ليکنه: محمد عزيز تحريک
ما په ۱۳۵۶ ل.ل.کال کې د خپلو همفکرانو په پېشنهاد خپل ځان ته د «تحريک» تخلص غوره کړ. هغه زمانه کې د تحريک د تخلص غوره کول له غره سره د سر جنګول وو. د دې تخلص معنا داوه چې زه د ( لېوني او سرټمبه سردار محمد داوود رژيم نه منم) د بدلون او اوښتون غوښتونکی يم! په حقيقت کې همداسې هم وه !ما د دې تخلص پر سر په افغانستان او شوروي اتحاد (روسيې او اوکراين ) کې ډېر تهديدونه تېر کړل او هر ډول ناخوالې مې وزغملې !
خو مولانا فضل الرحمان او عمران خان په پاکستان کې، ملا محمد عمر، حکيم نورزي (حکيم ګوندي)، محمد اسمعيل يون په افغانستان کې زما پر تخلص خپړې ولګولې! دوی يواځې دومره وکړل چې د تحريک له کلمې سره يې مختاړي او وروستاړي يوځای کړل. چا اسلامي تحريک، چا ولسي تحريک، چا ملي تحريک او چا هم کوم بل څه ترې جوړ کړل !دا خو هغه زوروران دي چې زما پرې زور نه رسېږي او دوی هېڅکله هېڅ يوې ملي او بين المللي محکمې ته نشم کشولی !
دا خويې په هر صورت !راځئ چې له بلې مو خبر کړم :
په ۱۹۸۸ م. کال کې زه په مسکو کې غېر رسمي کډوال وم. هلته موږ افغانانو يوه فرهنګي ټولنه د استاد محمد انور نوميالي تر مشرۍ لاندې جوړه کړې وه، کله نا کله به مو يوه نيمه فرهنګي غونډه او مشاعره جوړوله، هلته له موږسره ۱۲۰ تنه قلموال او سياستوال په هغه فرهنګي ټولنه ملګري وو.
يو له هغو کسانو څخه «ع.س» وه؛ يوه ورځ مې د هغه او څو نورو فرهنګي يارانو په مخ کې يوه شعري قلمي ټولګه (شکېدلی ګرېوان) وښود. د هغوی دانوم او شعري ټولګه ډېره خوښه شوه .منځ کې شپږ مياشتې تېرې شوې؛ ښاغلي «ع. س.» خپل ځان تر جرمني پورې رسولی وه او هلته يې خپله شعري ټولګه د « څيرې ګرېوان » په نوم چاپ کړه. کال وروسته مې د هغه کتاب وليد ؛ حيران شوم !
همداسې په ۱۳۹۰ ل.ل. کال کې د ښاغلي شفيع الله بابرزي او وحيدالله توحيدي له خوا د شمشاد د ټلوېزيون د «شمعې او جونګړې» خپرونې ته وبلل شوم. هغې خپرونې ته په هرې اونۍ کې يوه پلا زما تګ يو نيم کال دوام وکړ. ما هلته خپله يوه شعري ټولګه «د پردې شاته خبري» وې وړه او دهغې ټولګې ځينې شعرونه مې د شمشاد له ټلويزيون څخه خپاره کړل. هلته ځينو قلموالو او سياستوالو دانوم او کتاب ليدلی هم دی. منځ کې لا لږه موده نه وه تېره شوې چې په همغه ټلوېزيون کې (د پردې تر شا) خپرونه شروع شوه!
په همدې ترتيب زما يو بل مشهور، غټ او د اتو کالو د زيار او زحمت ثمر کتاب چې د افغان ادبي بهير ټول شاعران او ګډونوال ورسره پوره اشنايي لري؛ «کانونه او لعلونه» نومېږي. ښاغلي محمد اسمعيل يون يې هم له نامه سره د ښاغلي محمد اسمعيل اړم پتيار او نعمت الله سهاند په ذريعې اشنا شوی دی خو اوس اوس اورم چې د ژوندون په ټلوېزيون کې کومه ادبي خپرونه د کوم ښاغلي له خوا د «کانونو او لعلونو» تر کليشې لاندې خپرېږي! دا ولې؟
که چيرې ټوپکوال او ځينې چارواکي د خلکو په ځمکو، کورونو، ملکيت، پيسو، څوکيو، حيثيت، ژوند او عزت لوبې او تېری کوي؛ هغو نه خو ګيله نشته (ځکه هغوی داړه ماران او ټوپکماران دي!) دا چې ښاغلي حقپالونکي او حق غوښتونکي د خلکو په شخصي ابتکاراتو او افتخاراتو ګېډې اچوي؛ زه نه پوهېږم چاته مراجعه وکړم؟
تر ټولو جالبه واورئ:
څه موده مخکې (۱۸۰۰) کسانو زما يو شعر «خر له ډېرو محترم دی!» زما د فېسبوک پر پاڼې وليد او ولوست؛ لا مياشت تېره شوې نه وه چې د خره لمانځغونډه په کابل کې د پامير سينما په دويم پوړ کې ( د کتاب ښار) په تالار کې د افغان ادبي بهير غونډې په سالون کې ونيول شوه. ډېرو قلموالو پکې خبرې وکړې او ځينو پکې شعرونه هم ولوستل !
اوس تاسې وواياست چې په قلموالو او سياستوالو کې اکثريت نوښتګر دي او که تقليدګر!؟؟؟
[review]