ژباړه: حکیم الدین منځنی
یو له هغه موضوعاتو چې د معاهدې پر پلي کېدو اغېز پرې باسي؛ د شرط حق دی، ځکه چې دولتونه له یوې معاهدې سره په مخېدو، یا هغه مني، یا یې له سره ردوي او یایې په مشروط ډول مني او په همدې صورت کې د شرط حق مطرح کېږي. د شرط حق یو اړخیزه حقوقي عمل دی چې د معاهدې د منلو پر مهال د یو دولت له لوري اعلانیږي.
د شرط حق تعریف
هغه یو اړخیزه اعلامیه یا بیانیه چې د یو دولت یا نړۍ وال سازمان له لوري د یوې معاهدې د لاسلیک، منلو، تصویب او تصدیق پر وخت صادریږي او له مخې یې د اعلامیې یا بیانیې صادرونکي هېواد یا نړۍ وال سازمان دریځ په ځانګړې توګه د هغه معاهدې د پلې کېدو په برخه کې د ځینو موادو بدلون یا نه شمول، څرګندیږي. د بېلګې په توګه د ماشومانو د حقوقو کنواسیون د منلو په برخه کې زموږ د هغه مقرراتو په اړه د شرط حق څخه چې له شریعت سره په ټکر کې دي، یادونه کولای شو.
د شرط حق وخت رامنځته کېږي چې یو اعلامیه د دولت له لوري شرط کړل شي او په یو اړخیزه ډول صادر شي، وروسته د معاهدې یو یا څو لوري هغه په ښکاره یا ضمني ډول ومني. په همدې اساس د معاهدې د نورو غړیو له منلو پرته د یو دولت یا نړۍ وال سازمان له لوري د شرط حق اعلانول حقوقي پایلې نه رامنځته کوي.
د شرط حق د منلو شرایط
۱) لیکلی وي: دا شرط باید له شرط حق څخه د انصراف یا له هغه سره د مخالفت په برخه کې هم باید رعایت شي او که د شرط حق له اعلانولو دولس میاشتې وروسته؛ په لیکلي ډول مخالفت یا نیوکه ونشي، دغه نه اعتراض یا نیوکه د شرط حق ضمني منل ګڼل کېږي.(د وین کنواسیون۵ماده)
۲) معاهدې د شرط حق منع کړی نه وي
۳) د شرط حق د معاهدې له موخې یا هدف سره په ټکر کې نه وي د شرط حق د اعلانولو وخت
۱) د لاسلیک پر مهال: د شرط حق د پلي کېدو لپاره ښه وخت د لاسلیک وخت دی. ځکه چې هغه وخت ډېر کم مشکلات او ستونزې وي او نور هېوادونه هم د نوموړي حق په لېدو هغه معاهده لاسلیکوي او یا یې له لاسلیک او منلو ډډه کوي.
۲) د تصویب پر مهال: په دغه وخت کې د شرط حق پلي کول له ننګونو سره مخ دی، ځکه چې دولتونه د معاهدې پلي کول په هغه ډول غواړي چې لاسلیک کړې یې ده او د تصویب پر مهال د یو غړي له لوري د شرط حق اعلانول شونې ده چې زیات مخالفتونه وزیږوي.
۳) د الحاق پر مهال: الحاق له یوې معاهدې سره د یو هېواد یو ځای کېدل دي چې د معاهدې د خبرو اترو او چمتولو کولو پر وخت یې شتون نه درلود او په دې الحاق سره ځان د نوموړې معاهدې د مقرراتو تابع ګڼي. په دغه وخت کې د شرط له حق څخه ګټنه ډېر ستونزمن کار دی، ځکه چې تصویب کوونکي دولتونه هغه معاهده قطعي شمېري.
د معاهدو په ډولونو کې د شرط حق
د معمول له مخې په دوه اړخیزه معاهدو کې د شرط له حق څخه ګټه اخیستنه امکان نه لري. مګر په څو اخیزه او هر اړخیزه معاهدو کې بیا د شرط حق مسئله مطرح کېږي. ځکه چې د هغو موخه واحدو مقرراتو ته لاس رسی دی او ټول هېوادونه نه شي کولای هغه په کلي ډول ومني.
د شرط حق حقوقي اغېزې
۱) د شرط حق د منلو حقوقي اغېز: د یو دولت له لوري د بل دولت د شرط حق منل ددې لامل ګرځي، چې هغه دولت د معاهدې د پلي کېدو له وخته د معاهدې لوری وګڼل شي.
۲) له شرط حق سره د مخالفت حقوقي اغېز: د وینا معاهدې د ۲۱ مادې له دریم بند سره سم، که یو دولت له شرط حق سره مخالفت څرګند کړی وي. یوازې د شرط حق هغه برخه به چې د یو هېواد له لوري اعلان شوې ده، د نوموړیو دولتونو ترمنځ پلي نه شي او د معاهدې نور ټول مواد به د هغو ترمنځ په اړیکو کې پياده کېږي.
۳) له شرط حق څخه د انصراف حقوقي اغېز: د وینا کنوانسیون د ۲۲ مادې مطابق؛ پرته له هغه مواردو چې معاهده یې په بل ډول وټاکي، کولای شو د شرط حق په بل هر وخت کې مسترد کړو او د هغه دولت رضایت ؛ چې هغه یې منلی؛ شرط نه ګڼل کېږي. البته د شرط حق باید له( تفسیري اعلامیو) سره چې په هغه کې دولتونه د معاهدې له ځینو موادو څخه د برداشت او استنباط ډول اعلانوي. توپیر شي. په یو معاهده کې د شرط حق منل؛ اړین نه ګڼل کېږي چې خپله په هماغه معاهده کې ذکر شي، په همدې سبب د معاهدې د سکوت په صورت کې د معاهدې لوري د شرط د پلي کېدو په برخه کې زیاته ازادي لری.
د شرط حق او شرط قید
دواړه مفاهیم باید یو په بل کې ګډ نه کړو، ځکه هر یو د ماهیت او حقوقي اغیزو له پلوه یو له بل سر تو پير لري. د شرط حق په حقیقت کې د یوې بیانیې په بڼه د نړۍ والو معاهداتو له تصویب وروسته د یو هېواد له لوري مطر ح کېږي. خو د شرط قید په ټوله کې له تصویب وړاندې او د خبرو اترو پر مهال د معاهدې په متن کې ځای پر ځای کېږي.
Discover more from AFGHAN TIPS - BELGIUM
Subscribe to get the latest posts sent to your email.