ژباړه: انجنیر فرید عاطف
Types of Sealants Used for Joints in Buildings -Properties, Uses, Working
سیل کوونکي مواد هغه مواد دي چې د کانکریټ ،ښیښې ،المونیم ،معماري دیوال او داسې نورو موادو ترمنځ پریښول شوو جینټونو د پټولو لپاره کاریږي . په ټوله کې په ساختمانونو کې جینټونه په قصدي توګه د خالیګاو په شکل پریښودل کیږي څو دتشنجاتو له امله دمنځ ته راغلو تخریباتو څخه یې خوندي وساتي .
د ښه سیل کوونکي خواص. Properties of Good Sealant
د سیل کوونکو بیلابیل ډولونه له ښو خواصو سره پیداکیږي.د یو ښه سیل کوونکي اساسي خواص باید په لاندې ډول وي.
سیل کوونکي باید له ودانیزو موادو سره ښه نښتلو خاصیت ولري.
سیل کوونکي باید نرم وي.
سیل کوونکي باید نرمښت ښودونکي یا ارتجاعي وي.
سیل کوونکي باید هوا د بدلون له امله اغیزمن نه شي.
سیل کوونکي باید د تشنجاتو او د تشنجاتو بدلون پر وړاندې مقاومت ولري.
په ودانیو کې بیلابیل ډول سیل کوونکو کارول –خواص او کارونه . Types of Sealants Used for Joints in Buildings – Properties and Uses
څو ډوله سیل کوونکي مواد شته :
دسیلکان پراساس سیل کوونکي .
د یوریتان(Urethane) په اساس سیل کوونکي.
اکرالیک سیل کوونکي.
پولي سلفایډ سیل کوونکي.
د پورته ډولونو له ډلې پولي سلفایډ سیل کوونکي په ساختماني نړۍ کې ډير پیژندل شوي دي.
د پولې سلفایډ پراساس سیل کوونکي . Polysulphide based Sealant
پولې سلفایډ د هغې د ښو خواصو درلودو له امله په پراخه پیمانه کاریږي .په بنسټیزه توګه دا مواد په سړو شرایطو کې کاریږي .پولې سلفایډ سیل کوونکي د دوه سیتمونو په ډول پیداکیږي.
دوه-برخې سیستم.
یوه-برخه سیستم..
دوه –برخې سیستم . Two-part system
د سیل کوونکو دا سیستم دوه برخو درلودونکی وي چې اساس او چټک کوونکی بلل کیږي.د یو سیل کوونکي د چمتو کولو لپاره دا دواړه باید سره مخلوط شي.له مخلوطولو وروسته دا دواړه کیمیاوي تعامل کوي او یوه غلیظه خمیره منځ ته راوړي.
دا خمیره باید له مخلوطولو وروسته په 48 ساعتونو کې وکارول شي.وروسته د سیل کوونکو له کارولو هغه باید د 8 ورځو لپاره وساتل شي او اوبه ورکول شي.
دوه –برخې سیستم پولې سلفایډ سیل کوونکي په دوه ځانګړو بڼو پیداکیږي چې یو ته یې ټوپک درجه gun grade او بل ته یی اچولو درجه pour grade وایي .ګن ګریډ د مایلو ،عمودي او اچتونو جینټونو د سیل کوولو لپاره کاریږي په داسې حال کې چې پیور ګرید د افقي جینټونو لپاره کاریږي.
یو-برخه سیستم . One-part system
په یو-برخه سیستم کې مخکې مخلوط شوي سیل کوونکي (premixed sealant) وي چې پرته له مخلوطولو مستقیما کاریږي.دا له اتوموسفیر څخه د لمدبل د جذب وړتیا لري او په دې وخت تعامل منځ ته راځي .ددې سیل کوونکي ساتنه او اوبه ورکول باید له 3 تر 4 ورځو پورې په پام کې ونیول شي.
د پولې سلفایډ پراساس سیل کوونکو کارول . Uses of Polysulphide based Sealants
د پولې سلفایډ پراساس سیل کوونکي د ساختمان جوړونې په بیلابیلو ساحو کې کاریږي چې په لاندې ډول دي.
د ودانیو ساختماني جینټونو لپاره لکه په ځمک تلي کې ،ښیښه یې چوکاټونو کې ،د چت په جینټونو کې ،فرشونو کې ،بام کې ،باندنیو دیوالونو کې ،روکشونو (cladding)کې ،استنادي دیوالونو کې او داسې نور.
د اوبو نیونکو ساختمانونو په جینټونو کې لکه ډیمونه ،د اوبو زیرمې ،کانال استر ورکولو ،پلچکونو کې .
د پلونو ،سرکونو ،پلیو لارو په جینټونو کې .
د پولې سلفایډ پراساس سیل کوونکو کارولو لپاره وسایل . Equipment for Polysulphide based Sealants Application
سیل کوونکي باید د مناسبو وسایلو سره وکارول شي.دا وسایل په لاندې ډول دي.
د ډکوولو وسیله .
ټوپک .
مخلوطونکی .
اسپاټولا .
عوض مواد .
د پیوند ماتونکي
پوښولو ټایپ.
ډکوونکې وسیله . Filling Device
مخلوط شوی یا هم چمتو شوی سیل کوونکی باید داوږدې مودې لپاره د اتوموسفیر پروړاندې لوڅ نه وي .نو ځکه د ډکولو لپاره مناسبه وسیله کاریږي او دا کیدای شي له ټوپک سره نښتی وي.
ټوپک . Gun
ټوپک هغه وسیله ده چې PVC کاټریج او نوزلونه لري څو سیل کوونکي مواد ولیږدوي .ددې وسیلې په کارولو سره سیل کوونکي کیدای شي مستقیما جینټ او بل هم کوم ځای کې ځای په ځای شي.
مخلوطونکی. Mixer
معمولا مخلوطونکی د دوه برخې سیستم لپاره کاریږي.نو اساس او چټک کوونکی باید سره مخلوط شي.
سپاټولا Spatula
سپاټولا کیدای شي په وړو کارونو کې د ټوپک پرځای وکارول شي .له وسایلو سره یوځای ،یو شمیر مرسته کوونکي باید وي چې د سیل کوونکو کارول لا ښه کړي.
عوض مواد Backup material
عوض مواد په جینټ کې د سیل کوونکو موادو ژوروالی کنترولوي.
د پیوند ماتونکي. Bond breakers
د پیوند ماتونکی له PVC ،فلز او کاغذ جوړ د ټیپ په شکل وي .درې بعدي نښتل کیدای شي د پیوند ماتونکو په واسطه مخنیوی وشي.
د پټولو ټیپ . Masking tape
کله چې سبل کوونکي په جینټونو کې وکارول شي ،د جینټونو څنګونه کیدای شي د سیل کوونکو موادو د خپریدو له امله تخریب شي .ددې کار د مخنیوي لپاره پټولو ټیپ د جینټ دواړو څنګونو ته ورکول کیږي.که چیرې د سیل کوونکو موادو کارونکی مسلکی شخص وي بیا کیدای شي دا ټیپ ونه کارول شي.
د پولې سلفایډ پراساس سیل کوونکو کاري شرایط.
تودوخه .
د جینټ سایز
د سیل کوونکو کمښت.
د اوبو پروړاندې مقاومت.
کیمیاوي مقاومت.
د ځان نیونې وخت او اوبو ورکولو وخت.
حرکت.
مداومت .
تودوخه.(کارول او خدمت) Temperature (application and service)
کله چې سیل کوونکي مواد کاریږي تودوخه باید د 5o C او 50o C ترمنځ وي.هر سیل کوونکي کولی شي له – 40o C تر +80o C. تودوخه کې په اغیزمن ډول کاروکړي.
د جینټ سایز Size of joint
د جینټ پلنوالی باید د 5mm او 50mm ترمنځ وي .د سیل کوونکو ژوروالی د فلزاتو او ښیښې لپاره 5mm او کانکریټو لپاره 10mm وي.
د سیل کوونکو کمښت . Storage of sealant
دوه برخې سیستم سیل کوونکي خمیره کیدای شي تر 12 میاشتو پورې په ګودام کې په وچه او سړه هوا کې وساتل شي.
د اوبو پروړاندې مقاومت Water resistance
وروسته له مکمل اوبو ورکولو سیل کوونکي کولی شي د اوبو پروړاندې مقاومت وکړي او غیرقابل نفوذ وي.
کیمیاوي مقاومت Chemical resistance
د سیل کوونکو کیمیاوي مقاومت ډیر زیات دی او د غوړو ،پترولو ،سپریټو ،تیلو او نورو پروړاندې ښه مقاومت کوي.
د ځان نیونې وخت او اوبو ورکولو وخت . Setting time and curing time
د سیل کوونکو د ځان نیونې یا جوش کیدو او اوبو ورکولو وخت د همغې ځای په تودوخې پورې اړه لري.د وخت دا توپیر په لاندې ډول ورکول شوی.
که تودوخه پنځه درجې سانتي ګرید وي د ځان نیونې وخت 72 ساعته او اوبو ورکولو وخت 8 اونۍ .
که تودوخه پنځلس درجې سانتي ګرید وي د ځان نیونې وخت 36 ساعته او اوبو ورکولو وخت 4 اونۍ .
که تودوخه پنځه ویشت درجې سانتي ګرید وي د ځان نیونې وخت 18 ساعته او اوبو ورکولو وخت 2 اونۍ .
که تودوخه پنځه دیرش درجې سانتي ګرید وي د ځان نیونې وخت 8 ساعته او اوبو ورکولو وخت 8 ورځې .
حرکت . Movement
د سیل کوونکو موادو حرکت 25% د BUTT جینټونو لپاره او 50% د Lap جینټونو لپاره دی.
مداومت . Durability
په ترافیکي سطحو کې لکه سرکونه او پلونه سیل کوونکي مواد کولی شي تر 10 کلنو پورې کار ورکړي په داسې حال کې چې په نورو ساختمانونو کې تر 25 کلنو پورې عمر کولی شي.