ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف
په مساله کې د سیمنټ او شګې مقدارمحاسبه
Procedure . Quantity of Cement and Sand Calculation in Morta
په یوه ودانۍ او ساختمان کې د خشتکارۍ او معمارۍ کارونو د نرخ تحلیل یا محاسبې لپاره په مساله کې د شګې او سیمنټو مقدارونه پیداکول مهم وي .مساله په بیلابیلو تناسبونو سره لکه 1:1, 1:2, 1:3, 1:4, 1:6, 1:8 او او نور کاریږي .
په خشتکارۍ او پلستر کې د مسالې د سیمنټو مقدارمحاسبه .
د سیمنټي مسالې د محاسبې لپاره راځۍ فرض کړو چې 1m3 سیمنټي مساله لرو ،د محاسبې پروسیجر یې په لاندې ډول دی.
1. د 1m3 سیمنټي لپاره د موادو وچ حجم محاسبه کړۍ .مونږ فرضو چې مواد 60% تخلل لري .نو د 1m3 لمدې مسالې لپاره 1.6m3 مواد په کار دي .
2. اوس په مساله کې د کارول موادو حجم د تناسب له مخې پیداکوو.
3. راځۍ فرض کړو چې د مسالې د سیمنټو او شګې تناسب 1:X دی .په دې کې X د غوښتل شوې شګې حجم دی.نو په 1m3 مساله کې په 1:X تناسب سره د شګې حجم په لاندې ډول دی .
4. لومړی د سیمنټو حجم پیداکوو.1×1.6/1+X
څرنګه چې د یوې بوجۍ سیمنټو حجم 0.0347 m3 دی نو په یومترمکعب مساله کې د سیمنټو بوجیو شمیر په لاندې ډول دی ./ 0.0347 ( (1×1.6/1+X
بیلګه .د 1:6 تناسب مسالې لپاره مواد په لاندې ډول لاس ته راځي ،
د شګې مقدار .1.6×6/1+6=1.371 m3
د سیمنټو مقدار . 1.6×6/1+6=0.22857 m3
0.22857/0.347=6.58 bag