لیکنه: ډاکټر محمد ابراهیم شینواری
تاسو (مور و پلار) پر خپلو اولادونو تر هر چا ډېره اغېزه لرئ. په متوازن خوراک کې خپلو ماشومانو ته ښه نمونه شئ. تاسو ماشومانو ته د بېلابېلو خوراکونو په باب د معلوماتو او ښو خوراکي عادتونو له مخې تر ټولو ښه نمونه کېدای شئ. یو ځای ورسره خواړه تیار کړئ، یو ځای یې وخورئ، سره وغږېږئ او د خوراک له وخت څخه د کورنۍ تفریح یوه وسیله جوړه کړئ.
- خپلې کورنۍ ته په متوازن خوراک اخيستو کې يو ښه مثال شئ
مېوې، سابه، غلې دانې او د شیدو محصولات په هر خوراک کې وخورئ او ماشومانو ته وښایئ چې تاسو دغو خوراکونو ته ارزښت ورکوئ.
- د خوراکي توکو اخېستو ته يو ځای ولاړ شئ
ماشومان ځان سره د خوراکي توکو اخیستلو ته بوزئ، په لار کې ورته د متوازنو خوړو د ګټو او منابعو په باب معلومات ورکړئ.
- په اشپزخانه کې نوښتګر اوسئ (خصوصا مېندو ته)
ماشومانو ته موقع ورکړئ چې د خوراکونو په تیارولو کې درسره شریک وي. دوی پرېږدئ چې نوي خوراکونه ، جوړ کړي. د کمې شکرې او کمې مالګې په اهمیت یې په عملي ډول پوه کړئ. دوی دې ډول ډول سلاډونه او د ترکاریو او مېوو ښایسته ډیزانونه جوړ کړي.
- هر ماشوم ته يو ډول ښه خواړه ورکړئ
هر ماشوم ته بېل خواړه مه جوړوئ. ټولو ته یو ډول خواړه ورکړئ. البته که کوم ماشوم ناروغه وي، ځانګړي خواړه او پرهېزانه ورکړئ، خو نور قانع کړئ چې دغه یو ضرورت دی. البته د ۶ میاشتو او دوه کلونو تر منځ ماشوم ته هم ځانګړي خواړه پکار دي. همدا راز د ماشوم د عمر په تناسب د خوړو اندازه هم توپیر کوي. د هر ماشوم د خوړو کیفیت او تنوع ته باید په هر صورت توجه وشي.
- د توجه تحفه ورکړئ نه د خوړو
ماشومانو سره مینه، په غېږ کې نیولو او ښکلولو له لارې څرګنده کړئ. خبرې ورسره وکړئ. د دغه یا هغه ښه کار په بدل کې د شیریني ورکولو وعدې ورسره مه کوئ، پدې سره ماشومان فکر کوي چې خواږه شیان تر نورو ښه خواړه دي (پداسې حال کې چې خبره دغسې نه، بلکې د دې پر عکس ده). کله چې مو غذا نه وي خوړلې ماشومان اضافي شکرو او خوږو ته ضرورت نلري. یعنې لومړی اساسي خواړه وخورئ.
- هر يوه ته د دسترخوان پر سر پام وکړئ
د خوړلو پر وخت د خوښۍ او ساعت تېرۍ په باب وغږېږئ. تلویزیون بند کړئ. تلیفون ته وروسته ځواب ورکړئ او د خوړلو وخت له سترس (دماغي فشار) څخه یو خالي وخت جوړ کړئ. ماشومانو ته د ادب او نزاکت څخه ډکې خوش طبعه ټوکې او له ناز څخه ډکې کلیمې ووایئ.
- خپل ماشوم ته غوږ ونيسئ
که ماشوم مو وایي چې وږی دی، نو که د غذا معمول وخت هم نه وي، یو لږ څه د خوراک لپاره ورکړئ.. د ماشوم انتخاب په پام کې ونیسئ. مثلا ترې وپوښتنئ ماښام ته ګلپي پوخ کړو که کرم؟
- د تلويزیون کتلو وخت کم کړئ
ماشومانو ته په ورځ کې د تلویزیون، کمپیوټر او ویډیو ګیم په شان د سکرین وخت تر دوه ساعته مه زیاتوئ. د اعلانونو په وخت کې پاڅېږئ او وګرځئ تر څو فزیکي فعالیت ته زیات وخت ورکړئ.
- په کورنۍ او ماشومانو کې فزيکي فعاليت وهڅوئ
فزیکي فعالیت له ټولې کورنۍ سره د یوې ساعت تیرۍ په شکل رواج کړئ. ماشومان مو د هغه په پلان کې شریک کړئ. ماشومانو سره مو وګرزئ، منډې ورسره ووهئ او لوبې وسره وکړئ. څنډې ته مه کېنئ. د فزیکي فعالیت او د تحفظ د وسایلو په استعمال (لکه په بایسکل یا موټر سایکل چلولوکې ساتندویه خولۍ استعمالولو او موټر چلولو کې د کمربند کارولو)په برخه کې مو اولادونو ته یو ښه مثال شئ.
- د ښو خوړو او ښو خوراکي عادتونو ښه نمونه شئ
پخپله نوي خواړه وازمایئ. خوند، شکل او بوی یې ماشومانو ته تشریح کړئ. دوی ته نوي خواړه معرفي کړئ. نوي خواړه ورته د غذا په پیل کې ورکړئ او له هغو خوړو سره یو ځای یې ورکړئ چې ستاسو د ماشوم خوښ وي. ماشوم ته لکچر مه ورکوئ او په زور یې خوراک ته مه مجبوروئ.