که غواړی چې خپلو موخو او هیلو ته ورسېږی، نو هیلو ته مو وزرونه ورکړی. ستاسو دنده دا ده چې د هغه څه په اړه فکر وکړی چې غواړی ورته ورسېږی، نو هېڅکله مه وایئ چې څه ډول به ورته ورسېږم. ډېری وخت مو هیلو ته له داسې لارو رسېږی چې ان په اړه به مو یې فکر هم نه وي کړی. هرڅوک هیلې لري، دغه هیلې کېدای شي لویې وي او یا هم کوچنۍ وي. د بېلګې په توګه لوړو زده کړو ته لار پیدا کول، د خپلې خوښې وړ دنده پیدا کول، د ډېرو پیسو لاسته راوړل، ښه واده او دې ته ورته نور کارونه سرته رسول. ډېری کسان خپلو هیلو او غوښتنو ته رسېږي، خو ځینې بیا نهیلي شي. ځینې کسان په ډېرې اسانۍ سره خپلو هیلو ته رسېدلی شي او ځینې نور بیا له هڅو سره سره هغه څه ته چې غواړي یې نه شي رسېدلای. لومړی یې له وړو هیلو پیل کړئ. کله مو چې وړې هیلې پوره شي پر ځان مو باور زیاتېږي. هره بریا له ځان سره بله بریا هم را کش کاږي او د ځنځیر دغه کړۍ همداسې یو له بل سره تړلې دي. څومره مو چې هیلې روښانه او دقیقې وي، په هماغه کچه به ورته رسېدل هم اسانه شي. هڅه وکړئ هیلې مو روښانه او دقیقې بیان کړی.
ژباړه: حمیدالله حمیدي
You also might be interested in
لیکنه: نورالله غازي يار مبارکي ورکول : کليوال چې خبر[...]
لیکوال: عبیدالله حسام نن په ټوله نړۍ کې مسلمانان په[...]
ژباړه: احسانالله عابد کوچنی ماشوم له خپل پلار سره د[...]