لیکنه: محمد الغزالي
ژباړه: ظاهر عمار
په نننۍ نړۍ کې مختلف افکار، نظريات، دودونه او ديانتونه حکومت کوي، خو د نړۍ په رهبرۍ او د ستونزو په حل کې يې تر ټولو لوی رول غريزي عقل پر غاړه اخيستی. خو د لويو او برخليک ټاکونکو مسايلو له منځه، پر خدای او د اخرت پر ورځ د ايمان مسئلې ته تر ټولو کمه پاملرنه شوې. له همدې امله، اسلام د يوه دين په توګه مبهم او ناپېژندل شوی پاتې شوی، د اصولو او اهدافو په اړه يې سم فهم نه شته، نو ډېره ليرې ده چې مسلمانان د روحي، اجتماعي او اقتصادي ناروغيو او د ژوند په ټولو خواوو کې د وروسته پاتې کېدو له امله د نړۍ د خلکو درناوی ځان ته جلب کړي او تر څو چې مسلمانان په همدې حالت کې وي، بېخي معلومه ده چې دين يې هم د نړۍ والو پاملرنه او ميلان نه شي جلبولای.
کله کله له ځانه پوښتم: که زه یو امريکايي يا يو اروپايي وای، ايا مسلمان او په قران کريم او د رسول الله صلی الله عليه وسلم په رسالت به مې ايمان راوړی وای؟ فکر نه کوم ځواب دې مثبت وي، څنګه او له کومې لارې ممکنه وه چې دې معرفت ته لاسرسی پيدا کړم؟ د اسلام د نظري او عملي څېرې کوم انځور چې دې دوو لويو وچو ته رسېدلی، مسخ شوی او وېروونکی دی. اروپايي او امريکايي ملتونه چې څومره د عربي پترولو په اړه پوهېږي، هومره د عربي قران په اړه نه پوهېږي، په داسې حال کې چې د دې پترولو څښتنان په خپله د دې پرېمانه شتمنۍ او د نعمت د دې خوټېدونکې چينې له حقيقتي ارزښت او استخراج نه ناتوانه دي. او له هغه ځایه چې غربيان دې شتمنۍ ته اړتيا لري، خپل متخصصين په پرله پسې توګه له مجهزو الاتو، اوزارو، علم او تخنيک سره عربي نړۍ ته را استوي. ايا د اسلام د پیل مسلمانان به دې منتظر ناست وو چې کوم بهرنی هيئت د عربي وحې د تر لاسه کولو له پاره د دوی خوا ته راشي؟ همغسې چې نن ورځ د عربي پترولو د تر لاسه کولو له پاره راځي؟ دې حالت او شرايطو ته په کتو، غربيان حق لري چې د دې وحې په اړه بدګومانه شي او د ماشومانو د لوبو سامان يا د يوه بې کاره او ناتوانه ملت مړې شګې يې وبولي. له همدې امله، باید اعتراف وکړم چې د اسلام سهي پېژندنه پر ما د تقدير ښېګڼه او د هغه نعمت يوه برخه ګڼل کېږي چې خدای تعالی یې چا ته د ورکړې اراده وکړي، ورکوي يې.
پرېږده چې دا خبره مې ژر تر ژره لا نوره سپينه کړم: ما مې ټيټ قد او سپين پوستکی له خپل پلار نه په ميراث اخيستی، خو دين مې له خپل پلار نه په ميراث نه دی اخيستی، بلکې داسې ورځې هم راباندې راغلي چې ځان مې له هر ډول عقايدو فارغ کړی او ځان مې خپل عقل ته سپارلی تر څو له څېړنې او قضاوت وروسته په خپله خپله لاره وټاکي. هغه څه چې د اسلام په غوره کولو کې يې راسره مرسته وکړه، سربېره پر دې چې مورنۍ ژبه مې د قران کريم ژبه وه او قران کریم او نور ټول کتابونه مې په محققانه او منتقدانه ليدلوري مطالعه کړي وو، زما د ژوند پر چاپېريال هغه حاکم شرايط هم يو لوی لامل و چې یوه بل ته يې لاس ورکړ تر څو زه مسلمان لوی شم. په داسې حال کې چې نور خلک پر خپلې ټولنې او چاپېريال د حاکمو شرايطو او ظروفو له امله له دې الهي نعمت نه محروم پاتې شول او پر هغه څه له زړه نه باوري شول او قناعت يې پرې وکړ چې په واک کې يې درلودل، که څه هم چې په واک کې شته څه يې له ګمراهۍ پرته بل څه نه وو.
هو، پر اخلاقو، سلوک، عقايدو او باورونو د چاپېريال او ټولنې اغېز داسې حقيقت دی چې انکار ترې نه شي کېدای، همغسې چې رسول الله صلی الله عليه وسلم له توحيدي فطرته د ماشوم د انحراف لامل د هغه کورنۍ ته ور ګرځوي، هلته چې فرمايي: “کل مولود يولد علی الفطرة، فأبواه يهودانه أو ينصرانه أو يمجسانه.” (صحيح بخاري) يعنې هر ماشوم له (سليم توحيدي) فطرت سره نړۍ ته راځي، خو وروسته يې بیا مور او پلار يهودي، عيسوي يا مجوسي کوي.