ليکوال: مرتضی غياثي
ژباړن: محب الرحمن محب
د هنري اثارو د ارزښت په اړه قضاوت يو زوړ او پخوانی بحث دی، چې هم د عامو خلکو او هم د فلاسفه وو ترمنځ يوه بحث راپاروونکې موضوع ده. د هنري ارزښت د قضاوت د معيارونو په اړه ګرم بحثونه د کانت له وخته پيل شوي دي او تر دې مهاله فيلسوفانو د هنر او ښکلاپېژندنې په اړه بېلابېلې نظريې وړاندې کړې دي. لکه: جان استورات ميل، ديويد هيوم، رومن اينګاردن، ګادامر، بندتو کروچه، کالينګوود او داسې نورو د هنر د ارزونې او ماهيت لپاره متفاوت معيارونه وړاندې کړي دي. ځينې په دې باور دي، چې هنر يو ډول خوند او ساعت تېري ده او ځينو هم هنر يوه لوبه او ځينو بيا پوهه بللې ده.
د هنري اثارو تازه والی او په فرد پورې اړوندي يوازې هغه معيارونه دي، چې کله د يوه هنري اثر د ارزښت د قضاوت او کله هم د يوه اثر د هنري والي او نه هنري والي د معلومولو لپاره د ذاتي چارې په نامه بلل شوی دی. په دې مقاله کې هڅه شوې په داستاني اثارو کې د تازه والي بحث په ساده او روښانه بڼه مطرح شي او روښانه شي، چې د کومو معيارونو پرمټ په دې برخه کې په قضاوت توانېږو.
د داستان د تازه والي او نوښت د معيار مخاطب هر فرد دی. مخاطب دا اجازه لري، چې د داستان د تازه والي او نوښت په اړه د هغه لپاره نظر ورکړي. يوازې دا شونې ده، چې د يوې ځانګړې ډلې مخاطبينو په پام کې نيولو سره د کيسې د نوي والي په اړه په قضاوت لاس پورې کړي. کولای شو ووايو، فلانی داستان د فلانۍ سيمې د لوستونکو لپاره، چې د فلاني ليکوال اثار يې لوستي، نوی والی نه لري.
خو داستانونه چې په کومه اندازه خپلو مخاطبينو ته نوی والی لري، له مختلفو طبقو او حدودو نه برخمن دي، چې زه پرې د داستان د نوي والي حد نوم ږدم. د نوي والي اندازه هغه ده، چې کله د داستان لوستل پای مومي، لوستونکی په دې لټه کې دی، چې د داستان مفهوم په څو لنډو جملو کې ومومي. کله چې مخاطب ونه توانېږي له داستانه بېرون کومه ځواب ويونکې جمله د ځان لپاره ومومي، هغه داستان ورته نوی والی او نوښت لري. ځکه چې د هغو موضوع د هغه د پخوانيو مطالعاتو په هېڅ يوه قالب کې نه ځايېږي. نو ځکه د داستان له لوستلو وروسته ټکان ورباندې راځي، چې سبب يې په ناڅاپي توګه له نويو ټکو سره مخ کېدل دي.
که مخاطب توانېدلی وي څو کليدي جملې ومومي، تر يوه حده به توانېدلی وي، چې په خپل ذهن کې داستان سره وشني او په خپل ذهن کې ځای ورکړي. خو که اړ وي، چې په جملاتو کې د داستان عناصر(روايت، شخصيت، فضا، لحن او …) وکاروي، هغه داستان تراوسه هم په خپل نوښت او تازه والي ولاړ دی، له هغه پرته به د داستان تازه والی له منځه تللی وي او همداراز نه شو کولای د هغو پرخپل ذات باندې په ولاړتوب قضاوت وکړو.
که مخاطب وکولای شي د داستان له عناصرو نه وتلو جملو ته لاس وروغځوي، په تدريجي توګه به د داستان اصل تر پښو لاندې کړي او ممکن هغه د داستان له عناصرو ور هاخوا جملې هم له ياده وباسي.
دا جملې د ټولو مخاطبانو لپاره يو ډول نه دي، ځکه چې هر شخص د خپلې پخوانۍ مطالعې او پوهې له مخې د داستان اصلي موضوع مومي. نو ګټونکي به طبعاً هغه ماهر لوستونکي وي، چې له يوه داستانه د بېلابېلو موضوعاتو لسګونه جملې راباسي او د مهمو ټکو په توګه په ذهن کې ځای ورکوي.
ځينې وخت د دې جملو د شمېر له مخې هم قضاوت نشو کولای. د بېلګې په توګه ممکن يو رمان د ځينو لپاره سلګونه نوې دروازې پرانيزي او ځينو ته يوازې يو نقل او معما واوسي. د نظير غالب کافکا، د صادق هدايت د بوف کور، د همینګوی د بوډا او سيند، د کارلورس فوئنتس د پوستکي اچول او د دکتروف رګتايم په څېر له اثارو کولای شو د مختلفو کړنو تمه ولرو.
همداراز کولای شو د داستان د نوي والي اندازه له هغې مودې ولګوو، چې تر کومې مودې د مخاطب لپاره داستان نوی والی لري او يا يې مفاهيم او مفکورې د چلېدو وړ دي، چې زه ورته د اثر د نوي والي موده وايم. هر داستان د هر مخاطب لپاره د نوي والي يوه بېله موده لري. ځينې ډېر ژر او له څو شېبو فکر ورهاخوا خپل تازه والی له لاسه ورکوي؛ ځو ځينې بيا د دې برعکس د کلونو لپاره د نوي والي او چلېدو خاصيت ساتي.
پورتنيو خبرو ته په کتلو سره د داستان د تازه والي معيار نسبي دی. خو دا چې موږ هر يو د هنري اثارو په اړه يو ډول قضاوت ته اړ يو، نشو کولای د قضاوت پر انګېزې سترګې پټې کړو. مخاطب ته بايد دا امکان موجود وي، چې له وېرې پرته خپل نظر څرګند کړي. خو د يوه معتبر ليدلوري د مالومولو لپاره بايد د رياضي طريقو او شمېرو ته لاس وروغځوو؛ څو وکولای شو ووايوو چې د داستان په اړه د مخاطبينو کومې ډلې، څه نظر لرلی دی. خو د هنر نړۍ ته د رياضياتو شاملول لومړی دا چې د هغه پر څېره لوی تور داغ ږدي او دويم دا چې له دې شمېرنو نه په پايله اخيستلو سره هنرمندانو او د هغوی مخاطبينو ته کومه ګټه نه رسېږي، بلکې د لوستنې او نظر وړاندې کولو پرمهال يې وېره او زړه نازړه توب لا څو چنده کېږي.
خو د داستان د نوي والي او تازګۍ نسبي بلل به زموږ لپاره د هنر داستاني اثر په اړه د نظر د وړاندې کولو پرمهال لارښوونه کوي. ځکه موږ ته رازده کوي، چې د نظر وړاندې کول بايد دقيق، ښکاره او مشخص وي. ځينې کلي عبارات، لکه ښه داستان و، داستان نوی و، او داسې نور قضاوتونه نشي کولای د اثر پر وړاندې د مخاطب موقف روښانه کړي. دا مهمه ده، چې داستان د څومره مودې لپاره د مخاطب لپاره نوی والی لري او مفکورې يې د چلېدو وړ دي، څومره داسې جملې يې پکې موندلې دي، چې د داستان اصلي منځپانګه او محتوا پکې منعکسه شوې وي؟ ايا دا جملې خپله د داستان په عناصرو کې اغږل شوې وړاندې شوې دي او که له متنه بېخي بېلې دي؟ دا او داسې نورې پوښتنې ځوابول د اهميت وړ دي.