لیک: نجی الله حکیم
يوويشتمه پيړۍ لکه څنګه چې په ځمکه د سائنس او تخنیک د پرمختګ شاهده ده دغسې له اتموسفیره پورته فضاء کې هم سائنس ورځ تر بله پرمختګ کوي. خلاء ته بیړۍ استول او په هغه ځای کې د فضاء مطالعه د سائنسپوهانو لپاره اوس وخت کې په زړه پورې مشغله ګرځیدلې. نن به د ساینس د یوی داسی پرمختللي کامیابۍ په باره کی وغږیږو؛ کومه چې په فضاء کې د ساینس او تکنالوژۍ په تیر تاریخ کې ساری نه لري. دغه کامیابي د روزیټا په نوم یوه سپوږمکۍ یوې شهابیې ته په کامیابۍ سره لیږل وو.
ددې لپاره چې ده دغې تاریخي پیښې په اهمیت پوه شو نو باید لومړۍ دشمسي نظام د منځ ته راتلو یا مبداء په باره کې معلومات ولرو.
۴ بلیونه کاله مخکې زمونږ کاینات د د غازاتو او دوړو یوه مجموعه وه. دغو غازاتو په منځ کې چې کله د Big Bangپیښه یا یوه لویه چاودنه وشوه نو په نتیجه کې یې زمونږ شمسي نظام او نور ستوري منځ ته راغلل. ددې تر څنګ ددې چاودنې ورسته ځنې شهابیې او اسماني تیګي هم منځ ته راغلې. د وخت په تیریدو سره ځنې شهابيې دلمر سره د لمر د جاذبې له امله او ځنې ځمکې د جاذبې قوې له امله ځمکې سره وصل شوې او ځمکې ته یې له ځانه سره اوبه، او نور عضوي مواد راوړل او همدی کار په نتیجه کې په ځمکه کې ژوند کولو ته زمینه برابره شوه.
اوس هم هغه شهابیې چې د ځمکې او د لمر د جاذبې قوې نه لری پرتې دي یعنې د(Kuiper belt) نه پورته د شمسي نظام د ستورو جاذبې قوه یې د ځان په طرف را کشوي چی دغه شهابیې بیا د شمسي نظام په داخل کې حرکت کوي. مهمه خبره داده چې دغه شهابیې چې د شمسي نظام څخه شاوخواء پرتې دي په دغه ۴ بلیونه کلونو کې په جوړښت کی تغیر ندی راغلې او زمونږ د شمسي نظام لمړني خواص په ځان کې لري.
شهابیې هغه اصلي مواد په ځان کې لري؛ له کومو چې زمونږ شمسي نظام جوړ شوی نو ددوی مطالعه مونږ د شمسي نظام هغه حالت ښودلې شي؛ کله چې په لومړیو کې شمسی نظام منځ ته راغی.
په لومړي ځل په ۱۹۸۳م کال شهابیې ته یوه سپوږمکۍ لیږلو پلان جوړ شوې وو. همدارنګه په ۱۹۸۶ م یو بل مشن د جوټل په نوم یوې شهابیی ته پلان شوي وو.
د روزیټا په نوم سپوږمکۍ په ۲۰۰۴م کال کی فضاء ته ولیږدول شوه او د یوې خاصې شهابیې چې (67/p) نومیده په لورې ولیږدول شوه .دغه شهابیه په شمسي نظام کې له ۱۹۶۴م کال څخه وروسته داخله شوی وه چې د لمر څخه په ۶ کالو کې یو انتقالي حرکت سرته رسو او غټوالې یې د ۴-۳ کلومتره پورې رسیږي.
دغه سپوږمکۍ لاندني خواص لري:
- روزیټا لومړنۍ سپوږمکۍ ده چې د یوې شهابیې په مدار کی به څرښیږي.
- لومړنۍ سپوږمکۍ به یو روبوټ شهابیې ته لیږدوي.
- د ناستي لپاره مناسب ځای پیدا کول چې د مخکني سپوږمکیو په نسبت نوی وه.
- لومړۍ سپوږمکۍ ده چې د شمسي پینلو په مرسته د جیوپټر ستوري نه اخوا تیریږي دغه سولر پینلې په خاص ډول همدی سپوږمکۍ لپاره جوړی شوي وی چې دوه پينلې چې ۶۵ متر مربع اوږدولې یی درلود.
څرنګه له ځمکې نه شهابیې پورې ورسیده؟
روزیټا سپوږمکۍ ۳۰۰۰ کلو وزن لري چې په داخل کې یو کوچنۍ روبوټ د (Philae) په نوم دی هم له ځانه سره لیږدوي چې وزن یې ۲۰۰ کلو دی دغه روبوټ به له روزیټا نه بیل او په شهابیې باندې کوزیږي او نوره سپوږمکۍ به د شهابیې شاوخوا حرکت کوي. دغه سپوږمکۍ لمړۍ د ځمکې نه د یو راکټ په مرسته د فضاء ته ولیږدول شوه. دغه سپوږمکۍ چې څو ځلې یې د لمر شاوخوا دوره ووهله؛ دوه ځلې د ځمکې د جاذبې په مرسته او یو ځل د مریخ جاذبې په مرسته بیا د دوو نور شهابیې هغوئ جاذبې په مرسته تر خپل هدف پورې ځان ورسوو چې دغې ته د فضانوردۍ په ژبه (Flyby) ویلی کیږي که چیرته دوی دغه (Flyby) په مرسته سپوږمکۍ ته خپل هدف په لور ونه لیږدوي نو د خپل وزن ۶ چنده د سون توکي (تیل) به مصرف کړي.
پدغه لاره کې دغه سپوږمکۍ یو وخت داسې ځای ته ورسیده چې هلته د لمر وړانګې دیرې تتې وی یعنې د اوسني لمر یواځې ۴٪ تر دې سپوږمکۍ رسیدې نو ددې لپاره چې کافي انرژي نه وه موجوده نو ځکه ساینس پوهانو روزیټا هایبرنیټ کړه (هر څه یې ګل شول) او یواځې یې د رادیویي امواجو لیږدنکې او رانیونکي پدغه وخت کې فعال وو .
دغه (Flyby) داسې مثال لري لکه مونږ چې یوې تیزې پکې ته د کم وزن لرونکې پنډوسکه وتوغوو نو د پکي هوا یې بیرته په ډير سرعت سره ځمکې خواته راغورځوي؛ خو که چیرې مونږ غواړو چې په یو معلوم مسیر په لور دغه پنډوسکه حرکت وکړي نو بیا غورځولو کې ډیر دقت ته ضرورت وي. همدغسې د ځمکې او د مریخ د جاذبې قوې نه ددغې سپوږمکۍ خپل هدف ته رسولو کې له همدې طریقي نه کار اخستل شوې.
وروسته له ۱۰ کلونو او (541) ملیونه کلومتره د ځمکې نه لرې کله چې روزیټا شهابیې ته په ۱۰۰ کلومترۍ کې نږدې شوه نو اووس مهم هدف چې هغه د روبوټ ښکته کول وو راورسیدل نو لومړی یې د کیمرې له لارې د شهابیې عکسونه او او ویديو ځمکې ته راولیږل او دلته سائنس پوهانو ته ددغې معلوماتو له مشاهدې نه وروسته دا معلومه شوه چې دلته د روبوټ ښکته کول به مونږ ته یو پیچلې کار وي ځکه چې دغه شهابیې ۱۲.۴ ساعتونو کې یو ځل وضعي حرکت سرته رسوو او بل د شهابیې سطحه کنډه کپر وه او د روبوټ د ښکته کولو لپار داسې یو ځای ته ضرورت وو چې تر ۵۰۰ متره پورې هموار وي.
ورسته د شهابیې د سطحې د مشاهده کولو سائنس پوهان وتوانیدل چې مناسب ځای پيدا کړي بیا یې روزیټا ته څو دورې ورکړې تر څو یې مسیر په هغه خوا کړی کومه برخه کې به چې روبوټ ښکته کیږي دغه جریان ۶۰ ورځې په بر کې ونیولې. اخر وخت راورسیدو چې باید دغه روبوټ شهابیې ته ښکته کړي نو پس له ۷ ساعتونه روبوټ د شهابيې سطحی ته ورسید څرنګه چې د شهابیې جاذبې قوه ډيره کمه وه نو روبوټ ونشو کولای چې په ټاکل شوي ځای کې ځان ونښلوي همدا وجه وه چې روبوټ هغه ځای کې کیوتو چرته چې سیورې وو لدی کبله یې بیټرۍ ته مناسب چارج ونشو رسیدی او په ډير کم وخت کې یې خپله بیټري چارج له لاسه ورکړ خو بیا هم پدغه کمه موده کې ساینس پوهانو وکولای شول چې ځنې څیړنې د شهابیې په سطحه وکړي.
د یادونې وړ ده چې پدغه اسماني تیګو او شهابیو کې ډیر قیمتې مواد شته لکه اوسپنه، کوبالت ،نکل، سره زر، پلاتینیم او داسې نور چې ځمکې ته یې رانتقال یو پیچلې کار دی خو بیا هم سائنس پوهان په مختلفو لارو چارو فکر کوي. یوه لاره د هغې له جملې نه په لاندې ډول ده:
پدی کې ساینس پوهان په داسې یو مشن کار کوي کوم کې چې دوی غواړي د یوې شهابیې مسیر بدل کړي کومه چې په شمسي نظام کې ګرځې او بیا ددغې شهابیې مسیر د ځمکې د سپوږمۍ په طرف کړي او بیا یې سپوږمۍ کې وغورځوي بیا له ځمکې څخه فضايي بیړۍ کې انسانان سپوږمۍ ته ولیږي او د هغه ځای نه له ځان سره د شهابیې قیمتي مواد ځمکې ته رانتقال کړي. دغه مشن دوی غواړي چې په ۲۰۱۸م کې پيل کړي او یوه خاصه بیړۍ چې ټوله د شمسي پينلو په مرسته چارجیږي ددغه هدف لپاره فضا ته واستوي.
الله دی مونږ مسلمانانو ته توفیق راکړي چې مونږ هم یوه ورځ په سائنس کې دغسې پرمختګونه وکړو او هغه ځمکه او نظام وپیژنو په کوم کې چې ژوند کوو او دغه پرمختګونه د انسان او انسانیت په نفع او ګټه استمال کړو.
نړیوال اسلامي پوهنتون اسلام اباد