ژباړه: محمد مبین هڅاند
د دغې تګلارې په مرسته کولای شئ چې ډېر په اسانۍ سره هغه انځورونه، وېډيوګانې، پاڼې چې تاسې د فېسبوک د ای ډي جوړېدو څخه تردې وخت پورې خوښ کړي دي، ډېر په اسانۍ سره معلومولای شئ.
تاسې یواځې خپل خوښ شوي شیان نه بلکې ستاسې د هردوست چې تاسو سره د ملګرو په لېست کې شته هم معلومولای شئ چې هغه د فېسبوک د ای ډي د جوړېدو څخه تردې وخټ پورې کوم انځورونه، وېډيوګانې او پاڼې خوښې کړې دي.
ددې کار لپاره تاسې یوازې د فېسبوک د پلټنې ځای ته ورشئ.
اوس تاسې د پلټنې په ځای کې photos like by me ولیکئ، اوس به تاسې ته هغه انځورونه راشي چې تاسې خوښ کړي وي، په دې ډول تاسې کولای شئ چې وېډيوګانې او پاڼې هم وپلټئ.
دوهم اوس که وغواړم چې د یو پاڼې پواسطه خوښې شوې پاڼې معلومې کړم نو پاس په سرچ کې لیکم چې like by ashrafghani نو ماته به هغه پاڼې راولي چې د اشرف غنی پواسطه خوښې شوې وي، د دې لپاره چې ټولې خوښې شوې پاڼې وګورم په see more کلک کوم، دغه تګلاره مونږ سره د یو دوست په ښه او بد معلومېدو کې مرسته کولای شي.