د ودانیو په ډیزاین او مدیریت کې د اور پروړاندې خوندیتوب یوه جدي مسله ده ،مګر له بده مرغه لیدل کیږي چې په ودانیو کې داور د خوندیتوب پروړاندې هیڅ ډول تدابیر نه نیول کیږي .که غواړۍ د اور پروړاندې خوندي اوسۍ د خپلې اړونده ودانۍ چاپیریال کې دا لاندې سپارښتنې وڅارۍ او وګورۍ تر کوم حده پورې په پام کې نیول شوي .
1. د تیښتې لپاره پوره وسایلو ورکول ..
د اور په مدیریت کې ترټولو لومړۍ غوښتنه داده چې له ودانۍ څخه د تیښتې لپاره په ودانۍ کې د شته استوګنو یا کارونکو په پام کې نیولو سره پوره لارې شتون ولري.دوتلو لار باید د یو شمیر سټنډرډونو په پام کې نیولو سره ورکول شي.د اور پروخت د وتلو لارو شمیر باید له دوه کم نه وي .که چیرې په ودانۍ کې د اوسیدونکو شمیر تر 12 پورې وي پلنوالی یې له 75cm تر 105cm پورې ونیول شي او که شمیر له دې زیاتیږي نو د هر کس پر سر د لارې پلنوالی له 7.5cm له پورته عدد سره جمع شي .په لاره کې هیڅ ډول خنډ نه وي او هم ښه تهویه شوی وي څو په بیړنیو حالاتو کې اغیزمن کار وکړي.په ودانۍ کې د تش ځای شتون د اور په مدیریت کې مهم رول لوبوي .
2. د وتلو دروازې ته تلونکې پلې لارې باید په روښانه ډول مشخص شي.
د بیرون وتلو لار ډیره مهمه ده څو د ډیرو کسانو وتلو ظرفیت ولري.باید هڅه وشي چې له اور څخه د خوندیتوب لپاره د بیرون وتلو لار پورې فاصله ترټولو کم حد کې وي ،سپارښتنه کیږي چې دا فاصله باید له 12m کمه وي او په هیڅ حالت کې له 18m زیاته نه وي .
3. د لوګي پیژندونکي سیستمونه نصب شي.
د اور لومړۍ څو دقیقي د اور په کابو کولو کې ډیرې مهمې وي .د اور اتومات زنګ سیستمونه لکه تودوخه او لوګی پیژندونکي وسایل نصبول ضرور دي .داسې وسایل په ودانۍ کې د تودوخې او لوګي پروخت زنګ وهي.
4. د لوګۍ ماتونکو سیستمونو ساتل .
د اور وژونکې ډبې (Fire extinguisher) برابرول ډیر اړین دي .ددې ډبې کارکول باید وخت په وخت وکتل شي او کنترول شي.په لوړ پوړیزه ودانیو کې د اوروژنکو لاس رسی ستونزمن وي نو باید هلته اتومات پاشونکي اور وژنکي نصب شي .معمولا یوه 3A اور وژونکې ډبه د 200m2 مساحت لپاره بسنه کوي .خو که همدا مساحت په دوه پوړونو کې وي نو بیا باید په هر پوړ کې یوه اور وژونکې برابره کړای شي.
5. د اور تمرین ترسره کول .
په بیړنیو حالاتو کې چې څومره چې د اور له شغلو (flame)لرې ودریدل مهم دي همدومره درد رسیدل او ژوبلیدل هم مهم دي .نو ددې لپاره باید وخت په وخت تمرینونه(drills) ترسره شي څو د په بیړنیو حالاتو کې د ودانۍ استوګن له حالاتو سره بلد اوسي .په هره ودانۍ کې یو مشخص کس باید د اور پرمهال مسولیت واخلي او ددې لپآره له وړاندې په ګوته شوی وي .
6. ودانۍ دننه د شغلو وروسته کوونکي مواد کارول .
د ودانۍ دننه کارول شوي مواد کولی شي هم ژوند وژغوري او هم ژوند په خطر کې واچوي .که چیرې لرګي ،کاغذ او رخت ډوله مواد یوځای کارول شوي وي نو دا د سوزیدو لوړ خاصیت لري.د فابریکوي تختې ورکول کولی شي د شغلو وروسته کولو لامل شي.د شغلو وروسته کوونکي موادو په توګه کیدای شي پشم شیشه ،ګچ ،اسبستو سیمنټ ،سوډیم سلیکیټ ،خښته ،کانکریټ او داسې نور حساب شي.دروازې او کړکۍ هم باید اور ضد مواد وي .
7. ودانۍ باید اور وژونکو د لاس رسی وړ وي .
اوسپنیز جال لرونکې کړکۍ خطر زیاتولی شي.دا جال ورکول کیدای شي د غلاوو د مخنیوی لپاره اغیزمن وي خو داور پر مهال بیا لوی خطر جوړوي .
8. د ودانۍ پلان ویشل .
دا ضرور خبره ده چې د ودانۍ لپآره څو پلانونه چمتو کړای شي څو د اور پرمهال ودانۍ ته لاس رسي اسانه شي .
9. د اور وژونې له اړونده ادارې وغواړۍ چې خوندیتوب وارزوي .
د اور وژنې اړونده حکومتي اداره وغواړۍ چې ستاسې کور ،مارکیټ ،دفتر او نورې ودانې له نژدې وګوري او خطر اړخونه درته روښانه کړي.د خطرناکو او شغله یی مواد ،زاړه بی ثباته ساختمانونه ،د وتلو لارو کموالی ،د بریښنايي مزو له حده زیات بار واردیدل کولی شي خطرونه زیات کړي.
10. د ودانیو ملي کوډ سره مطابقت .
زرغونې ودانۍ د انرژۍ له پلوه ګټور دی مګر په خواشینۍ سره چې د اور پرمهال خوندي نه دي.ډير خلک خپل کورونه او سوداګریز مارکیټونه د ودانیو ملي کوډ په پام کې نه نیسي چې دا خپله د اور پرمهال لوی خطر منځ ته راوړي.
یو شمیر لنډې سپارښتنې .
• اورونه او نغري باید په سمه توګه سمبال کړای شي .
• لیږدیدونکي نغري او شمعې له فرنیچرو لرې وساتل شي.
• جامې له اور یا نغرې سره نژدې وچې نه کړای شي.
• د خوب کوټه سیګرت ونه څکل شي .
• ډیری وختونه اور له پخلنځي پیلیږي.
• د بریښنا وسایل او لینونه وخت په وخت چک شي .