لیکنه: قاسم امیري
ځینې انجنیران او په ساختماني چارو کې د چارو آمرین داسې ګومان کوي چې په ودانیزو چارو کې د ځينو سترکچرونو په ابعادو او پارامترونو کې په زیاتوالي سره د ودانیو په ټینګتیا اوثبات کې مرسته کولی شي. حال دا چې له محاسبې او اړتیا پرته د ساختماني سترکچرونو په اندازو او ترکیبي اجزاؤ کې زیاتولی نه یواځې دا چې د هغو په کلکوالی کې اغېزمن نه دي بلکه د کیفي لحاظه ورته زیانمن هم دي. د هغو ناسمو انګېرنو له ډلې څخه یې یو څو په لاندې ډول تشرېح کېږي:
۱: د ستنو (Column) په ابعادو کې زیاتوالی: دا کار که له یوې خوا د ستنو د وزن د زیاتوالي سبب ګرځي له بلې خوا په ستنو کې د جانبي قوې (Lateral Force) مقدار هم زیاتوي او په نورو ستنو د وارده قوې د کمزورتیا سبب کېږي. دا کار له یوې خوا غیر اقتصادي او ګران تمامیږي له بلې خوا د ساختماني غړیو Structural Members ترمینځ د ناانډولۍ او Unbalanced Loading سبب کېږي. په ودانیو کې ځینې وخت په یو ټکي کې د وارده قوې د زیاتوالی له امله د ستنې ابعادو کې زیاتوالي راځي، خو که دا زیاتوالی له محاسبې او اړتیا پرته ترسره شي؛ د ودانۍ تعادل له مینځه ځي او کېدای شي په تهدابونو کې د ځمکنیو تشنجاتو د رامینځته کېدو او بالآخره د ودانۍ د یوې برخې د کيناستو سبب هم شي.
۲: د ګاډرو (Beam) په ابعادو کې زیاتوالی: له محاسبې او نورو اړوند ساختماني سترکچرونو سره له پرتلې پرته د ګاډرو په اندازو کې زیاتوالی راوستل هم نه یواځې ګټه نه لري بلکه له ممکنه ستونزو یې سترګې نشو پټولی. په ګاډرو کې هم د ستنو پشان د ساختماني سترکچر ابعادو کې پخپل سر زیاتوالی د وارده قوا د غیرمتناسب ویش ترڅنګ د ساختماني سترکچر د دروندوالي سبب ګرځي. د لوی او دروند ګاډر وزن به په سپکه او نسبتاً کوچنۍ ستن راځي. د داسې ناانډولیو شتون په په ودانیو کې د ساختماني سترکچرونو د Partial Failure کې سبب ګرځي.
۳: په کانکریټو کې د سیخونو د تعداد زیاتوالی: له اړتیا او محاسبې پرته د سیخونو زیاتوالی په کانکړیټي مقطع کې د ودانیزو توکو د غیرمجاز انجماد او تراکم سبب کېږي چې د کانکریټو اچولو او منفذونو ته یې په رسولو کې د ویبریشن چارې هم له ستونزو سره مخ کوي او په پایله کې په کانکریټي مقطع کې خالیګاوې پاتې کېږي، چې دې خالیګاوو شتون د کانکریټو د ژر ماتېدو او سیخونو د قات کېدو سبب کیږي.
۴: د Brace په ابعادو کې زیاتوالی: له اړتیا او محاسبې پرته د Brace په ابعادو کې زیاتوالی راوستل که څه هم د برېس د لا کلکوالی سبب ګرځي خو په پایله کې Brace Structure تر نسبتاً زیات فشار لاندې راځي حال دا چې په د برېس په داخلي جوړښت کې یو له بل سره نښلېدلې ټوټې او د دوی اتصال (ويلډینګ) د دومره زیات Load په مقابل کې پایښت (مقاومت) نشي کولي.
۵: په بامونو، ګاډرونو او بلوکو کې د ډبلوالي زیاتوالی: له اړتیا او محاسبې پرته پخپله خوښه په تېره بیا سلبونو کې د ډبلوالي کچه زیاتوال به د Dead Load د زیاتوالي سربېره په ګاډرونو د وارده فشار کچه زیاته کړي چې پدې ترتیب سره د ګاډرونو په سرونو کې د ګاډر د راپورته کېدو(Rise) او د ګاډرونو په مینځ کې د منفي مومنټ (انحناء) سبب کېږي چې پدې سره به په سلب کې د جانبي فشار له کبله درزونه رامینځته شي ځکه چې سلبونه د ګاډرو ترمینځ محدوده سطح ده چې د ګاډرو د عکس العمل تابع ګرځېدلې. نه یواځې په سلبونو بلکه ګاډرونو او نورو ساختماني سترکچرونو کې د هر میلمتر ډبلوالي په تناسب د ساختماني سترکچر د وزن زیاتوالی ګواښ ته باید جداً پاملرنه وکړو. په عادي سلبونو کې د ډبوالي مجازه اندازه ۱۲ سانتي متره ده چې د سلب مساحت ته په کتو تر ۱۸ سانتي مترو هم توپیر کولی شي.
۶: په کانکريټو کې د سمنټو زیاتوالی: سمنټ په کانکریټو کې د ساختماني توکو ترمینځ د نښلوونکو توکو په حیث کارول کېږي چې د مقدار زیاتوالی یې قطعاً د ودانۍ له مقاومت او کلکوالي سره اړیکه نه لري بلکه بالعکس د ودانۍ پایښت (مقاومت) ته زیان رسولی شي. د سمنټو له اړتیا زیات استعمال له اقتصادي اړخه هم زیان اړوونکي دي ځکه چې د کانکریټو په مخلوط کې ترټولو ګران بیه توکي سمنټ دي.
۷: په کانکریټو کې د اوبو زیاتوالی: داسې لږ انجنیران پیدا کېږي چې په کانکریټو کې د اوبو د زیاتوالي په منفي اغېزو د خبر نه وي. له اندازې زیاتې اوبه د کانکریټو د پایښت کچه راکموي، همدارنګه په کانکریټو کې د درزونو رامینځته کېدو تر څنګ په کانکریټو کې د نفوذ پذیری خاصیت زیاتوي چې بالآخره د کانکریټي ودانۍ د ناکامېدو او رالوېدو سبب کېږي.
۸: د کانکریټ اچولو په وخت له اندازې زیات لزړه (وېبریشن): د کانکریټي مخلوط د متناسب او متناظر اچولو او هر کونج ته رسولو لپاره معمولاً د وېبریشن ماشین څخه کار اخېستل کېږي خو د وېبرېشن عملیې اوږدوالی نه یواځې دا چې ګټه نه لري بلکه د دې سبب کېږي چې کانکریټي مخلوط کې د جغلو او شګو دانې د لاندې رسوب وکړي او د دوی ترمینځ نښلوونکې د سمنټو شېره د کانکرېټو د مخلوط سرته راپورته او باالآخره ضایع شي، چې دا پخپله د کانکریټو کیفیت ته سخت زیان رسوي. د کانکریټي مخلوط لپاره د ویبریشن مجاز وخت له ۳ څخه تر ۵ ثانیو ټاکل شوی خو د کانکریټو سترکچرونو حجم او جیوګرافيک موقعیت ته په کتو پکې تر ۳ ثانیو زیاتوالی او کموالی راتلی شي.
خلاصه: په ودانیزو چارو کې د اقتصاد Economy او محفوظ والي Safety ترمینځ انډول ساتل اړین بلکه لازمي دي.
لیکوال:قاسم امیری