لیکنه: عارفه عمرلور بشیر
ماشومانو سره د مالکیت احساس ملګری وي په تیره له پنځو کلونو ټټیو ماشومانو سره دغه احساس ډیر پیاوړی وي، وروسته له پنځو کلونو ماشومان ټولنې ته ورو ورو ورننوځي، ملګري پېدا کوي او دغه خوځښت ددې سبب کیږي چې په ماشومانو کې د مالکیت احساس یا کمزوري شي او یاهم دغه احساس خپله بڼه لږه بدله کړي.
ماشوم سره له هغه مهاله د مالکیت ځواکمن احساس ملګری کیږي چې دی د لوبو څیزونه او رنګونه وپیژني، ښايي له پنځه شپږ میاشتني نه وروسته په ماشوم کې دغه احساس ډیر پیاوړی شي، دغه احساس ماشوم ځینو غبرګونونو ته اړباسي، لکه هغه څه یې چې خوښ شي چاته یې نه ورکوي، که ورسره له لږ زور نه کار واخېستل شي، ماشوم ژاړي او د خپلې خوښې څیز په منګولو کې کلک نیسي، دا ځکه دغه مهال په ده کې دمالکیت احساس ډیر پیاوړی دی او چې د ده هرڅه خوښیږي نو د ځان یې بولي، د وخت په تیریدو او د لوبود څیزونو په پېژندو سره ماشوم د خپلو لوبو څیزونه ان له ورور سره هم نه شریکوي، د چا خبره هم نه مني. ان کله کله چې بل ماشوم یې مور ته نږدې کیږي دی ژاړي او منډه کوي د مورپه غیږ کې کیني. نورو ته ښيي چې دا یواځې د ده مور ده، له بده مرغه ځينې خلک د ماشوم دغه چلند ته خوښيږي او داسې فضا رامنځ ته کوي چې ماشوم په وارو وارو چیغې کړي چې مور د ده، ان ډیر وخت ماشوم ژاړي خو نورو ته ټوکې او ساعتیری ښکاري په هرصورت ، زموږ موخه د ماشوم د مالکیت احساس روزل دی.
هر ماشوم د مالکیت ځواکمن احساس لري، دغه احساس باید ورزول شي او یو مثبت لوري ته وخوځول شي. خو زموږ ډیرې کورنۍ نه یواځې د ماشوم د مالکیت احساس نه روزي بلکه هڅه یې دا وي چې په لوی لاس دغه مثبت احساس په ماشوم کې کمزوری اویا ووژني، دا ځکه دوی دا له ټولنیزو نزاکتونو او تربیې لرې یو چلند بولي او فکر کوي چې که ماشوم یې په تیره که لوریې له دغه ډول احساس سره لویه شي ښايي په راتلونکې کې ښه ټولنیز کرکټر ونه لري او ژوند به یې ستونزمن او د ښه حیثیت څښتن به نه وي.
کله ناکله کورنۍ په ناخبرۍ کې د خپل ماشوم دغه احساس ځپي، سره له دې چې دوی د ده د مالکیت احساس ځپلو ویلاړ نه لري، د بیلګې په توګه د دوی ماشوم میلمه ماشوم یا خپل ورور یا خور ته خپل دخوښې څیز نه وروکوي ، کورنۍ ماشوم اړباسي چې یا ورسره په ګډه لوبې وکړي او یا یې د خوښې څیز چې دهغه بل ماشوم هم خوښ شوی دی، او ژاړي د هغه د ارامولو لپاره ورکړي، په دې ډول کورنۍ په ناخبري کې د خپل ماشوم د مالکیت احساس اغیزمن کړ، همدا شان په نورو خلکو دماشوم باور ته مو هم زیان ورساوه، وروسته له دې هر وخت ماشوم سره دا اندېښنه به وي چې د ده دلوبو څیزونه څوک ترې په زوره وا نه اخلي..
موږ په غوښتې او ناغوښټې ډول د ماشومانوترمنځ د وړو ستونزو د له منځه وړلو ، یا د کور د یوه لوښي د نه ماتېدو اویا د خپل ماشوم د راتلونکي شخصیت د اصلاح لپاره په ماشوم کې د مالکیت احساس وژنو حال داچې همدغه د مالکیت احساس د ده د راتلونکي شخصیت جوړونې لپاره ډیر اړین دی. تاسو به داسې ډیر خلک لیدلي وي چې په ډيرو وړو ستونزو کې ډیر وارخطا وي، او تر ډيره د نورو مشورو او ان تصمبم نیولو ته په تمه پاتیږي، حال دا چې د هغې ستونزې د حل لپاره دوی ډير لږ وخت او فرصت لري او یاهومره غټه ستونزه نه وي چې نورو نه ترې مشوره وغوښتل شي، خو د نورو په تمه پاتېدل او یا په وارخطايي کې تصمیم نیول د دې سبب کیږي چې دوی شته شونتیاوې له لاسه ورکړي، او له وړې ستونزې نه نورې غټې ستونزې راپېدا شي. داسې نه ده چې دغه تن خپلومشرانو ته د درناوي لپاره خپل شته فرصتونه له لاسه ورکړل، یاستونزې بله د حل لار نه درلوده، اویا نورو ورته ستونزې جوړې کړې، په اصل کې دا تن د دې جوګه نه و چې دغه وړه ستونزه هواره کړي، یو خو ده په ځان او په خپل تصمیم باور نه درلود ، ولې چې ده له مخکې نه دا وړ تجربه کله کړې نه وه ، بل داچې تل د نورو په مرسته او مشورو سره د ستونزو په حل کې بریالی شوی دی. او اوس په یواځې دتصمیم نیولو وړتیا نه لري، دا ځکه چې دی په ځان باور نه لري. دا ډول بیلګې موږ هر یو په خپله سمه ښايي ډیرې لیدلې وي .
نو څه رنګه کولای شو چې په یوه ماشوم کې د مالکیت او مسولیت داحساس ښه روزنه وکړو؟ له څه وخته یې پیل کړو؟ ولې باېد د ماشوم د مالکیت احساس وروزو؟
راځئ په ګډه دغو پوښتنو ته ځواب پېدا کړو.
تر هرڅه اړینه داده چې تاسو مشران په کور کې دخپل ماشوم د روزنې لپاره همغږي اوسئ ، ستاسو دریځونه، ستا غبرګونونه، ستاسو لارښونې یوبل سره په تضاد کې نه وي، دا ډېره اړینه خبره ده، که چیرې تاسو په خپلو منځو کې همغږي نه وئ نو ستاسو ماشوم نشي کولای سمه لار غوره کړي دا که هغه د دوقطبونو په منځ کې را ګیریږي او هغه مجبوره دی چې له دغو دو لارو نه یوه ګډه دریمه وټاکي چې ښايي دهغه دراتلونکې لپاره ښه نه وي، نو لمړی باېد تاسو دماشوم په وړاندې په خپلو غبرګونو لار ښوونو او کړنو کېنئ او یو خوښاوی منځ ته راوړئ او هڅه وکړئ چې تاسو د یو بل دغبرګونونو، لار ښونو او چلندونو تقویه کوونکي واوسئ، ترڅوماشوم ستاسو دغبرګونونو په ریښتینولۍ او غوره والي باور پېدا کړي.
راځو دې خبرې ته چې په ماشوم کې د مالکیت احساس څه رنګه وروزو، تاسو یو ماشوم لرئ،هغه نوي د لوبو لپاره دوستان پېدا کړي دي، نوی د جامو په ارزښت پوهیږي، نوی ستونزې درک کولای شي او نوی د ښو او بد تر منځ د توپير احساس ورسره پېدا شوی دی، اوس خپلې ګټې ته هم ارزښت ورکوي او په ګټه اوس پوهیږي، نو همدا فرصت دی چې دهغه د مالکیت او مسولیت د احساس روزنه پیل کړو، خو اړینه خبره داده چې تر دې دمخه مو باید دهغه د مالکیت احساس زیانمن کړی نه وي، ښايي ستاسو ماشوم په دې عمر کې هڅه وکړي چې د خپل مالکیت کچه وازمويي، یا غواړي له خپل مالکیت نه ګټه یا خوند واخلي، لکه، کېدای شي هغه وغواړي دخپلو لوبوقیمتي سامان چاته خوشې ورکړي، یا یې په هسې ټوټه یې لوبو سامان بدل کړي. ډیرې کورنۍ په داسې حالت کې ماشوم په قهر او منت له خپل تصمیم نه په شا کوي، ان وهي یې . دا کار نه یواځې دا چې سمدلاسه د ماشوم د تصمصم نیولو ځواک او واک کمزوری کوي، په راتلونکې کې هم دی نشي کولای یواځې تصمیم ونیسي، دی مجبور دی چې په هرڅه کې له نورو نه مرسته وغواړي، نو ځکه دا ښه لار نه شو ګڼلای، د دې په خواکې یوه بله لار هم شته چې کولای شي تاسو سره مرسته وکړي او پرته له دې چې ستاسو د ماشوم د مالکیت احساس زیانمن شي تاسو د ستونزې حل پیدا کولای شئ. لکه، له خپل ماشوم سره خبرې وکړئ، دا ورته مه وایاست چې دا کار مه کوه،هغه ته دهغه د تصمیم ستونزې یادې کړئ، ورته ووایاست چې ستا د لوبو نانځکه یا موټرګی دومره قیمت لري، او ته دومره پېسې نه لرې چې بل موټر واخلې، همداشان دهغه دلوبو دسامان د ښېګڼو په اړه ورسره وغږیږئ، تاسو باېد داسې دلیلونه ووایاست چې ستاسو ماشوم قناعت وکړي، خو که بیا هم ونه توانېدئ چې خپل ماشوم ته قناعت ورکړئ نو پرېږدئ چې هغه خپله معامله ترسره کړي، خو تاسو باېد وروسته داسې فضا رامنځ ته کړئ چې ماشوم په خپله د ور رسېدلي زیان احساس وکړي او په خپل کار خپله پښېمانه شي، هغه د تاوان لمړنی ګوزار وخوړ او دا یې د ژوند لمړنی درس شو او د دغه درس اغیز ځکه ډیر دی چې په وهلو او زور ماشوم نه دی اخېستی بلکه خپله یې درک کړی دی، او د خپل تاوان کچه هم ورته معلومه شوه، نو ښايي په راتلونکې د خپلو لوبو سامانو نو په اړه لږ غوره تصمیم ونیسي، خو که چیرې تاسو په زور راګرځولی وای، نه یواځې دا چې تاسو د هغه د مالکیت احساس زیانمناوه، تر څنګ مو هغه له رواني زور سره مخ کاوه، چې دا کار د هغه په راتلونکې شخصیت ښه اغیز نه کاوه.
ستاسو ماشوم غواړي هرڅه په خپله خوښه وکړي، چاسره لوبې وکړي، چا سره خبرې وکړي، چیرته او چا سره ویده شي، په ښار کې ځانته څه شی واخلي او څه شی وانه خلي،کوم کالي واغوندي کوم وانه غوندي، دا ټول هغه څه دي چې د ده د مالکیت احساس نه سرچینه اخلي، دا ځکه دی ځان دخپل ځان مالک بولي، او نه یې خوښیږي چې د دغه ملکیت حریم ته دې بل څوک د ننه شي، او دی هغه څه ته اړباسي چې دی یې نه غواړي، که چیرې تاسو دی خپلې خوښې ته اړباسئ نو دی غبرګون ښيي، او که له ډاره غبرګون ونه ښيي نودا د دې معنی نه ده چې دا کار دهغه په خوښه وشو، بلکه تاسو پرې تحمیل کړ، ستاسو تحمیل دهغه روان له څو پلوه ژوبل کړ، لمړی مو دهغه خپلواکي صلبه کړه، بل هغه مو له تصمیم نیولو نه منع کړ چې دا دواړه اغیزې د دې سبب کیږي چې ستاسو ماشوم په راتلونکې کې په خپلو تصمیمونو باور ونه لري، او په هر کار کې ستاسو له خوا ډار احساس کړي او همدغه ډار دی له تصمیم نیولو او خلاقیت نه په شاه کړي، بل کېدای شي هغه څه تاسو ته ښه ښکاري، خو دا اړینه نه ده چې څه چې تاسو ښه ګڼئ هغه دې ستاسو ماشوم هم ښه وګڼي. دبیلګې په ډول خپل ماشوم ښار ته بیایاست، هغه یو څه خوښوي ، تاسو ورته وایاست دا دلږو پېسو څیز دی زه تاته د ډیرو پېسو څیز اخلم او په زور هغه اړباسئ چې د ډیرو یالږو پېسو څیز واخلي، داسمه ده چې تاسو باېد خپلې امیانۍ ته وګورئ بیا یو څه واخلئ، خو دا سمه نه ده چې ماشوم په جبر یوڅه ته اړ باسئ، مخکې له دې چې ښار ته ماشوم بوځئ هغه په خبرو او مثالونو ورکولو دې ته چمتو کړئ چې هغه باید ځانته خپله څه رنګه انتخاب وکړي،تاسو به دهغه روان او مالکیت احساس ځپلی نه وي.نو په پایله کې هڅه وکړئ چې خپل ماشوم ښه وپیژنئ ترڅو وکړای شئ هغه لارې غوره کړئ چې ستاسو ماشوم ته په کې رواني زیان ونه رسیږي او دهغه ماشومانه احساسات سلامت وساتئ.
ولې باید د ماشوم د مالکیت احساس وروزو؟
که چېرې په یوه ماشوم کې د مالکیت اومسولیت احساس په سم ډول وروزل شي، موږ به یو په ځان متکي انسان ټولنې ته وړاندې کړی وي. که چیرې ماشوم د یوه څیز په اړه پوره د مالکیت احساس ونه لري نو دهغه څیز په ساتنه کې د مسولیت احساس نه کوي، او کله چې ماشوم سره دمسولیت احساس پېدا نشي، نود ژور فکر اړتیا ورته نه پېښیږي چې دژوند یوه ضروري تجربه ترسره کړي، دماشوم هر تصمیم او هره کړنه دهغه لپاره یو درس دی ، او دهغه دشخصیت په ټاکلو کې خپل خپل رول لري. د مالکیت او مسولیت احساس په ماشوم کې په ځان باور ځواکمنوي، اوپه راتلونکې کې له هغه سره په یواځې ځان دغوره تصمیمونو په نیولو کې مرسته کوي، دا ځکه ماشوم د تصمیم نیولو د صلاحیت لومړني پړاونه په وړکتوب کې ازمویلي وي او کله چې دی ځوانۍ ته رسیږي ،د ده د تصمیم نیولو ځواک تر ډیره تراشل شوی او کره شوی وي، ځکه خوله اروايي پلوه د ژوند په سختو پړاونو کې د ناتوانۍ او یواځيوالي احساس نه کوي، په ځان او نفس یو متکي انسان ترې منځ ته راځي، چې همدا په ځان باور دهغه دننه شخصیت ته ځواک ورکوي او دی په ټولنه کې ځلیږي. په نړۍ کې د اسانه ژوند کولو یوه لار هم په ځان باوردی، هله په انسان کې په ځان د باور احساس او رواني ځواک پیاوړی وي چې په ده کې له وړکتوبه د مالکیت او مسولیت احساس په ښو لارو روزل شوی وي، په ماشوم کې دمالکیت احساس په ښه ډول روزنه ماشوم سره دا مرسته کوي چې په راتلونکې کې خپل ملکیتونه په ښه ډول وپیژني ، او د نورو ملکیتونو ته په ارزښت قایل لوی شي، همدا شان د مالکیت ښه احساس د مسولیت احساس پیاوړی کوي.