لیکنه: پوهنیار همایون غفورزی
په تېر پسې
د مالي او پولي سیاستونو اغیزې د تبادلې په ثابت نرخ کې
۱: د مالي سیاست اغیزې د تبادلې په ثابت نرخ کې: په مالي انبساطي سیاست کې دولت د لګښتونو له زیاتوالي نه ګټه اخلي. د دولت د لګښتونو د زیاتوالي لومړنۍ اغیزې د کلې تقاضا زیاتوالی دي چې په دې سره د کلي تقاضا منحني ښي لور ته لیږدول کیږي.( ۲شکل، الف حالت: له AD0 نه AD1 ته).
د دولت د لګښتونو دویمې اغیزې د دولت د بودجې کسر دی، دولتونه د بودجې کسر معمولاً د پورنو په واسطه تمویلوي چې په دې سره پیسو ته تقاضا زیاتیږي، پیسو ته د تقاضا په زیادښت سره د ربحې نرخ لوړ ځي، د ربحې د نرخ په زیاتوالي سره بهرنۍ پانګه اچوونه په هیواد کې تشویق کیږي او د هیواد ملي پیسو ته تقاضا زیاتیږي چې په دې سره د تبادلې نرخ تر فشار لاندې راځي ترڅو زیاتوالی ومومي (Appreciate)، اما له دې امله چې هیواد د تبادلې ثابت نرخ کاروي نو دولت د تبادلې د نرخ د ثابت ساتلو په موخه د اسعارو په بازار کې مداخله کوي او په ملي پیسو سره بهرني اسعار اخلي چې په دې سره د اسعارو په بازار کې د ملي پیسو عرضه زیاته او د هیواد د پیسو بازار ته د عرضې وړ فنډونه (Loan able Funds) زیاتوالی مومي چې دا په خپل وار سره د لګښتونو د زیاتوالي سبب ګرځي او په پایله کې کلي تقاضا د دویم ځل لپاره زیاتوالی مومي او د کلي تقاضا منحني له AD1 نه AD2 ته لیږدول کیږي،(دویم شکل، الف حالت).
له پورته بحث نه داسې جوتیږي چې د مالي انبساطي سیاست لومړنۍ او دویمي اغیزې یواو بل حمایه کوي او په دی سره کلي تقاضا په اقتصاد کې زیاتوالی مومي او په خلاص اقتصاد کې مالي سیاستونه د تبادلې په ثابت نرخ کې نسبت تړلي اقتصاد ته په ملي اقتصاد باندې ډیرې اغیزې لري(۱: ۵۰۵).
۲: د پولي سیاستونو اغیزې د تبادلې په ثابت نرخ کې: که چیرې په هیواد کې وزګارتیا وجود ولري او دولت وغواړي چې له پولي انبساطي سیاست نه ګټه واخلي نو د انبساطي پولي سیاست لومړنۍ اغیزې د ربحې د نرخ ټیټوالی دی چې په دې سره په لګښتونو او پانګونو کې زیاتوالی راځي او ورسره کلي تقاضا زیاتیږي. د کلي تقاضا منحني له AD0 نه AD1 ته (۲ شکل، ب حالت) لیږدول کیږي.
د انبساطي پولي سیاست دویمي اغیزې عبارت دي له: د دې لپاره چې د ربحې نرخ کم شوی دی نو بهرني پانګه اچوونکي خپلې پولي پانګې له داخلي بانکونو څخه بهر ته لیږدوي چې په پایله کې ملي پیسو ته تقاضا کمښت مومي او د تبادلې نرخ تر فشار لاندې راځي تر څو کمښت ومومي، خو لکه څرنګه چې دولت د تبادلې ثابت نرخ کاروي نو د ملي پیسو د ارزښت له کموالي نه مخنیوی کوي او ملي پیسې د اسعارو له بازار نه د بهرنیو پیسو په مقابل کې اخلي، چې په دې سره د ملي پیسو عرضه د پیسو په بازار کې زیاتیږي او بازار ته عرضه کیدونکي فنډونه کمیږي چې په پایله کې کلي لګښت کموالی مومي او د کلي تقاضا منحني له AD1 نه AD3(۲شکل، ب حالت) ته لیږدول کیږي.
له پورته بحث نه داسې پایله اخیستل کیږي چې د لومړنیو او دویمي اغیزو ترمنځ د تضاد د شتون له امله پولي سیاستونه د تبادلې په ثابت نرخ کې د کمزورو اغیزو درلودونکي دي(۲: ۴۰۳).
د مالي او پولي سیاستونو اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې
۱: د مالي سیاست اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې: که چیرې یو هیواد د وزګارتیا سره د مبارزې په موخه د دولت لګښتونه زیاتوي نو د دولت د لګښتونو د زیاتوالي لومړنۍ اغیزې د کلي تقاضا زیاتوالی دی، په دې صورت کې د کلي تقاضا منحني له AD0 نه AD1 (۲ شکل، ب حالت) ته لیږدول کیږي.
د دولتي لګښتونو د زیاتوالي دویمي اغیزې د بودجې کسر دی. د دولت په واسطه د بودجی د کسر تمویل د ربحې د داخلي نرخ د زیاتوالي سبب کیږي چې په دې سره د اسعارو په بازار کې ملي پیسو ته تقاضا زیاتوالی مومي او په پایله کې د تبادلې نرخ زیاتوالی مومي، د تبادلې د نرخ زیاتوالی د هیواد د صادراتو د کمښت او وارداتو د زیاتوالي سبب کیږي چې ورسره د سوداګرۍ بیلانس له کسر سره مخ کیږي او کلي تقاضا کموالی مومي چې په دې سره د کلي تقاضا منحني لهAD1 نه AD3(۲شکل،ب حالت) ته لیږدول کیږي.
له پورته بحث نه داسې پایله اخیستل کیږي چې د لومړنیو او دویمي اغیزو ترمنځ د تضاد د شته والي له امله د مالي سیاست اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې د کمزورو اغیزو درلودونکي دي(۱: ۵۰۶)
۲: د پولي سیاست اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې: که چیرې هیواد د وزګارتیا سره د مبارزې په موخه وغواړي پولي انبساطي سیاست وکاروي نو د پولي انبساطي سیاست یوه وسیله د پیسو د عرضې زیاتوالی دی. د پیسو د عرضې په زیاتوالي سره د ربحې نرخ کمیږي چې په دې سره داخلي لګښتونه او پانګونې زیاتوالی مومي چې په پایله کې کلي تقاضا زیاتوالی مومي او د کلي تقاضا منحني له AD0 نه AD1 ته لیږدول کیږي چې همدا د کلي تقاضا زیاتوالی د انبساطي پولي سیاست لومړنۍ اغیزه بلل کیږي.( ۲ شکل، الف حالت).
د انبساطي پولي سیاست دویمي اغیزې په خلاص اقتصاد کې د ربحې د نرخ ټیټوالی د بهرنیو پانګوالو دپولي پانګو بهر ته د لیږد سبب ګرځي، چې په دې سره د اسعارو په بازار کې د ملي پیسو عرضه زیاتیږي او د اسعارو په بازار کې د ملي پیسو ارزښت کمیږي چې په پایله کې د هیواد صادرات زیاتوالی او واردات کموالی مومي چې ورسره کلي تقاضا زیاتیږي او د کلي تقاضا منحني له AD1 نه AD2 (۲ شکل، الف حالت) کې لیږدول کيږي.
له پورته بحث نه داسې پایله اخیستله کیږي چې انبساطي پولي سیاست د تبادلې په متحول نرخ کې لومړنۍ او دویمي اغیزی یو او بل حمایه کوي او د قوي اغیزو درلودونکي دي چې د داخلي تولیداتو او د استخدام د کچې د زیاتوالي سبب ګرځي.
۱جدول: په خلاص اقتصاد کې د مالي او پولي سیاستونو اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې | |||||
مالي او پولي سیاستونه | د اغیزو ډول | تولیدات | قیمتونه | د تبادلې نرخ
(اسمي ثبت) |
جاري حساب |
انبساطي مالي سیاست | مستقیم | زیاتوالی | زیاتوالی | لوړ ځي | د کسر سبب کیږي |
غیرمستقیم | کموالی | کموالی | |||
خالص | صفر او یا ډیر کم | لوړ ځي | د کسر سبب کیږي | ||
انقباضي مالي سیاست | مستقیم | کموالی | کموالی | ښکته راځي | ښه کیږي |
غیرمستقیم | زیاتوالی | زیاتوالی | |||
خالص | صفر او یا ډیر کم | ښکته راځي | ښه کیږي | ||
انبساطي پولي سیاست | مستقیم | زیاتوالی | زیاتوالی | ښکته راځي | ښه کیږي |
غیرمستقیم | زیاتوالی | زیاتوالی | |||
خالص | ډیر زیاتوالی | ښکته راځي | ښه کیږي | ||
انقباضي پولي سیاست | مستقیم | کموالی | کموالی | لوړ ځي | د کسر سبب کیږي |
غیرمستقیم | کموالی | کموالی | |||
خالص | ډیر کموالی | لوړ ځي | د کسر سبب کیږي |
له پورته جدول نه داسې پایله اخیستله کیږي چې د پولي سیاست اغیزې د تبادلې په متحول نرخ کې نسبت تړلي اقتصاد ته ډیرې وي او د مالي سیاست اغیزې د تبادلې په ثابت نرخ کې نسبت تړلي اقتصاد ته ډیرې وي. چې په لاندې جدول کې داسې لنډیز کیږي:
۲جدول: د یوه هیواد د خلاص اقتصاد په حالت کې د مالي او پولي سیاستونو د اغیزو لنډیز | ||
د تبادلې نرخ | پولي سیاست | مالي سیاست |
متحول | قوي اغیزې | کمزورې اغیزې |
ثابت | کمزورې اغیزې | قوي اغیزې |
پایله اخیستنه
د ۱۹۳۰م کال له نړیوال بحران وروسته هیوادونو خپلې اقتصادي موخې داخلي بیلانس ( بشپړ استخدام د قیمتونو له ثبات سره) او خارجي بیلانس ( د جاري حساب بیلانس) ټاکلې وې.
یادو دوو سترو اقتصادي موخو ته د رسیدو لپاره دولتونو په لګښتونو کې د بدلون له سیاستونو، د لګښتونو د لیږد سیاستونو(د تبادلې په نرخ کې تعدیلونه) او مستقیم کنترول(د قیمتونو او مزدونو کنترول) څخه کار اخیسته.
په خلاص اقتصاد کې د مالي او پولي سیاستونو د اغیزو د مطالعې لپاره د Munndell-Fleming موډل او د کلي تقاضا او عرضې موډل کارول کیږي. په ۱۹۹۰ م کال کې رابرت منډل (Robert Mundell) په خلاص کلي اقتصاد کې د څیړنو له امله چې همدا موډل هم په کې شامل وو، د نوبل جایزه ترلاسه کړه.
که چیرې مونږ په عمل کې متوجه شو نو هیڅ هیواد په مطلق ډول د تبادلې ثابت نرخ او یاهم د تبادلې متحول نرخ نه کاروي، اوس مهال ډیری هیوادونه د تبادلې متحول اداره شوی نرخ کاروي.
د تبادلې په متحول ادره شوي نرخ کې د هیواد مرکزي بانک د اسعارو د تبادلې د نرخ د بې نظمۍ او ګډوډۍ د مخنیوي په موخه اسعار اخلي او خرڅوي. په هره کچه چې د هیواد د خارجي اسعارو د تبادلې په بازار کې د دولت مداخله ډیره وي په هماغه کچه دولت د تبادلې ثابت نرخ ته نږدې کیږي او په هره کچه چې د دولت مداخله د خارجي اسعارو د تبادلې په بازار کې کمه وي دولت د تبادلې متحول نرخ ته نږدې کیږي.
په خلاص اقتصاد کې د مالي او پولي سیاستونو بریالیتوب د ځینو عواملو لکه د توکو او خدماتو د وارداتو او صادراتو، د مالي پانګې نړیوال تحرک او د تبادلې د نرخ د انعطاف پذیرۍ، تابع دی.
په تړلي اقتصاد کې مالي او پولي سیاستونه د لومړنیو اغیزو درلودونکي دي(د کلي تقاضا منحني ښي او کیڼ لور ته لیږدول کیږي)، خو په خلاص اقتصاد کې مالي او پولي سیاستونه د لومړنیو اغیزو ترڅنګ د دویمي اغیزو درلودونکي دي چې دا دویمي اغیزې په خپل وار سره د کلي تقاضا د کموالي او زیاتوالي سبب کیږي.
کله چې د یوه انبساطي سیاست لومړنۍ او دویمي اغیزې دواړه د کلي تقاضا زیاتوالی وي نو په دې حالت کې لومړنۍ او دویمي اغیزې یو او بل حمایه کوي او په پایله کې به یې اغیزې پر اقتصاد باندې ډیرې قوي وي خو کله چې د یوه انبساطی سیاست لومړنۍ او دویمي اغیزې سره په تضاد کې واقع شي(لومړنۍ اغیزې یې د کلي تقاضا زیاتوالی او دویمي اغیزې یې د کلي تقاضا کموالی وي) نو په داسې حالت کې د انبساطي سیاست اغیزې پر اقتصاد باندې کمزورې وي.
په خلاص اقتصاد کې د تبادلې په ثابت نرخ کې د مالي سیاست اغیزې نسبت پولي سیاست ته د داخلي بیلانس په ښه والي کې ډیرې دي، خو په خلاص اقتصاد کې د تبادلې په متحول نرخ کې د پولي سیاست اغیزې نسبت مالي سیاست ته د داخلي بیلانس د ښه والي په برخه کې ډیرې وي.
کله چې هیواد کې وزګارتیا له انفلاسیون سره یوځاي وجود ولري نو په داسې حالت کې به داخلي او خارجي بیلانس د دریو موخو درلودونکی وي:۱: د جاري حساب تعادل، ۲: بشپړ استخدام او۳: د قیمتونو ثبات، چې پورته دریو موخو ته د رسیدلو لپاره دریو وسیلو ته اړتیا لیدل کیږي. چې په داسې حالت کې به د کلي اقتصاد د سیاستونو یو غوره ترکیب د پورته ټولو هدفونو ته درسیدو لپاره غوره د حل لاره د اقتصادي سیاستونو ترمنځ د عدم تضاد په شرط وي.
اخځلیکونه
- Carbaugh Robert .j. (2009).International Economics, 12th Ed., USA.
- Dunn,Robert M. & Mutti, John H.(2004).International Economics,6th Ed., PDF.
- Krugman, Paul R & Obstfeld, Maurice. (2003). International Economics: Theory and Policy, 6th Ed, PDF.
- Ludwing von Mises. (2006). Economic Policy: Thoughts for Today and Tomorrow, Gateway Inc, Chicago.
- Mankiw, N.Gregory. (2009).Macroeconomics, 7th Ed., New York.
- Mark, Nelson C. (2000).International Macro Economics and Finance: Theory and Empirical Methods, Forthcoming, Blackwell Publishers.
- Nasir, M.Saeed. (2008). Macro Economics& Development of Pakistan, Ilmi Kitab Khana, Lahore.
- Shahid,A. Hamid.(2008). International Economics, Ilmi Kitab Khana, Lahore.
- Shahid,A. Hamid. (2012). Macroeconomics, Ilmi Kitab Khana, Lahore.
- نورعباد، حمیدالله .(۱۳۹۰) .مباحثی از برنامه ماستری اقتصاد، دهکده چاپ کابل