لیکنه: مصطفی ساپي
څه ډول د لسو دقیقو په اوږدو کې ارامتیا ته ورسېږو؟
ټوله ورځ په کار کې یم،اصلا وخت نه پیدا کیږي،چې ځان ته پام وکړم مهمه او تازه مسئله داده ،چې ارامتیاهم نه لرم،په دې ورځو کې دا عبارت زیات اوروو،چې د ارمتیا نه لرل او کاري مشکیلات دزیاتو خلکو په ژبه باندې ځای نیولی دی شاید فکر وکړئ،چې ارامتیا ته رسیدل یو سخت اومشکل کار دی، جالبه ده،چې پوی شئ حتی د لسو دقیقو په اوږدو کې ارامتیا ته ورسېږئ.
ارامتیا ته درسېدو لپاره مثبت فکر وکړئ:
کوشش وکړئ،حتی که دڅو ثانیو لپاره کیږي مثبت او خوسحاله فکر وکړئ اوپه خپل ذهن کې یې وروزئ حتی که دڅو شېبو لپاره خپل کاري ستړیا غاړې ته کړئ سترګې مو پټې کړئ او خپل راتلونکې ته په خوشحاله اومثبت نظر وګورئ.
ارامتیا ته درسېدو لپاره دلاس چاپي کول مه هېروئ:
که وخت نه لرئ،چې چاپي کېدو ته لاړ شئ کولی شئ دا کار پخپله وکړئ،دلاس په چاپي کولو سره کولی شئ خپله ستړیا او تشویش له خپل بدن خڅه لرې کړئ،کافي ده په ابتدا کې غټې ګوتې ته فشار ورکړئ وروسته دهرې ګوتې دغاړې پواسطه دنښې ګوتې اوغټې ګوتې پواسطه دنورو ګوتو دنوکانو نه تربند پورې ګوتې ته فشار ورکړئ دا حرکت کولی شئ دلاس په تلي اوشا هم ترسره کړئ.
ارامتیا ته دسېدو لپاره ستورو ته وګورئ:
ښه ده چې بیرون ته ووځئ پورته وګورئ دا کار دوینې دفشار کموي،دمغز حرکت ،تنفس او بلاخره ستاسې د ارامتیا سبب کیږي.
ارامتیا ته درسېدو لپاره خندا مه هېروئ:
مهمه نه ده چې څومره مصروفه یاست خندا د وینې فشار کموي کورتیزول او داندورفین دفعالولو باعث کیږي،چې په اخر کې ستاسې خوي خاصیت ښه کوي او ته ته ارامتیا دربخښي.
دارامتیا لپاره شات مه هېروئ:
کولای شئ دشاتوپه خوړلو سره خپل تشویش کم کړئ شات نه یوازې دطبیعي انتي بیوتیک پوره کوونکی دی بلکې ستاسې خفګان اوتشویش هم له منځه وړي.
ارامتیا ته درسېدو لپاره باغداري وکړئ:
شنې پاڼې او رنګارنګ ګلان ستاسې دارامتیا سبب کیږي اړتیا نشته،چې ګلان وکرئ یا بوټي کینوئ،حتی بوټو ته اوبه ورکول او دهغې په فضا کې تنفس کول هم تاسې ته ارامتیا دربخښي.
دارامتیا لپاره له خبرونو لرې اوسئ:
څه وخت چې تشویش لرئ تر ټولو بدترین او منفي څه،چې ستاسې لپاره دي د خبرونو اوریدل دي ښه داده،چې ارامه اوسئ نو تلویزون مو خاموشه کړئ.