– مجيب اميري
-كه څه هم د ښاغلي كرزي د واكمنۍ په دورو كې بېلابېلو مافيايي كړيو د دې هېواد پر ولس او شتمنيو منگولې خښې كړې، ښه وده يې وكړه او ښې په كې غوښنې شوې، خو په دې مافيايي كړيو كې يې ځينې داسې هم وې او دي، چې گواښ يې په ټوله كې ولس ته متوجه دى او د زبېښاك داړې يې يوازې د دغه بې وسه او غريب ولس پر هډونو خښېدلاى شي. بايد وويل شي، چې اوسمهال په دې هېواد كې چې سختو دربدريو پر سر اخيستى، جنگ او جگړې او ناامنۍ په كې خپل اوج ته رسېدلي، بېكارۍ، لوږې او نورو ډول ډول افتونو پرې سيورى غوړولى، نو په ترڅ كې يې د ناروغيو په كچه هم كې خوار زياتوالى راغلى او د دې ولس ډېرى وگړي له بېلابېلو نارغيو سره لاس او گريوان دي. همدې ته په پام سره مافيايي كړۍ هم تل هغو نقطو ته متوجه وي، چې هلته دوى ښې موڅې كولاى شي. په دې هېواد كې هم روغتيايي مافياگرو له دې فرصت څخه ښه گټه اخيستې ده او هغه د چا په خبره ښه موكه په لاس ورغلې ده. د كرزي د دولت د روغتيا وزارت ځينې سمبوليكې چيغې وهي او هڅې كوي، خو په عمل كې يې داسې څه نه ښكاري چې سترگې ورواوړي. كه په عمومي توگه او په لنډه ووايو، نو ويلاى شو، چې په افغانستان كې د روغتيايي مافيا عمده او پليد فعاليتونه چې د يوه عام زبېښاك بڼه لري، بايد څرگند او پر وړاندې يې سخته مبارزه وشي. د دې مافيا عمده فعاليتونه په لاندې ټوكو كې رالنډولى شو:
لومړى، د درملو په برخه كې: د درملو موضوع تر ټولو جدي او گواښوونكې ده، ځكه درمل هغه څه دي، چې د ناروغ لپاره لومړنۍ اړتيا بلل كېږي، خو له بده مرغه په دې هېواد كې داسې حالت روان دى، چې هېڅوك هم له د درملو له واردوونكو او پلورونكو نه دا پوښتنه نه كوي، چې څنگه او څه ډول درمل يې وارد كړي او يا يې واردوي، ځكه افغانستان ته چې كوم درمل وارېدېږي، نو د ډېرى درملو كيفيت ډېر ټيټ وي او د ناروغۍ په درملنه كې هېڅ مرسته نه شي كولاى او علت يې هم دادى، چې د درملو واردوونكي او پلورونكي يې له بهرنيو هېوادونو څخه د باكيفيته درملو په نامه او د باكيفيته درملو په بيه د ډېرو لږو پيسو په بدل كې واردوي او دلته يې د اصلو او باكيفيته درملو په نامه پلوري او له دې لارې څو څو چنده گټه كوي او د ناروغ او ولس هډو خيال هم ورسره نه وي. په ځينو هېوادنو په ځانگړې توگه گاونډيو هېوادونو كې ډېر داسې درمل جوړېږي، چې هلته د كارونې وړ نه وي او حتا كارول يې هېڅ جواز هم نه لري، بلكې واضح يې پرې ليكي وي، چې د افغانستان لپاره! او يا هم For Export چې دا د پورتنۍ خبرې ښه ثبوت گڼل كېداى شي.
دويم، د كتنې او فيسونو په برخه كې: په روغتونو كې بې مسووليتۍ هم د اندېښنې وړ دي، ډېرى ډاكتران په روغتونونو كې له ناروغانو سره چندان د زړه له اخلاصه مرسته نه كوي او ځينې ښاغلي خو د خپل شخصي كتنځي پته وركوي او ورته وايي، چې زما په كتنځي كې تر دې ځاى نه ښه وسايل او لوازم شته، كه غواړې چې ښه تشخيص دې وشي، نو هلته راشه او په دې ډول هلته پرې خپلې پيسې چك كوي.
بلخوا په هېواد كې د خصوصي روغتونونو په منځ ته راتگ سره د ولس هيلې هم يو څه ژوندۍ شوې، ځكه دوى تر نورو يو څه مجهز ښكاري او له پرمختللو وسايلو څخه گټه اخلي، خو له بده مرغه داډول روغتونونه سمې قصابخانې دي، يانې دومره لوړ فيسونه اخلي چې عادي او غريب انسانان خو يې پر دروازه پل هم نه شي اېښودلاى، بلكې يوازې د يوه قشر بډايو، چارواكو او د هغوى د خپلوانو لپاره دي او په دې توگه عام ولس چې وس يې نه رسېږي، نه شي كولاى دې روغتونونو ته مراجه وكړي، خو كله چې بده ورځ پرې ورشي، نو بيا د خپل ناروغ د ښه والي لپاره هر بوج او هر لگښت ته غاړه ږدي، او دولت په دې برخه كې تر اوسه پورې هېڅ داسې اقدام نه دى كړى، چې د دوى فعاليت وڅېړي او د فعاليت په رڼا كې ورته وړ فيسونه وټاكي.
درېيم، د غلط تشخيص په برخه كې: زموږ ډېرى هېوادوال د دې لپاره چې پر خپل تشخيص باوري نه وي، ځو څو ځايه معاينات كوي، ځكه د ډېرى ډاكترانو او روغتونونو تشخيصونه په نورو روغتونونو او كتنځيو كې سر سره نه خوري، يانې په يوه ځاى كې يو تشخيص را وځي په بل ځاى كې بل او په بل كې بل او دا هغه ستونزه ده، چې اوسمهال ولس ورسره لاس او گريوان دى، ځكه كله چې د ناروغ ناروغي په ناسمه توگه تشخيص كړي، نو د خپل تشخيص مطابق درمل ورته وركوي او هغه د دې پر ځاى چې ناروغ ښه كړي، چې د دې لوى لامل هم د ځينو ډاكترانو ناپوهي او د استعداد نه لرل دي، د دې پر ځاى چې دوى ناروغ ته د روغتيا نسخه وليكي، د مرگ نسخه ورته ليكي.
څلورم، بې مسووليتي: په هېواد كې په روغتيايي برخه كې مسسووليتونه هم معلوم نه دي، يو ډاكتر به اصلاً د غوږ، ستوني او پزې ډاكتر وي، خو د معدې، زړه او كولمو درمل به هم وركوي، يا دا چې تخصص به په يو څه كې لري، خو گوتې به په بل څه كې وهي او د يو څو پيسو لپاره به د خلكو پر ژوند لوبې كوي، چې تر ډېره بريده دا مسئله د هېواد په ولايتونو كې په ځانگړې توگه په لرې پرتو ولايتونو كې ډېره عامه ده او حتا هلته داسې كسان چې يوازې د ځينو محدودو درملو نومونه يې زده وي، خلكو ته درمل وركوي، او له بله پلوه تر ډېره بريده په ولايتونو اولرې پرتو سيمو كې روغتايي وضعيت د ډېرې اندېښنې وړ دى او هلته هېڅ ډول روغتيايي اسانتياوې د وړ كسانو له خوا پر مخ نه وړل كېږي او په دې برخه كې پنډ پنډ مشكلات پراته دي.
پنځم، د درملو د سوداگرۍ په برخه كې: كه تر خصوصي او دولتي روغتونونو راتېر شو او شخصي كتنځيو ته راشو، نو ويلاى شو، چې شخصي كتنځي اصلاً د درملو د تجارت لپاره جوړ شوي، تاسې وگورئ د هر شخصي كتنځي په څنگ كې يو درملتون شته او له هغه درملتونه سر قرارداد كېږي، چې څومره درمل به ورته په څومره وخت كې باسي. داسې ډېر پېښېږي، چې كله د يوه درمل وخت يا تاريخ پاى ته رسېدونكى وي، نو له خپلې اړوندې معاينه خانې څخه غوښتنه كوي، چې فلانى درمل په دومره موده كې ورته وباسي، نو په دې صورت كې كه دغه ښاغلي ډاكتر ته هر ناروغ ورځي، نو د خپل تجارت لپاره يوه پنډه درمل ورته ليكي، ناروغ كه هره ناروغي ولري، خو دوى پرې خپل درمل پلوري، په دې ډول ډېرى ډاكتران له خپلو اړوندو روغتونونو سره د فيصدۍ په ډول شريك هم وي.
د يادونې ده، چې په پورته يادو شويو ټكو سربېره نورې داسې مهمې مسئلې او لارې چارې هم شته، چې په دې هېواد كې د روغيتايي مافيا او زبېښاك ښه څرگندويي كوي، خو په يوه وړه ليكنه كې دا ټول نه شي ځايېدلاى. موږ هم دلته يوازې د نمونې او د يوې اشارې په توگه ځينې موارد ياد كړل، څو مسوولين ورته متوجه شي او په دې برخه كې جدي گامونه پورته كړي او د دغه خطرناك زبېښاك ريښې غوڅې او د دې بې وسه، غريب او كړېدلي ولس د روغتيا او هوساينې لپاره عملي كړنې ترسره كړي.
[review]
You also might be interested in
لومړیتوب زما لپاره د یو ښکلي کتاب په څېر ارزښتمن دی، داسې[...]
– رحيم الله ځيرک – پښتانه: ځينې وخت لیکوال دې[...]
نوې کېدو وړ انرژي . Renewable Energy پاکې انرژۍ په[...]
اړيکه
پته
Burggravenlaan 00
Ghent Belgium
اړيکې شمېره
0032466076718 وټس اپ
facebook.com/afghan.Tips
پلټنه
د ویب سایټ په اړه
زموږ ویب سایټ د جوړېدو په حال کې دی