لیکنه: مجیب الرحمن اېمان
سلام، نیکې هیلې او پيرزوینې مې ومنی، خوښ یم، چې یو ځلې بیا ستاسو سره یم، هیله کوم، چې دا درس مو په زړه پورې تمام او په چاره کې یې بریالی شی، زه کوښښ کوم تر ټولو آسانه او ساده لار تاسې ته وښایم، په ډیرو لارو دا چاره تر سره کیږي، خو زما له انده تر ټولو آسانه او ساده یې همدا لاره ده.
۱ ـ د هر انځور د جامو رنګ، چې غاړی بدل کړی، په فوټوشاپ کې یې خلاص کړئ، زه دا انځور جوړوم.
۲ ـ په Layer کې به په کلیک وکړئ، او Hue/ Saturation باندې به کلیک وکړئ، لاندې وینډو به درته خلاصه شي.
۳ ـ په همدې وینډو کې به لاندې سمونې د شمیرې سره سمې تر سره کړئ، نور تشریح یې لاندې ده.
کې به Custom واخلی.
هغه رنګ به واخلئ، چې د جامو رنګ ته مو ورته وي، لکه نصواری سره نصواری رنګ، زرغون سره زرغون رنګ….
کله مو چې مثبت قلم واخیست، راساً به د جامو په هغه ځای کلیک وکړئ، چې غواړی رنګ یې بدل شي، لکه زه دلته په کمیس باندې کلیک کوم، یانې دلته ورته لارښونه کیږي، چې دا رنګ بدل کړه او نور رنګونه مه بدلوه.
دلته به رنګ ورته جوړ کړې، چې ته یې غواړې هغه رنګ به ورته جوړ شي، خو ځیرکتیا غواړي.
په دې کې رنګ کم او زیات کیږي، یانې همغه رنګ، چې تا ټاکی دی تازه شي او که خف، نو دغه یو یې سمبالونکی دی.
۴ ـ بس هم دومره وه خلاص شو، زما یې دا نتیجه شوه. په دې اړه مو خپل نظر کومنټ کړئ.