لیکنه: صفي الله مایار
افغانستان په نړۍ کې دوهم هېواد دی، چې له فقر سره مخ دی او له امله يې زياتې ستونزې او کړاوونه ګالي. فقر چې تل يې زموږ مظلوم ولس له ستوني کلک نيولی او د مرګ تر بريده يې رسولی دی، ډېر لاملونه لري، چې يو ستر لامل يې په هېواد کې د صنعتي فابريکو او توليدي کارخانو نه شتون او بل ستر عامل يې په هېواد کې د کانې زېرمو، سيندونو، کرنيزو ځمکو او د يو ستر بشري ځواک په توګه د بېکارو، لوستو او نالوستو ځوانانو او بې وزلو خلکو په ګډون له خدای راکړيو بډايو طبيعي منابعو او شتمنيو څخه د ګټې نه اخيستل دي. له بله پلوه د نږدې څلورو لسيزو جګړو له امله هم په هېواد کې ټول ولس له فقر سره مخ شوی او آن د هېواد زرګونه کورنۍ يې کډوالۍ ته اړې کړي دي. دغو جګړو د ولس عادي ژوند د فقر په څېر تل له ستونزو سره مخ کړی، د نړۍ نورو هېوادونو ته يې احتياج او محتاج کړي او د ګدايۍ کچکول يې غاړې ته ور اچولی دی.
د يونما په هغه څېړنيز رپوټ کې چې په افغانستان کې د فقر تر عنوان لاندې خپور شوی راغلي، چې په افغانستان کې فقر زياتره له جنګ سره تړاو لري او د لوستو او نالوستو ځوانانو په ګډون بې وزلي کسان يې د هېواد په ښارونو کې ګدايۍ ته اړ کړي او آن جواليتوب او پنډيتوب کوي، سپېلني دودوي، يا آن غلا کوي يا له ترهګرو سره يو ځای کېږي او د يوې مړۍ ډوډۍ د تر لاسه کولو له پاره د ترهګرو د شومو موخو ښکار کېږي.
له بله پلوه تېرو حکومتونو د ولس د ژوندانه د ښه والي لپاره پياوړي پلانونه نه درلودل، له نوي حکومت نه مو غوښتنه داده، چې په هېواد کې دې د فقر بدمرغۍ د پای ته رسولو له پاره اوږدمهالې پروژې په لاره واچوي او په هغو کې دې فقر ځپلي کسان پر دندو وګوماري چې پر مټ يې له يوې خوا له فقره او له بلې خوا له بېکارۍ وژغورل شي او دغه راز د ترهګرو ناولې غېږې ته له پناه وروړلو خوندي شي. د هېواد په کچه په ځانګړي ډول په کليو او بانډو کې وزګارتيا ډېره ده او په لوړه کچه تر سترګو کېږي تر لسو مېليونو پورې لوستي او نالوستي ځوانان او نور هېواد وال له بې کارۍ سره مخ دي چې دا هم په ډاګه د ټولنې لپاره يو لوی ګواښ دی او هېواد يې له پرمختګ څخه بې برخې کړی دی.
دم ګړۍ د ښوونځيو ځينې زده کوونکي هم د زده کړو تر څنګ ډېر سخت سخت او درانده کارونه کوي، موټر وينځي، ګدايي کوي، جواليتوب او پنډيتوب کوي او په ځينو مواردو کې حتی د نېشه يي توکو قاچاق کوي. په هېواد کې د زيات فقر له امله شپږ مېليونه ماشومان له ښوونځيو څخه پاتې دي. آن ځينې ځوانان او تنکي زلميان دې ته اړ شوي چې د کار موندنې له پاره د کډوالۍ ستونزې وګالي. افغان ولس اوس له افغان دولت څخه دا تمه لري چې په هېواد کې د فقر د مخنيوي لپاره له خپل ټول ځواک څخه کار واخلي او په هېواد کې دې د بېکارو لوستو او نالوستو ځوانانو او نورو بې وزلو، نا دارو او نېستمنو هېواد والو د کار موندنې له پاره اوږد مهالې او بنسټيزې پروژې په کار واچوي او په هغو کې دې پر دندو وګوماري او په دې توګه دې په هېواد کې فقر ته د پای ټکی کېږدي او له دې لارې دې خپلو بې وزلو او بېکارو لوستو او نالوستو ځوانانو او نورو هېوادوالو ته د سترو خدمتونو جوګه شي.
د يادونې وړ ده، چې نن د افغانستان او نورو آسيايي او افريقايي هېوادونو په ګډون په نړۍ کې تر ۸۰۰ مېليونو پورې خلک دفقر له بد مرغۍ سره لاس او ګرېوان دي چې په نړۍ کې دخلکو د فقر دغې سترې ستونزې ته د پای ټکې د اېښودلو په موخه د نړيوالو هڅو او مرستو ته د ملګرو ملتونو دعمومي ټولنې د وروستۍ اويايمې غونډې په راتلونکي ۱۵کلن پراختيايي پروګرام کې هم ځای ورکړ شو، چې له مخې به يې د امريکا او چين په ګډون د نړۍ پر مخ تللي او بډای هېوادونه په نړۍ کې د فقر د له منځه وړلو له پاره مالي مرستې ته ودانګي چې له دې جملې څخه يوازې چين
دوه ميليارده امريکايي ډالره په راتلونکو درېيو کلونو کې په نړۍ کې له فقر سره د مبارزې لپاره ځانګړي کړي دي.
هيله ده، چې د نړۍ نور بډای او پر مخ تللي هېوادونه هم د چين پر پله پل کېږدي او د ملګرو ملتونو د دغه راتلونکي پنځلس کلن پراختيايي پلان له مخې د افغانستان په ګډون د نړۍ په هېوادونو کې د فقر د له منځه وړلو له پاره په کلکه خپله ملا وتړي.