ډير ځله چې خبره د ښځو سره دتاوتريخوالي په موضوع وي نولمړی ددوی په بدو کې ودولو ته ګوته نيول کيږي.په پښتنې سيمو کې چې يوه کورنۍ له تربره او ياکليوال سره په کومه لانجه اوبدۍ واوړي او ديوې غاړې نه کوم څوک د مقابل لوري سره خبره تر وژلو ورسوي نو ايله پوه شي چې تر اوږو پورې په ډنډ کې ننوتلی دی او له دې ډنډ نه د وتلو يوه لاره وينې چې خپله لور يا خور بايد دخپلو اعمالو قرباني کړي اود ځان دخلاصون تر ټولو غوره او غيرتي لار ورته ښکاري.
که څه هم په بدو کې د ښځو ورکولو عرف تر پخوا کم رنګه او محدود شوی دی خو دلته د ښځو پر وړاندې د کور د ديوالونو دننه هره کړنه دښمني او په بدو کې له ودولوڅخه کمه نه ده، دلته د کورنۍ د آتو،لسو کسانو دنفس اخيستلو اخيتار يوازې د کورنۍ د مشر په منګلو کې دی او دا هم د مشر صلاحيت دی چې د زوی او لور لپاره څنګه مسير او تګ لاره وټاکي.
ژوند چې د دوو کسانو دجانبينو رضايت او خوښي ده،دلته داسې نه ده.
دلته په کورنو کې ډيرې داسې ميرمنې ،خويندې او ميندې دخپل ژوند اوسرنوشت په هيلو لګيدلي اورته په غړيدلو سترګو ګوري، يا خو دمشر دخوښې انتظار باسي او په کور د ننه د راتلونکي ژوند لپاره خپل ويښته سپينوي يا يې دپلار يا دکورنۍ دمشر هغې پريکړې ته دوه سترګې څلور شي چې په پټه يې لکه د ليلام مال له يوچاسره مارچه وهلې وي . له نجلۍ نه دهغې دخوښې پوښتل يو لرغونی دوديز شرم او عار دی.
تر ډټولو حساس او زړه بوږنونکی ساعت خو هغه دی چې نجلۍ دخپل پاتې ژوند ګډ ملګری په داسې حال کې ويني چې خليفه ،ملا او يو څو کسو مخ کښو يې په شيرينۍ خولې لا دوه دری کاله وړاندې خوږې کړي دي، هرڅه د يو څو محدودو کسانو په منځ کې چې په راس کې يې دکلي نايي او ملا قرار لري ترسره شوي وي.
تر واده وړاندې به له دوهم،دريم او څلورم کلي په خپله ځوانه لور دخسو او خاشاکوپنډونه په سر راوړي خو چې کله يې لمن ديوبل چا له ژروند سره په ناخبرۍ کې غوټه شي نو حتا د دروازې له چولو نه دباندې دخپل وربوی دليدلو اجازه هم نه لري.
دلته د ژوند چارې د يو تسادف له مخې مخ پر وړاندې ځي. اسلام د نر او ښځې لپاره په سراحت او واضيح ډول هرڅه روښانه اوبيان کړي ، دواړو ته يې د رضايت او خوښۍ صلاحيت ورکړی، دواړو ته يې له عهد نه وړاندې د يوبل په خصوصياتو د پوهيدلو موقيع ورکړې او… خو دا چې ولې دغه حقوق سلب او ترپښو لاندې کيږي پوښتنه همدا ده ؟
ايا اسلام د همدې زمانې دوګړو دسحولت، عدالت او هوساينې لپاره راغلی دی او که دغه قواعد او مقرارت زموږ لپاره کومه محدوده لري او تر موږ په را وروسته نسلونو به طبيق شي ؟
زموږ دکورنيو تهداب همداسې په لړزانده او خاموخښتو ايښول کيږي چې بيا تر نيمايي عمر نه په کم وخت کې کاواکه او په لويدو شي.
هغې نجلۍ چې شل پنځه ويشت کاله په خپل ذهن کې ډول ډول تصويرونه،رنګونه او خيالونه جوړ کړي په يوه لحظه کې دنفرت او کرکې په غبار کې پټ شي او ورسره ورسره دجبري او دکتاتوري ژوند سلسله پيل شي او دژوند پاتې پنځه ويشت چانسي کالونه يې د اولادونو،خاوند، خوسرګنۍ په غلامۍ کې تيريږي.
هغه څه چې د يوه ښځينه قشر لپاره شريعت رامنځ ته کړي له هغې نه څوک غوږ هم نه ګروي خو غوښتنې بيا دومره درندې او سنګينې وي چې له جنسبي تندې رانيولې دغوا ترپښو لاندې دلوغړيدلو،لوشلو،د واښو اوبو تنظيمولو،دشپې له نيمايي مخ کې د ورځنيو چارو د سر ته رسولو په خاطر له ستړي او سرګردانه خوب نه تر پاڅيدلو،غرمې ته دخاوند دکورنۍ نه علاوه دهغه پنځه تر لسو بې کاره او بې روزګاره ميلمنو ته تر چای او ډوډۍ چمتو کولو او… پورې ټول د جبر او بد اخلاقۍ په مټ تر سره کيږي.
يو بل قرار داد چې د ښځو په ناخبرۍ کې دهغوی د واليانو او وکيلانو لخوا تړل شوی دا دی چې پوره دوه کاله به دخپلې کورنۍ نوم نه اخلي هرڅه چې وي همدلته به يې د تورو پردو تر شا زغمي.
دا او دې ته ورته سلګونه رواجونه او استبدادونه زموږ په ټولنه کې په درز او خپل وزن سره روان دي. زموږ ټولې خويندې او ميندې په بدو کې واده دي او دا سلسله په يو ويشتمه پيړۍ کې هم په خپل قوت سره روانه ده .
پای
۱۳۹۵/۶/۱۲