــاره غوره لار برابروي؛ ځـــکه لوستونکي او اوریدونکي کـــــــــولای شي چې پر یوې موضوع د بشــــــپړ پوهیدلو لپاره اصـــــــلي منبــــع ته مخــــــــــه کړي ۳، ۴.
د انګلــــیسۍ په ژبه کې د اخـــــځلیکنونو لپاره څو ډوله ځــــانګړي کړنلارې رامینځ ته شويدي، چې مونږ يي د اوس لپاره د لیکلو ډډه کوو، خو په ســــــاده ډول سره مشـــــــوره دا ده، چې که چــــــیرې یو لیکوال او ویناوال یو څه علمي لیـــکي او وايي، نو بده به نه وي که د اصلي لیکوال او کــــتاب نوم، پاڼه او د نشر ولو نیټه په ګوته شي؛ که یو څـــــوک خــــپلې لیکنې او ویناوې د بریښــــــنايي پاڼو څخه راخــــلي او یا ژباړي، نو لږ تر لږه دې د لیکوال نوم او د بریښناپاڼې پیوند (لینک) دې وړاندې شي تر څو خلک د ډيرو مالوماتو لپاره اصلي سرچینې ته لاس رسی ولري.
په لیکنو اووینـــــــاوو کې اخځـــــلیک نه یواځې د یوه لیــکوال او وینــاوال په پوهه او ژورو زده کـــــــړو او لوســــتلو دلالت کوي، بلـــــکې د اخلاقو له پلوه هم ډيره اړین څيز دی، ځـــــــکه د اخځلیک په وړاندې کــــولو سره مـــــــــونږ نه یواځــــــــې د نورو لیــــــــکولانو او ویناوالو درناوی کــــــــوو بلکې د یوې غــــــلا څخه هم ځـــــــانونه ژغورو. په ځانګــــــړي توګه په علمي لیکنو کې، که یو څــــــوک اخــــــځلیک نه کاروي نو د نومــــــوړي د لیکنې ارزښت له مینــــــځه ځي، ځکه ډيرې خلک په دې ټول پوهیږي چې زمــــونږه زده کړې او مالومات له اسمانه نه دي راغورځيدلي، خامخا مو مالومات کوم ځـــــــای کې لوستي او اوریدلي دي. لڼډه دا چې د پورتنیو لاملونو په نظر کې نیولو سره، په اوســـــــنی نړی کې اخځلیکونو ته ډیره اړتیـــــــا لیدل کــــــــــــیږي او بې له اخځلیکونو علمي لیکنې او ویناوې خپل ارزښت له لاسه ورکوي.
په درناوی،
اوکلڼډ ښار پوهنتون
اڼډيانا، متحده ایالات، امریکا