ژباړه: محمود شهیم
دټولي نړۍ نظام په شاهدۍ ولاړ دی،که شاهدي سمه اوصحيح ورکړل شي، دنړۍ جوړښت به په سمه توګه روان وي، خوکه شاهدي سمه ورنه کړل شي، ټول نظام به خراب اومختلط شي.
کوچنی، چي کله پيداشي، نولومړی یې په غوږکي اذان ورکوي، چي په هغوکي داشهدان لااله الاالله واشهدان محمدرسول الله،يادونه راځي، همدارازکله چي بالغ شي، دشهادت کلمه په خپله ژبه زمزمه کوي اوله دې وروسته هغه مسلمان ګڼل کېدلی شي، خوکه هغه دوخت له لرلو سره سره ددې شاهدي اقرار ونه کړي اوله دنياڅخه ولاړ شي، نوله دې فاني نړۍ څخه به کافراومرتدتللی وي، شهادت دحق داعلان په معناسره ده، هرچيرته چي حق درته څرګندشي، دهغواعلان کولوته شاهدي ویل کيږي، حقوق الله، حقوق العباد اوروحاني نظام ټول له شاهدي سره تړاو لري اوپه هغه ولاړ دي.
الله تعالی فرمايي: فَكَيْفَ إِذَا جِئْنَا مِن كُلِّ أمَّةٍ بِشَهِيدٍ وَجِئْنَا بِكَ عَلَى هَـؤُلاء شَهِيدًا اوپه یوه بل ځای کي یې فرمايلي: إِنَّا أَرْسَلْنَا إِلَيْكُمْ رَسُولاً شَاهِدًا عَلَيْكُمْ كَمَا أَرْسَلْنَا إِلَى فِرْعَوْنَ رَسُولاً .
په دې آيتونوکي دشاهداوشهيديادونه شوي، ځينوعلماووپه دې اړه پراخ بحث کړی، چي په اسلامي تعلیماتوعمل کول، دبېلګي په توګه، دزکات ورکول، روژه نيول، حج اداکول اوداسي نور ټول شهادت ګڼل کيږي، تردې ډیرارزښتناک شهادت دادی، چي سړی خپل ځان دالله تعالی په لار کي ځار کړي، داترټولوسترشهادت دی، خلک هم يوازي همدې ته شهادت وايي، ځکه شهيدحق ته خپل ځان حاضر کړ، همدارازشهیددکاملي شاهدي په معناسره ده، نوشهیددحق اوصداقت بشپړه شاهدي ورکړه، يوه شاعرډیرښه ویلي،چي ژباړه یې په دې ډول ده:
يعنی مادالله تعالی په لار کي خپل ځان قربان کړ، خوبیامي هم دهغه حق ادانه کړای شو.
اسلام داسي سړي ته شهيد وايي، اوس که شهادت مطلق ذکر شي، دشهادت کامل فرد ورڅخه مراديږي، يعنی هغه څوک ورڅخه اخيستل کېدلی شي، چي دالله تعالی په لاره کي يې خپل ځان قربان کړی وي، له دې مخکني بحث څخه څرګنده شوه، چي ددنيااوآخرت ښېګڼه په شهادت کي ده، که په شاهدي کي درغلي وشي اوپه سمه طريقه ادانه کړل شي، دنړۍ ټول نظام به خراب شي.
نبی عليه السلام ددرواغو شاهدي ستره ګناه بللې:
قَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- « أَلاَ أُحَدِّثُكُمْ بِأَكْبَرِ الْكَبَائِرِ ». قَالُوا بَلَى يَا رَسُولَ اللَّهِ. قَالَ « الإِشْرَاكُ بِاللَّهِ وَعُقُوقُ الْوَالِدَيْنِ ». قَالَ وَجَلَسَ وَكَانَ مُتَّكِئًا فَقَالَ « وَشَهَادَةُ الزُّورِ أَوْ قَوْلُ الزُّورِ ». فَمَا زَالَ رَسُولُ اللَّهِ -صلى الله عليه وسلم- يَقُولُهَا حَتَّى قُلْنَا لَيْتَهُ سَكَتَ.
نبی عليه السلام (صحابه ووته) وویل، چي ايازه تاسوته ترټولوستري ګناوي درونښيم؟
صحابه وو رضی الله عنهم ورته وویل، چي هو! اې دالله رسوله ﷺ! نونبی عليه السلام وویل، چي له الله تعالی سره شریک نیول اودمور اوپلار نافرماني(ستري ګناوي دي)، راوي وايي، چي نبی علیه السلام څنګ وهلی و،کښېناست اوویې ویل، چي ددرواغوشاهدي ياددرواغوخبره(يعنی داهم یوه له کبیره ګناووڅخه ده)، نبی عليه السلام داخبره بيا-بیاکوله، چي ددرواغو شاهدي، تردې، چي موږ وویل، کاشکي نبی عليه السلام غلی شي.
په اکبرالکبائرکي دریمه ګناه ددرواغوشاهدي ورکول دي، شهددحاضري په معناسره ده اوشاهدته شاهدله دې امله ويل کیږي، چي نوموړی دمشهودبه(چي شاهدي پرې ویل کيږي) پيښي په وخت کي حاضر وي اوپه خپلوسترګودهغې پيښي کتنه کوي، همداراز له دې امله هم شاهدورته ویل کيږي، چي نوموړی دقاضي په وړاندي خپله حاضراودپيښي بيان ورته کوي، لکه څنګه چي دا اړینه ده، چي شاهدبه دشاهدي ورکولولپاره په قضاءکي حاضريږي، دليک، تليفوني اړیکي اوياپه بله لاره شاهدي نه شي ورکولی، بلکه خپله به قضاء ته ورځي اوشاهدي به اداکوي، همدارازدالله تعالی په لاره کي وژل شوي ته هم له دې کبله شهيدویل کیږي، چي دالله تعالی په دین یې خپل ځان ځاراوځان یې دالله تعالی په وړاندي حاضر کړ، همداشان هغه دخپلي ويني آخري څاڅکی توی کړ اوددې شاهدي یې ورکړه: زه چي په کوم څیزځان قربانوم، هغه حق دی اودهغه مقابل چي هرڅه دي، په باطله دي.
دحق ویلولوري ته هڅونه:
په قرآن کریم اوحديثونوکي دحقي شاهدي لوري ته ډیرترغيب شوی: اعْدِلُواْ هُوَ أَقْرَبُ لِلتَّقْوَى،وَلاَ تَكْتُمُواْ الشَّهَادَةَ وَمَن يَكْتُمْهَا فَإِنَّهُ آثِمٌ قَلْبُهُ .
ژباړه:عدل کوئ عدل تقواته زيات نژدې دی اوشاهدي مه پټوئ، خوکه چاپټه کړه، نودهغه زړه ګنهګار دی.
اسلام ددرواغوله شاهدي څخه په شهادة الزور تعبير کړی، له همدې کبله نبی عليه السلام په ډیره پاملرنه دشهادة الزور(ددرواغودشاهدي)بيان کړی، لومړی خبره چي یې کوله، نبی عليه السلام تکيه کړي وه اوپه همدې حالت کي یې له الله تعالی سره شريک نیول اودموراوپلار دنافرماني حکم بيان کړ، بيادډیري پاملرني له امله کښېناست اوبيا-بیا یې داخبره په خوله راوړله، چي شهادة الزور، شهادة الزور،(یعنی ددرواغوشاهدي ډیره ستره ګناه ده).
په عدلي نظام کي ددرواغودشاهدي له کبله ورپيښي ستونزي:
په اوسني عدلي نظام کي ټولي ستونزي دشهادة الزور له کبله راپيښي دي اوعدلي نظام يې، چي په اسلام کي ډیرارزښت لري، له يوشمېرستونزوسره مخ کړی، خلک په درواغوقسمونه خوري اوددرواغوشاهدي ورکوي، چي په دې سره قاتل بې ګناه اوبې ګناه قاتل بلل کيږي، په اوسنۍ زمانه کي ګڼ شمېروکيلان ددرواغودشاهدي ورکونکي دي، هغوی دخپل مؤکل په اړه دحقي فيصلې دکولومخنوی کوي، هغوی زيار باسي، چي حق په درواغو اودرواغ په حق ثابت کړي، هغوی دهمدې درواغجني شاهدي له امله ظالم مظلوم اومظلوم ظالم ګرځوي، دنننۍ نړۍ عدالتي نظام ټول په شهادت الزور روان دی، د اسلامي نړۍ ټولي ستونزي دعدالتي نظام دخرابي له کبله راپيښي دي او عدالتي نظام دشهادة الزور له امله خراب شوی، قاضي ښه خبر وي، چي داسړی په درواغوشهادي ورکوي اوکرايه راوستل شوی، خو بیایې هم شاهدي قبلوي، ځيني کسان خوقضاوو ته دهمدې لپاره ورځي، چي که هلته چاشاهدي ته اړتيالرله، نودی به دڅو پیسوپه بدل کي شاهدي ورکړي، نو په دې دول حق پټ شي، دخلکو حقوق تر پښو لاندي شي، بې ګناه کس مجرم وګرځول شي او مجرم کسان ازاد ګرځي