• لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو
AFGHAN TIPS - BELGIUM
  • لیکنې او خبرونه
  • د ژبې زده کړه
    • هالنډي – پښتو درسونه
    • درسي مواد
    • پښتو – هالنډي ډیکشنري
    • د ژبې اصطلاحات
    • ویډیوګانې
    • فرانسوي ژبه
  • ویډیوګانې
  • زموږ ټولنه
  • قوانين او مقررات
  • پناه غوښتنه
  • زموږ په اړه
    • زموږ په اړه
    • Privacy Policy
  • ps پښتو
    nl Nederlandsps پښتو

په ودانیو کې د بیلابیل ډول جینټونو سیل کول

Home انجينیريپه ودانیو کې د بیلابیل ډول جینټونو سیل کول

په ودانیو کې د بیلابیل ډول جینټونو سیل کول

 ژباړه: انجنیر فرید عاطف

Sealing of Various Types of Joints in Buildings

د جینټونو دخوندیتوب په سیستمونو کې د درزونو(cracks) ،راټولیدو (contraction)یا کنترول جینټونو ،انبساط (expansion)جینټونو او ساختماني(construction) جینټونو سیل کول شاملیږي.د جینټ سیل کوونکي مواد په کانکریټو کې د مایع ،جامدو او ګازي موادو دننوتو مخه نیسي او د تخریب پروړاندې یې خوندي کوي.د بیلابیل ډول جینټونو سیل کول دلته د بحث لاندې نیول شوي.

په ودانیو کې درزونو سیل کول . Sealing of Cracks in Buildings

په ودانیو کې د انقباض ،حرارتي بدلون ،ساختمان اړوند تشنجاتو او اوږودومهاله نسبي لنډیدو له امله درزونه پیداکیږي.د سیل کوونکو موادو له غوره کولو وړاندې لومړی باید درزپیداکیدو لامل مالوم شي او د حرکت په حال کې درز باید مشخص شي.په ځینو حالاتو کې د درز پیوندول کیدای شي غوښتونکي وي په داسې حال کې چې په ځینو حالاتو کې د درز محدودول کیدای شي ښه نه وي.

په ودانیو کې د راټولیدو یا کنترول جینټ سیل کول . Sealing of Contraction (control) Joints in Buildings

د راټولیدو جیټونه هغه قصدي یا عمدي خالیګاوې دي چې درزونو د کنترول لپاره ورکول کیږي څو د کانکریټو راټولیدل واخلي.د ګلمالې یا ارې په واسطه د کانکریټي عرضي مقطع راکمیږي او کمزوري مستوي د جینټ په شکل ورکول کیږي معمولا د سلب د پیړوالي له 24 تر 36 چنده واټن کې ورکول کیږي خو معمولا تر 10 فوټه پورې ورکول کیږي .ددې جینټ ژوروالی د سلب د ¼ څخه کم نه وي.دا جینټ باید داسې سیل کړای شي چې د کانکریټو راټولیدو ته اجازه ورکړي.

Sealing concrete contraction joints in buildings

په ودانیو کې د انبساط جینټونو سیل کول . Sealing of Expansion (isolation) Joints in Buildings

د دوه څنګ په څنګ ساختماني واحدونو ترمنځ په ټوله عرضي مقطع کې د تش ځای پریښودو سره انبساط جینټونه منځ ته راځي .دا جینټونه ددې لپاره ورکول کیږي چې د فشاري قوو د لیږد په وخت دوه څنګ په څنګ ساختماني واحدونو د ټکر او تخریب مخه ونیسي.دا فشاري قوې کیدای شي د انبساط له امله وي یا هم د واردو شوو بارونو او یا هم د ساختمان د نشست په پایله کې ډیفرنشلي حرکت له امله وي.

Sealing Concrete expansion joints in Buildings

په ودانیو کې د ساختماني جینټونو سیل کول. Sealing of Construction joints in Buildings

ساختماني جینټونه د کانکریټ اچولو په وخت د خنډ او ځنډ پیښیدو له امله منځ ته راځي .دداسې جینټونو ځایونه باید وار له مخکې مالوم وي چې په دې سره په یووخت کې د کانکریټو اچولو مودوه باید مشخصه شوې وي .دا کیدای شي وروسته د انبساط جینټ او یاهم راټولیدو جینټ په شکل وکارول شي او یاهم کلک پیوند شي څو د ساختمان یوالي وساتي.ساختماني جینټ کیدای شي هم په افقي شکل لاړ شي او هم په عمودي شکل چې ځای او موقعیت د ډیزاین انجنیر لخوا په ګوته کیږي.

Sealing construction joints in buildings

په ودانیو کې د جنیټونو سیل کولو میتودونه . Methods of Sealing Joints in Buildings

د جینټونو د سیل کولو په میتودونو کې ،انچکشن تخنیکونه ،روټنګ او کالولینګ ،پیوندول ،د خوندیتوب د سیستمونو د مناسبو سطحو نصبول او نور راځي .

Share this:

  • Twitter
  • Facebook

You also might be interested in

د برج الخلیفه ساختماني تشریح . Structural Details of Burj Khalifa

Dec 20, 2017

ژباړه: انجنیر فرید عاطف د نړې ترټولو لوړې ودانې شپږ[...]

د ودانیو د تودوخې دعایق مواد او میتودونه

Aug 29, 2018

ژباړه: انجنیر محمد فريد عاطف د ودانیو د تودوخې دعایق[...]

دوه رګه ساختمان جوړونې تخنیک

Jan 23, 2018

ژباړه: انجنیر فرید عاطف HYBRID CONSTRUCTION TECHNIQUE: دوه رګه کانکریټ[...]

افغان ټپس له بلجيم څخه خپرونې کوي © 2022